لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د عمران خلاف د عدالت د سپکاوي مقدمه ختمه کړه


هم د مريم نواز ګوند سره تړاو لرونکى د عدالت دسپکاوي په تور سزا شوى د قامي اسمبلى پخواني غړي د طلال چودهري وکيل او د سپريم کوټ بار پخوانى صدر کامران مرتضى هم د اسلام اباد هايکوټ په پريکړه ټکونه کوي
هم د مريم نواز ګوند سره تړاو لرونکى د عدالت دسپکاوي په تور سزا شوى د قامي اسمبلى پخواني غړي د طلال چودهري وکيل او د سپريم کوټ بار پخوانى صدر کامران مرتضى هم د اسلام اباد هايکوټ په پريکړه ټکونه کوي

اسلام هايکوټ د پخواني وزير اعظم عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي په تور مقدمه ختمه کړې او د عدالت پينځه کسيزه بينچ یا ډلې د عمران خان په ځواب اطمينان څرګند کړى دی.

بل اړخ ته د مرکزي حکومت وکیل اعتراض کړى چې عمران خان د عدالت نه غير مشروط بخښنه نه ده غوښتلې او د واکمن مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې مريم نواز ویلي عدالت د عمران خان سره نرمي کړې ده.

د چيف جسټس په مشرۍ کې د اسلام اباد هايکورټ پينځه کسيزه بينچ د عمران خان د معافۍ خواست منظور کړو او د هغه خلاف د عدالت دسپکاوي په تور مقدمه یې خارج کړه.

د عدالت د فېصلې نه وړاندې، د ګل، دوشنبې، په ورځ د عمران خان خلاف د مقدمې د سماعت په وخت د مرکزي حکومت وکیل عامر رحمان اعتراض راپورته کړو چې عمران خان د عدالت نه غير مشروط معافي نه ده غوښتلې خو د چيف جسټس وينا وه چې عدالت د عمران خان په حلفي بیان اطمیانان لري.

د اګست مياشت کې د۔ بغاوت په تور ګرفتار د خپل نژدې مرستیال شهباز ګل جسماني ريمانډ ورکوونکي ښځینه ججې زيبا چوهدري ته دړکو ورکوولو پسر پخوانى وزير اعظم د عدالت د سپکاوي په سر د مقدمې سره مامخ و.

د پاکستان سپريم کوټ د عدالت دسپکاوي په تور يو شمير سياستمدران ته سزا ورکړي او د پارليماني سياست لپاره يې هم نا اهله ګرځولي وو خو دا دويم ځل دى چې عمران په معافۍ بخښل کېږي.

عدالتي پريکړى ته غبرګون کې دعمران خان سياسي حريفې ډلې مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز ويلي هر چا ته معلومه ده عمران خان د ښځينه قاضي سپکاوى کړى و خو بياهم عمران خان سره نرمي کيږي.

هم د مريم نواز ګوند سره تړاو لرونکى د عدالت دسپکاوي په تور سزا شوى د قامي اسمبلى پخواني غړي د طلال چودهري وکيل او د سپريم کوټ بار پخوانى صدر کامران مرتضى هم د اسلام اباد هايکوټ په پريکړه ټکونه کوي.

د وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د طلال چودهري او سينيټر نهال هاشمي د غير مشروط بخښنى باوجود نااهله ګرځولى شوي وو خو عمران خان خپل بيان حلفي کې د سره غير مشروط معافي هم نه ده غوښتلى او اسلام اباد هايکورټ ورته دومره لوى رعايت ورکړو.

دغه مقدمه کې په تيره اوريدنه کې اسلام اباد هايکوټ هغه وخت د عمران خان په ضد فرد جرم لګولو پريکړه ځنډولى وه کله چې عمران خان عدالت ته وويل که قاضيان ګڼي چې غلط کار یې کړى چې عدالت څه وويل هغه به ېې مني او بيا عمران خان د اسلام اباد ايډيشنل سيشن جج نه د بښنى لپاره د هغى عدالت ته هم حاضر شوى و.

دا په داسى وخت چې عمران خان د سمدستي انتخابات د خپلى يواځنى غوښتنى پسر يو ځلى بيا اسلام اباد ته د احتجاجي لاريون اعلان کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG