لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ د نیوي ګالف کورس غیرقانوني وبللو، په 8086 اېکړه مزکه یې د پوځ د ملکيت دعوه هم رد کړه


اسلام اباد های کورټ
اسلام اباد های کورټ

اسلام اباد هایکورټ د مارګلې د غرونو په خوندي شوؤ سیمو کې د پاکستان د سمندري پوځ ېا نیوى لخوا د ګالف کورس جوړښت غېر قانوني ګرځولی او ورسره یې د اسلام اباد نېشنل پارک په 8086 اېکړه مزکه باندې د پاکستان پوځ ملکيتي دعوه هم رد کړې ده.

له دې مخکې اسلام اباد هایکورټ په دې اړه کال 2022م کې د جنورۍ په میاشت کې لنډه فېصله جاري کړې وه.


د پاکستان پوځ او نېوي لا ددې فيصلې په اړه خپل دریځ نه دی ښکاره کړی.

اسلام اباد هایکورټ د شورو په ورځ جاري کړې خپله تفصیلي فېصله کې د دفاع وزارت ته امر کړی چې د مارګلې د غرونو په لمن کې جوړ د پاکستان د سمندري ځواک نېوي د ګالف کورس د غېر قانوني جوړښت پلټنې دې وکړي او د دفاع سکرټري ته یې هم امر کړی چې ددې ګالف کورس د جوړښت له کبله د هېواد خزانې ته د رسېدلي نقصان تخمينه هم ولګوي.

عدالت د مارګلې په نېشنل پارک کې په 8068 اېکړه مزکه د پاکستان د بحري پوځ د ډاېریکټورېټ ملکيتي دعوه هم رد کړې ده.

له دې قضيې د جزياتو خبر قانون پوهه کرنل ریټایرډ انعام الرحیم ډيوه ته وايي د دستور او قانون ترمخه د پاکستان پوځ يوه څانګه هم پخپل سر څه وداني ېا تعمیر نه شي کولی.

دی وايي د پاکستان پوځ د دفاع د وزارت ماتحت اداره ده او يوازې د دفاع وزارت د وزير اعظم په منظورۍ څه قسمه منصوبه جوړولی شي.

نوموړی وايي باید چې په دې د اړونده پوځي ادارو احتساب وشي او زياتوي هغه ګڼي چې د اسلام اباد هایکورټ دا وروستۍ فيصله د دستور او قانون دعملدارۍ لوري ته وړومبی ګام دی او که پوځ د عدالت په دې پرېکړه عمل وکړو نو انځور به یې ښه شي.

انعام الرحیم بيا وايي وخت راغلې دې چې د پاکستان پوځ او نورې رياستي ادارې د ايين د سرلوړۍ اړخ ته تګ پېل کړي او په قانوني چوکاټ کې دننه کار وکړي او کوم کار چې د دوى په اختيار کې نه وى نو هغې خواته دې نه ځي ځکه چې دې سره د عامو خلکو په پوځ اعتماد کمېږي.

اسلام اباد هایکورټ په خپله پرېکړه کې د پاکستان د پوځ د فارمز ډاېریکټورېټ د مونال رېسټورنټ سره د ليز ېا اجارې لوظنامه هم غېر قانوني ګرځولې ده او ویلې یې دي چې د پاکستان د پوځ لخوا قانون په خپلو لاسونو کې د اخستو سره د وړاندې نه د نافذ شويو قوانینو سرغړونه کړې ده.

عدالت په فېصله کې ليکلي دي چې دا د قانون د عملدارۍ د کمزوري کولو او د اشرافيې د ګرفت د مضبوطولو يو مثالى کېس دی.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او څېړنکار ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي کتل به وي چې په دې اړه د پاکستان پوځ څنګه د قانون سرغړونه کړې ده او دا غلطي څنګه سمېدلی شي.

دی وايي څنګه تېروتنې چې سويلين داستوګنې دکورونو دپروژو په جوړښت کې کوي او قانون د خپو لاندې کوي نو هم داسې کارونه پوځ هم کوي بلکې شاېد پوځ دا سرغړونې د سويلين څخه زياتې کوي ولې هغوى ګڼي چې چونکې سرپرستان یې پوځیان دي نو دوي به بچ کړې شى.

اسلام اباد هایکورټ د ماحولیاتو د کمېشن رپورټ هم د خپلې تفصيلي فېصلې برخه جوړ کړی دی.

عدالت وېلي دي چې د رياست او حکومتي چارواکو فرض دې چې هغوي د مارګلې د غرونو تحفظ وکړي.

وايي د ولس د بنيادي حقونو خلاف ورزي کوونکيو خلاف اقدام کول هم د رياست ذمه واري ده.

اسلام اباد هایکورټ په خپله تفصیلي فېصله کې وېلي دي چې د مارګلې د غرونو د خوندي سيمو په سپکاوي کولو کې د رياستي ادادو ککړتیا لويه بدبختي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG