لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د رېډکراس چارواکی وايي د بندیزونو دلاسه افغانانو ته مرستې نشي رسوول کېدی


د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې دا میاشت خبرداری کړی که چېرې افغانستان سره مرسته ونکړی شوه نو قریباً 40 مېلین افغانان به د ژمې په دې موسم کې د خوراک د نشتوالي سره مخامخ شي
د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې دا میاشت خبرداری کړی که چېرې افغانستان سره مرسته ونکړی شوه نو قریباً 40 مېلین افغانان به د ژمې په دې موسم کې د خوراک د نشتوالي سره مخامخ شي

د نړیوالۍ امدادي ادارې رېډکراس یا د سره صلېب یو چارواکي ویلي په افغانستان د بندیزونو له امله افغانانو ته د بنیادې مرستې شیان نشي رسوول کېدي.

د رېډکراس د عملیاتو د څانګې مشر ډومېنېک سټېل هارټ د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې افغانستان ته د شپږو ورځو د سفر په مهال یې په هسپتالونو کې د افغانانو مشکلات په خپلو سترګو ولېدل او په دغو حالاتو "غصه" دی.

سټېل هارټ وویل :"کله چې تاسو د کندهار تر ټولو لوی هسپتال د ماشومانو په وارډ کې ودرېږئ او د لوږي ښکار ماشومانو خالي سترګو کې وګورئ او د دوی پرېشانه مېندو او پلرونو ته ګورئ" نو دا صورتحال انسان کې غصه راپاروي.

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې دا میاشت خبرداری کړی که چېرې افغانستان سره مرسته ونکړی شوه نو قریباً 40 مېلین افغانان به د ژمې په دې موسم کې د خوراک د نشتوالي سره مخامخ شي.

د رېډکراس ستېل هارټ وویل په افغانستان کې ملکي خلک د مشکلاتو سره مخامخ دي او دا صورتحال غصه ځکه راپاروي چې د "انسان د لاس" راپېدا شوی او نړیوالې ټولنې په طالبانو د بندیزونو لار غوره کړې ده.

په افغانستان طالبانو د واکمنېدو راهسې نړیوالې ټولنې په ملک کې اقتصادي بدحالۍ او د انساني ناورین د رامېنځته کېدو خبرداری کړی دی او د وي او ای رپورټ وايي نړیوالې ټولنې د انساني حقونو په اړه د تشویش په سر د طالبان په رسمي ډول نه دي پیژندلي. طالبانو د جینکو په تعلیم او د مېرمنو په کار روزګار پابندي لګولې ده.

وي او ای رپورټ طالبانو د واکمنېدو نه پس نړیوالې ټولنې افغانستان سره مرستې ځنډولي دي او امریکې د افغانستان د قربیاً 10 بېلین ډالرو اثاثې منجمد کړي چې دا ډول طالبان ورته رسايي ونلري.

رپورټ وايي د دې بندیزونو له امله طالبان کارکوونکو ته معاشونه او یا د ضرورت شیان ته بهر نه راغوښتلو کې د مشکلاتو سره مخامخ دي.

د رېډکراس سټېل هارټ وویل د ملګرو ملتونو د ورستي قراردادونو او په افغانستان د اقتصادي پابندیو له امله امدادي ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو ملاتړ ځنډولی دی او د دې په نتیجه کې ملکي خلک ژوند بچ کوونکي امداد نه محرومه پاتې کېږي.

رېډکراس د ګل، دوشنبې، د ورځ په افغانستان کې د صحت 18سیمه اييزو مرکزونو سره د اینده شپږو میاشتو دپاره مرسته شروع کړه چې پکې به اداره د مرکزونو عمومي اخراجات او طبی سامان پوره کوي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه رېډګراس کارکوونکو ته معاش ورکول هم شروع کړل. په خپل بیان کې سټېل هارټ وویل د کندهار په مېروېس هسپتال کې د اګست د میاشت نه تر د سېپټمبر د میاشت پورې د خوراک د کمي، نمونیا او د ډيهاډرېشن یا د اوبو د کمي په کېسونو کې دوچنده اضافه شوي ده. هغه وویل په افغانستان کې د صحت خېر ښېګړه او د تعلیم اینده نړیوالې مرستې ته اړتیا لري.

سټېل هارس وویل نورو ملکونو ته پکار دي د افغانستان سره ښکیل پاتې شي ځکه چې د هغه په قول د افغانستان د تعلیم او صحت په شان بنیادي اسانتیاوې په مکمله توګه د تباهۍ نه د محفوظ ساتلو دا یوازینۍ لاره ده. "پکار نه ده چې سیاسي مصلحتونه د بشري ګام په لاره کې مداخلت وکړي."

د وي او ای د رپورټ ترمخه څېړونکي وايي واشنګټن او نور مغربي ملکونه د افغانستان په اړه څه ډیرې لارې چارې نلري: یا به د طالبانو سره همکاري او د انساني حقونو د خلاف ورزیو نه به سترګې اړوي او یا به په افغانستان کې د انساني ناورین او د تېرو شلو کلونو د پرمختګ په شا د تلو د لرې نه ننداره کوي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه سټېل هارټ وویل که چېرې د اقتصادي بندیزونو مقصد دا دی چې په کابل کې په واک کې ناست طالبانو ته سزا ورکړی شي نو بندیزونه دغه مقصد نه پوره کوي بلکې د دې په ځای په مېلینونو افغانان د ژوندې پاتې کېدو دپاره د بنیادي ضرورتونو نه محرومه ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG