لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ د ايون فيلډ او العزيزيه په ريفرنسنو کې د سزا خلاف د نوازشریف خواستونه بحال کړل


نوازشریف
نوازشریف

اسلام اباد هايي کوړټ د پاکستان مسلم ليګ (ن) پارټۍ مشر او پخواني وزير اعظم نوار شريف ته په ايون فيلډ او العزيزيه ريفرنسز کي د احتساب عدالت لخوا اوراولې شوې سزا پر ضد خواستونه بحال کړل او نوازشریف ته يي ضمانت ورکړو.

د زيارت،پنجشنبې، په ورځ نيب په عدالت کي دا دریځ خپل کړو چې چيرمين نيب او پراسيکيوټر جنرل د نواز شريف د خواستونو په بحالېدو هيڅ اعتراض نه لري ځکه چې کله يو اشتهاري ملزم ځان عدالت ته وړاندې کړي نو هغه سره بیا د قانون مطابق چلند پکار دی.

پراسيکيوټر جنرل نيب وينا وه چې د دواړو خواستونو حقایق او قانون یې لوستي دي، ايون فيلډ ريفرنس د سپر يم کورټ د امر په رڼا کي داخل کړې شوې وو ، د سپريم کورټ په امر جی اي ټى يا د پلټنو ګډه ډله هم جوړه شوې وه او د نيب چيرمېن په منظورۍ سره ريفرنس داخل کړی شوي وو، احتساب عدالت په دې مقدمو خپله پريکړه اورولې وه او د هغه پر ضد خواستونه داخل کړی شوي وو۔

پراسکيوټر جنرل نېب عدالت ته وويل چې دا تاثر خپور کړی شوی چې لکه د نيب لاس په سر شوې دې، خو زياته يي کړه چې داسې نده۔ د پراسکيوټر دا مسوليت دې چې اعله کچي استغاثه مخ په وراندې بوزي۔

په ۲۰۱۸ کې د احتساب عدالت پخواني وزير اعظم نواز شريف ته د العزيزيه سټيل ملزاو ايون فيلډ جايدادونو په قضيو کې په پرله پسې د اووه او لس کالو قېد سزاګانې اورولې وې او نوموړې چې کله د عدالت په اجازه د علاج لپاره لندن ته تللو نو د سزا لاندېو۔

د پاکستان سياستمداران او تر دې چې اعلا عدالتونو هم وار په وار د احتساب قامي ادارې يا نېب په کارکردګۍ او انتقامي چلند نيوکې کړي او نن هم لدې قضيي د اوورونې پر مهال د عدالت نه باهر دا بحث تود و چې نېب د پخوا پرتله د نواز شريف سره رويه بدله بدله وه ۔

د پخواني وزير اعظم نواز شريف د اپيلونو د بحالې ورستو قانون پوه دانيال چوهدري وي او اې ډيوه خبريال الياس خان سره د نېب په کردار د خبرو پرمهال وويل، "نېب نن ډېر په ښکاره ټکو کې خپله راې عدالت ته ورکړه او وویل چې پدې قضيو کې د پخواني وزیر اعظم نواز شریف د نيولو ضرورت نشته. ضرورت يې ځکه نشته چې نواز شریف سره مخکې چې څه هم شوي دي، هغه سياسي انجنيرنګ ؤو. د نېب نوي چارواکي ګڼي چې نواز شریف سره وړاندې چې څه شوي وو، هغه سم نه وو او هغه ټولې قضې چې د سياسي انتقام لپاره جوړې شوې وې، هغه به ردوي. اوس به د جوړ جاړي او مفاهمت سياست کېږي."

له دي وړاندې د مسلم ليګ ن يو مشر او پخواني وزير خواجه اصف د عدالت نه بهر خبريالانو
ته وويل که پارټي یې بیا په اقتدار راغلله نو ګوري به چې د احتساب په قانون کي نور څه بدلون وکړي او که دا اداره بېخي ختمه کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG