لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت دسپکاوي په مقدمه کې عمران خان ته د جواب لپاره یوه اوونۍ مهلت ورکړل شو



دچهارشنبې په ورځ دتحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان پر ضد د عدالت د سپکاوي دقضیې اوریدنه د اسلام آباد هايکورټ د چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې پنځه کسيزه لوېې بینچ کړې ده
دچهارشنبې په ورځ دتحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان پر ضد د عدالت د سپکاوي دقضیې اوریدنه د اسلام آباد هايکورټ د چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې پنځه کسيزه لوېې بینچ کړې ده

اسلام اباد هایکورت د عدالت د سپکاوي په مقدمه کې د تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ته د یو بل لیکلي ځواب ورکولو د پاره د اووه ورځو مهلت ورکړدی.

خو په مرکز کې د واکمن پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز اؤ بیلابیلو سیاسي مشرانو دعدالت په دې پرېکړه نیوکې کړي اؤ دا یې دانصاف نه لرې ګرځولې ده.

دچهارشنبې په ورځ دتحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان پر ضد د عدالت د سپکاوي دقضیې اوریدنه د اسلام آباد هايکورټ د چيف جسټس اطهر من الله په مشرۍ کښې پنځه کسيزه لوېې بینچ کړې ده.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضې اطهر من الله د مقدمې اوریدنې په مهال د عمران خان وکیل حامد خان ته وویل هیله یې لرله چې احساس به شوی وي چې تېروتنه شوې ده خو داسې ښکارې چې عمران خان په دې نه دی پوهه چې څه شوي دي؟

عمران خان د روانې میاشتې په ۲۰مه نیته اسلام اباد کې د يوې جلسې په مهال ايډيشنل سيشن ججې زيبا چوهدري او د اسلام اباد د پوليسو ایي جي او ډي ایي جي ته ګواښونه کړي وؤ چې په ضد به ګامونه اخلي .


وروسته اسلام اباد هایکورټ ښځینه ججې ته دعمران خان لخوا په شوؤ ګواښونو له خپله انده نوټس اخستی ؤ اؤ دهغه پرضد یې دعدالت دسپکاوي مقدمې لپاره پینځه کسیزه لارجر پینچ جوړ کړی ؤ.

په دغه بینچ کې دمقدمې اوریدنې په مهال داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ویلي دا معامله د ماتحت عدالت د ازادۍ او پر دې د ولس د باور ده خو په دې کې د راېې ازادي هم شامله ده-

ستر قاضې زیاته کړه د عمران خان په څېر سیاست مدار چې په لوېې شمیر پلویان لري، باید هره خبره په فکر سره کوي.

هغه ویلي څنګه چې تیر وخت نه شي راګرځول کیدای نو دغه شان د خولې څخه وتلي ټکي هم نه شي واپس کیدای.

په دې موقعه قاضي میا ګل حسن وویل د عدالت کارروایي نن ختمیدای شوه خو ددې(دعمران خان لخوا د داخل شوي) ځواب سره داسې ونه شوه.

عمران خان تيره ورځ عدالتي نوټس ته خپل جواب جمع کړی ؤ چي پکې دعدالت پر بینچ اعتراض شوی و او دا هم ویل شوي وؤ که عدالت د هغه وينا نامناسبه ګڼي نو هغه تیار دی چې خپله خبره بېرته واخلي.

خو عمران خان پخپل دغه بیان کې بخښنه نه وه غوښتې.

قانون پوهه قاضي انور ایډوګیټ وي او ای ډیوه ته وایي دا د عدالت د سپکاوي مقدمه ده،دې کې که چرې معافي وغوښتل شې نو مقدمه ختمیدای شي.

هغه زیاتوي دعدالت لخوا عمران خان ته دخپل ځواب دبیا دایرولو امر د عدالت له اړخه عمران خان ته یوه اشاره ده چې هغه باید بخښنه وغواړي او که چرې داسې ونه شوه نو سخته پریکړه مخې ته راتلی شي.

عدالتي پرېکړې ته خپل غبرګون کې د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشر په ټویټر لیکلي

"عمران خان ته په د ورکړل شوي ډهیل اؤ اسانیو نه که نور څه ثابتیږي اؤ که نا خو دنوارشریف اؤ مسلم لیګ ن سره شوې بې انصافۍ اؤ زیاتۍ یو وارې بیا دټول قام مخې ته راغلې دي"

هغې په عدالتي پرېکړه نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې "دانصاف تله نیغه نه شوه"

د دې څخه وړاندې د مسلم لیګ نواز ډلې وتلي مشر اؤ مرکزي وزیر خواجه سعد رفیق مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي وؤ چاته دعدالت د سپکاوي اجازه نه شي ورکول کیدای-

د پاکستان مسلم ليګ ډلې یوبل مشر او وفاقي وزیر احسن اقبال عدالت ته د پخواني وزيراعظم عمران خان تر حاضرېدو وړاندې په خپل ټويټ کې پوښتنه رابرڅیره کړې، چې آيا د عمران خان لپاره به د عدالت د سپکاوي هغه اندازه وي لکه څنګه چې د مسلم ليګ نواز ډلې د یو شمیر مشرانو لپاره وه؟

بل پلو ته د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري په یوه مرکه کې ویلي دعمران خان د نا اهله ګرځولو مطلب به هیواد کې اړی ګړی رامنځته کول وي.

د عدالت د سپکاوې په یوه مقدمه کې ددې څخه وړاندې پخوانی وزیراعظم يوسف رضا ګيلاني کال ۲۰۱۲م کې سویس حکومت ته د خط نه ليکلو په تور مجرم ګرځول شوی ؤ-

عدالت هغه د پنځوؤ کلونو لپاره د هر ډول سرکاري چوکۍ ساتلو لپاره نااهله ګرځولی ؤ.

د مسلم ليګ نواز ډلې مشران طلال چوهدري، دانیال عزیز او نهال هاشمي هم کال ۲۰۱۸ کې په بیلا بیلو بیانونو د پارليمان دغړيتوب په مهال دعدالت دسپکاوي په مقدمو کښې نیول شوي وو، که څه هم دوئ دعدالت نه غير مشروط معافي غوښتې وه خو عدالت هغوي نه وؤ معاف کړي.

بل پلو ته دعمران خان په ضد د زیارت/ پنجشنه، په ورځ د ترهګرۍ د مقدمې اوریدنه هم کیدونکې ده چې د ختمولو د پاره یې عمران خان اسلام اباد هایکورټ کې درخواست جمع کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG