لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ د يو بې درکه تن په قضيه کې د دوه پوځي جرنېلانو څخه د پلټنو  حکم کړی


د اسلام اباد هايکوټ جسټس محسن اختر کياني پوښتنې ته په ځواب کې په عدالت کې موجود حکومتي څارنوال ويلي دواړه پوځي جرنيلان اوس ريټاير شوي دي او د دوي نه د پلټنو لپاره د جي ايچ کيو نه د اجازت ضرورت نيشته
د اسلام اباد هايکوټ جسټس محسن اختر کياني پوښتنې ته په ځواب کې په عدالت کې موجود حکومتي څارنوال ويلي دواړه پوځي جرنيلان اوس ريټاير شوي دي او د دوي نه د پلټنو لپاره د جي ايچ کيو نه د اجازت ضرورت نيشته

اسلام اباد هايکوټ د پايه تخت اسلام اباد څخه بې درکه پاکستاني نژاد جرمن وګړي د لټون په خواست اورېدنه کړې او د يادې قضيې په تفتيش کې نومول شوي د پوځ دوه جرنيلانو څخه د پلټنو حکم يې کړى دى.

د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن تر مخه تير کال 2022 کې پاکستان کې 860 نور تنان بې درکه شوي دي چې ورسره د لا درکه خلکو شمېرې 9133 ته رسېدلي دي.

د مطبوعاتي رپوټونو ترمخه په کال 2021 کې د اسلام اباد نه بې درکه پاکستاني نژاد جرمن وګړي عبد الرحمن د لټون لپاره د خواست اورېدنې په وخت د خواست کوونکي وکيل ويلي نړيوالې ادارې انټر پول هم د قضيي پلټنې پېل کړي دي.

د عدالت په وړاندې د پوليس پلټنو کې د پاکستان د پوځ دوه جرنيلانو او يو مالياتي مشاور کردار معامله هم راوچته شوې او د خواست کوونکي وکيل وويل د پلټنو ترمخه عبدالرحمن پوځي جرنيلانو سره نزدې اړيکې وي او هغه د دوي سره کاروبار کې د کروړونو روپو سرمايه کاري هم کړې وه.

د بې درکه تن عبد الرحمن وکيل دريځ خپل کړى که د هغه موکل د کومې رياستي ادارې په ولقه کې وي نو بايد چې هغه عدالت ته وړاندې کړى شي. هغه زياته کړې د عبد الرحمن لټون د رياستي ادارو ذمه واري ده.

پوليسو په پلټنو کې د عبدالرحمن په اړه د پوځي جرنيلانو سره نزدې اړيکو د تاييد باوجود پوليس يا نورو تفتيشي ادارو د پوځي جرنيلانو نه په خپل سر پلټنې ولې نه کولې؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې د بې درکه تنانو د حقونو مبارز د سپريم کوټ بار پخوانى صدر لطيف افريدى دا کار د پوليس او تفتيشي ادارو ناکامي بولي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل که چري پوځ د پوليس پلټنو کې خنډان اچولي وو نو بيا مونږ پوځ ته ګوته نيولی شوه خو ښکاري داسې دې قضيه کې پوليس پوځي جرنيلانو څخه پلټنو لپاره هډو هڅې هم نه دي کړي.

د اسلام اباد هايکوټ جسټس محسن اختر کياني پوښتنې ته په ځواب کې په عدالت کې موجود حکومتي څارنوال ويلي دواړه پوځي جرنيلان اوس ريټاير شوي دي او د دوي نه د پلټنو لپاره د جي ايچ کيو نه د اجازت ضرورت نيشته.

د بشري حقونو تنظيمونه بلوڅ او پښتون ملت پاله ګوندونه د خلکو جبري درکو د پيښو په سر پوځي استخباراتي ادارو پله ګوتې اوچتوي خو د پاکستان پوځ څو وارې دا تورونه رد کړي دي.

پاکستان کې د لا درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن تير کال 2022 کې د نورو 833 تنانو د بې درکه کېدو ويلي دي چې ورسره د لادرکه تنانو شمېرې 9133 ته رسېدلي دي.

حکومتي کمېشن وخت په وخت د لادرکه تنانو د لټون دعوې کوي خو دا نه ښايي دغه تنان د چا په ولقه کې وو او د دوي خلاف کمېشن څه کاروايي کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG