لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر: په دکۍ کې ماشوم پولیو په پښه معزوره کړی، کورنۍ یې د پولیو څاڅکو نه انکاري وه


Polio Affected Child in Dukki, Baluchistan
Polio Affected Child in Dukki, Baluchistan

د بلوچستان د دکۍ سيمې د اتلسو مياشتو ماشوم پولیو مرض په پښه معزوره کړی دی، کورنۍ یې هغه ته د پولیو ضد څاڅکو نه انکار کړی و

د سيمې د صحت مرکز بي ايچ او مسول ډاکټر قاسم ناصر وي او ای ډيوه ته وويل چې دغه ماشوم د دریومياشتو په عمر کې ګوزڼ وهلی دی.

ډاکټر ناصر وویل "کله چې به سيمې ته د پوليو ګرځنده ټيمونه راتله، دوی به خپل ماشوم له څاڅکو ورکولو پټ کړ."

ډاکټر قاسم وویل د ماشوم کورنۍ د پوليو له څاڅکو انکاري يا رفيوزل وه، ځکه يې ماشوم په ګوزڼ اخته شوی خو له کله چې يې ماشوم ګوزڼ وهلی اوس په پرله پسې توګه په کېمپينونو کې خپلو نورو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکوي. "دوی اوس نه يوازې خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي بلکې نورو خلکو ته هم دا پيغام ورکوي چې خپل ماشومان ويکسين کړي."

د دکۍ د ناصراباد اوسېدونکي ماشوم کورنۍ وايي د هغه د معزورتیا باوجود د پاکستان یو مشېر لويو ښارونو ته يې د درمنلې لپاره بوتللی دی خو علاج نه دی شوی.

ډاکټران وايي د پولیو مرض انسان د ټول عمر لپاره په بدني معزورتیا مبتلا کړي او د دې مرض نه د بچ کولو لپاره پکار ده چې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړی شي.

د ماشوم د کور مشر غازي خان ناصر وايي، چې ماشوم یې په بهاولپور، ملتان، کوټه، اسلام اباد او کراچۍ کې هسپتالونو ته د درملنې لپاره بیولی دی خو معزورتیا علاج نه دی شوی او هغه د نورو ماشومانو غوندي نه شي ګرځېدلی.

غازي خان ناصر له ټولو ميندو غوښتي چې خپل ماشومان ارومرو ويکسين کړي، د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي، او خپل ماشومان د ټول عمر له معذورۍ وژغوري. " له کومې پرېشانۍ سره چې زموږ کورنۍ لاس او ګرېوان ده، دوی بايد خپل ځانونه له داسي اندېښنې وژغوري ."

د روغتيا د نړيوال سازمان ډاکټرانو د ماشوم سيمپل اسلام اباد اين ای ايچ ته ولېږل، چې رزلټ يا نتيجه يې مثبت راغله. په ميډيکل رپوټ کې ليکل شوي، چې ماشوم پوليو يا ګوزڼ وهلی دی

د ماشوم لومړی تبه شوې وه او په مرۍ کې يې هم درد و، دوی ډاکټرانو ته وړی و بيا وروسته د درېو مياشتو په عمر کې يې ډاکټرانو د ماشوم نمونې اسلام اباد ته واستولې او په هغه کې مالومه شوه، چې د ماشوم په بدن کې د پوليو وايرس کشف شوی دی.

د دکۍ د روغتيا چارواکي وايي، چې په ضلع کې د پوليو په کيمپينونو کې پنځه دېرش زره ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

د دکۍ په ټولو يونين کونسلونو کې شاوخوا سل ګرځنده روغتيايي ټيمونه کار کوي، او د خلکو د اماده کولو لپاره په سيمه کې سيمينارونه کېږي چې ملاتړ يې قبايلي مشران، ديني عالمان او د مدني ټولنې فعالان کوي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG