د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي آر سي) په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر دوام اندېښنه ښکاره کړې او وایي د 2024م کال له پیله د کال تر اخره د ماشومانو په ګډون 455 کسان د چاودنو په ګډون په بېلابېلو پیښو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ای سي آر سي د دسمبر په 31مه په خپل رپوټ کې ویلي چې په دغو کې وژل شویو او ټپي شویو کسانو کې 359 ماشومان وو.
سور صلیب وایي عامو خلکو ته دا مرګ ژوبله د چاودنو اړوند په 234 پیښو کې رسېدلې، خو دغې کمېټې دا نه دي ویلي چې په دغو پیښو کې څومره کسان مړه او څومره نور ټپیان شوي دي:
"افغانستان لا هم د ناچاودو توکو د چاودنو له خطر سره مخ دی، چې دددغه هیواد خلکو ته یې زیاتې ستونځې جوړې کړي دي".
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو، د 2024م کال له جنورۍ تر جون میاشتې یې په افغانستان کې د 292 ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پېښې ریکارډ کړې دي چې وایي 88 فیصده یې ماشومان وو.
اوچا د تېر کال د جولای په 21مه په یو رپوټ کې ویلي وو، د افغانستان په 262 ولسوالیو کې 1.2 میلین میټرمربع ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده. وایي د روزنیزو مرکزونو او د اوبو زېرمنو ته نیزدې سمیې هم پکې شاملې دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ملاتړ یې تر 240,000 زیاتو هغو کسانو ته له جګړو د پاته شویو ناچاودو توکو د خطر په اړه پوهه ورکړې چې وایي په دوی کې تر نیمايي زیات ماشومان وو.
ای سي آر سي ویلي، د افغانستان خلک لا هم له زیاتو اقتصادي خطرونو سره مخ دي او تېر 2024م کال ددغه هیواد د خلکو لپاره یو ډېر له ستونځو ډک کال وو.
دغې کمېټې پر دې اندېښنه ښکاره کړې چې وایي په افغانستان کې د مجبوره خلکو بشري اړتیاوې زیاتې شوې او د دې بحران پر پراختېدو د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې یې د افغانانو د بشري اړتیاوو په پوره کولو باندې ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په 2025م کال کې هم تېرکال ته د ورته حالت اټکل کړی او وایي په دې نوي کال کې به 22.9 میلینه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
اوچا ویلي په افغانستان کې 14.8 میلینه کسان د خوړو له نه خوندیوب سره مخ دي او 14.3 میلینه روغتیايي خدمتونو ته ډېره محدود رسایي لري. د اوچا د معلوماتو له مخې 7.8 میلینه ښځې او ماشومان قوي خوړو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي په نوي کال کې یې له 22.9 میلینو مجبوره افغانانو څخه د 16.8 میلیونو کسانو لپاره د بشري مرستو د رسولو پروګرام ترتیب کړی، چې له مخې یې 2.48 ارب ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.
ملګرو ملتونو په 2024م کال کې په افغانستان کې د بشري پروګرامونو د دوام لپاره له نړیوالې ټولنې د څه باندې درې ارب ډالرو بودیجې غوښتنه کړې وه، خو وایي نړیوالې ټولنې یواځې ددغو پیسو شاوخوا یو ارب ډالره ورته برابر کړل.
Forum