لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت مریم نواز او د هغې مېړهٔ په لندن کې د جایداد په قضیه کې بري کړل


دعدالت لخوا له پرېکړې اورول کیدو وروسته دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز رسنیو سره خبرو کې داسلام اباد هایکورټ پرېکړه دحق اؤ صداقت بری بللی دی اؤ ویلي ویلي یې دي چې دې پرېکړې دنیا ته وښودله چې نوازشریف په حقه ؤ اؤ هغه سره زیاتې شوی دی
دعدالت لخوا له پرېکړې اورول کیدو وروسته دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز رسنیو سره خبرو کې داسلام اباد هایکورټ پرېکړه دحق اؤ صداقت بری بللی دی اؤ ویلي ویلي یې دي چې دې پرېکړې دنیا ته وښودله چې نوازشریف په حقه ؤ اؤ هغه سره زیاتې شوی دی

اسلام اباد هایکورټ په ايون فيلډ قضیه کښې دپاکستان د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز د مرستیالې مشرې مريم نواز او دهغې دمېړه کيپټن (ر) صفدر سزاګانې ناچله ګرځولي او دهغوئ په بري کولو سره یې د مريم نواز نااهلي یې هم ختمه کړې ده.

مریم نواز دعدالت لخوا دځان دبري کیدو پرېکړه دحق بری بللی دی اؤ ویلي یې دي چې دې فیصلې سره د نوازشریف رېښتونولي ثابته شوې ده.

خو بل لوري ته بیا حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف بیا دعدالت په دې پرېکړه ناخوښي ښودلې اؤ ویلي یې دي چې ددې فیصلې له امله پاکستان دیرش کاله پشا تللی دی.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ اسلام اباد هایکورټ کښې د ایون فیلډ ریفرنس کښې د مریم نواز اؤ دهغې میړه کیپټن صفدر ته د اورول شوو سزاګانو پرضد داپیل اوریدنه شوې ده.

د اورېدنې په مهال مريم نواز او کېپټن (ر) صفدر له خپلو وکيلانو سره عدالت ته حاضر شول.

عدالت د نيب د وکیل نه څو پوښتنې وکړې چې دهغې په هکله د نيب وکیل سردار مظفر عباسي خپل دلایل عدالت ته ورکړل ولي هغه عدالت ډاډ ورنه کړی شو۔

اسلام اباد هایکورټ ويلي دي چې د نواز شريف او مريم نواز ترمينځ د آمدن نه زياتو اثاثو جوړولو کې څه تړاؤ ثابت نه شو.

وروسته عدالت په دې اړه خپله پرېکړه خوندي کړه خو څو شېبې وروسته دغه خوندي پرېکړه جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کياني واوروله.

په خپله فيصله کښې عدالت د ايون فیلډ ريفرنس کې څلور کاله وروسته د مريم نواز او کيپټن صفدر اپیلونه منظور کړل او د هغوي د بريت حکم یې ورکړو.

عدالت مریم نواز اؤ کیپټن صفدر ته په دغه مقدمه کې اورول شوې د اووه کالو دبند سزا کالعدم ګرځولې ده. دا د هغوي نااهلي یې هم ختمه کړې ده.

دعدالت لخوا له پرېکړې اورول کیدو وروسته دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز رسنیو سره خبرو کې داسلام اباد هایکورټ پرېکړه دحق اؤ صداقت بری بللی دی اؤ ویلي ویلي یې دي چې دې پرېکړې دنیا ته وښودله چې نوازشریف په حقه ؤ اؤ هغه سره زیاتې شوی دی.

هغې دپخواني وزیراعظم عمران خان په مخاطب کولو ویلي دي "عمران خانه الله تعالی ته دروغژن ثابت کړې اؤ ته ناکام شوې"

خو دحکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف نومیالي مشر شهباز ګل بیا په عدالتي پرېکړه نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې ددې پرېکړې سره پاکستان دیرش کاله پشا تللی دی.

په ټویټر "شهباز ګل لیکلي چې مریم بري شوه اؤ ټولې غلاګانې یې حلالې شوې ، ډار صیب به هم زر بري شي اؤ داسې ښکاري چې نوازشریف صیب به هم زر وبخښل شي"

تر دې وړاندې د اسلام اباد احتساب عدالت په ايون فيلډ قضیه کې له څو اورېدنو وروسته په کال ۲۰۱۸م کې پخواني وزيراعظم نوازشريف ته د ۱۱ کالو د بند سزا اورولې وه او په هغه يې د اتوؤ ميليونو برتانوي پاونډونه جرمانه هم اېښې وه.

په دغه ريفرنس کې عدالت مريم نواز ته د ٨ کالو دبند سزا اورولې او د دوه ميليونه برتانوي پاونډونو جرمانه یې پرې هم لګولې وه.

همدغه راز کېپټن (ر) صفدر ته د دوه کاله بند سزا اورول شوې وه خو عدالت د مريم نواز او کيپټن (ر) صفدر دوسيه د نواز شريف له مقدمې څخه جلا کړه.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG