لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د اېکس رسنۍ د بنديز په سر پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتارټۍ ته نوټس ورکړی


اسلام اباد هايکورټ په ملک کې د ټولنيزې رسنۍ (اېکس، پخواني ټویټر) د بنديز پرضد خواست باندې اورېدنه کړې، او د پاکستان د مواصلاتو مرکزي ادارې ټيلي کميونيکېشن ‏اتارټۍ (پي ټي اې) ته یې په دغه حواله نوټس ورکړی دی.‏

د اسلام اباد هايکورټ چیف جسټس عامر فاروق نن د نهې- سه شنبې په ورځ د اېکس د بنديز پرضد خواست باندې اورېدنه کړې ده.‏

د رپورټونو ترمخه چيف جسټس عامر فاروق په په اورېدنه کې پوښتنه کړې، ايا اېکس بند دی؟ د اېکس د بنديز پرضد د خواست کوونکي وکيل ويلي، ‏اېکس د ‏‎17‎مې فرورۍ څخه بند دی.‏

چیف جسټس بيا پوښتنه کړې دغه معامله په سيند هايکورټ کې وه د هغې څه وشو؟ خو وکيل بيا وویل نن هلته هم اورېدنه کېده. ‏

وروسته هايکورټ د راتلونکې اوونۍ دپاره نوټس جاري کړی او قضيه یې ځنډولې ده.‏

دوه ورځې وړاندې د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د جماعت اسلامي ګوند سېنېټر مشتاق احمد خان په (اېکس/پخواني ټویټر) د بنديز لرې کولو دپاره ‏قرارداد جمع کړی وو.‏

په قرارداد کې ویل شوي،"دا د انتهايي اندېښنې خبره ده چې مرکزي حکومت وخت په وخت داسې اقدامات کوي د کوم له امله چې په ګرده نړۍ کې ‏پاکستان پورې خندنی کيږي".‏

ويل شوي، "په وروستيو کې په اتمه فرورۍ د عامو انتخاباتو په ورځ موبايل سروس او انټرنېټ بند کړل شوی او دغه کار انتخابي عمل مشکوک کړی او د ‏تېرو دوه اوونيو څخه اېکس (پخوانی ټویټر) په غېر اعلاني توګه بند دی، او دا کار د د پاکستان د ايين د ‏‎18‎م او ‏‎19‎مې مادې ښکاره سرغړونه ده".‏

په قرارداد کې ویل شوي، د اظهار رای په ازادۍ بنديز لګول شوی او د ډيجيټل حقونو سرغړونه کيږي، د خلکو په ژوند او کاروبارونو ترې بدې اغېزې ‏کيږي، تعليمي، ابلاغي او معلوماتي معاملات ترې بد اثرات پرېووځي.‏

پاکستان کې په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، په ملک کې دننه بېلا بيل سياسي ګوندونه په انتخاباتو کې د درغليو تورونه لګوي او احتجاجونه ‏کوي او په نړيواله کچه امریکا، برتانيې او يورپي يونين د پاکستان په انتخاباتو کې د ګډوډۍ، د درغليو په تورونو او انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ په بنديز ‏اندېښنه څرګنده کړې او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.‏

خو د پاکستان نګران حکومت او الېکشن کمېشن د درغليو تورونه رد کړي او د انتخاباتو په ورځ د انټرنېټ د بنديز په اړه یې ويلي وو، د ناامنۍ د خطرو ‏له امله انټرنېټ بند کړی شوی وو.‏

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق په ‏‎12‎مه فرورۍ يوه خبري غونډه کې ویلي وو، پاکستان کې منصفانه انتخابات شوي، ټولو سياسي ګوندونو پکې ‏يو شان برخه اخستې، د نتيجو د وروسته والي مطلب درغلي نه ده، پاکستان ته د ترهګرۍ خطرې ورپېښې دي، موبايل فون د ولس د خونديتوب دپاره بند ‏کړل شوی وو.‏

برتانيه کې جوړه اداره (نېټ بلاکس) چې په نړیواله کچه سايبر سيکیورټي ګوري، په ‏‎28‎مه فرورۍ يې ويلي وو، پاکستان کې د لسو ورځو راهسې ‏اېکس/ټویټر د بنديزونو ‏سره مخ دی.‏

په لتوانيا کې د انټرنېټ د بنديزونو لګېدو د څار ادارې ويلي وو، پاکستان کې د روان کال (‏‎2024‎‏) د پيل راهسې د انټرنېټ پينځه سروسز د خنډانو سره مخ ‏دي ‏او ‏‎128‎‏ميلينه کاروونکي ترې اغېزمن دي.‏

ادارې ويلي ويلي وو، درې بنديزونه تېره میاشت د انتخاباتو سره مخې ته راغلي او دوه د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او ‏پخواني ‏وزيراعظم عمران خان چې په جېل کې دی، د هغه د ګوند د انلاين جلسو په وخت لګېدلي وو.‏

پاکستان کې د انټرنېټ اکثره کارونکي ټولنيزو رسنيو ته د (وي پي اېن) د لارې رسايي کوي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG