لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلام اباد عدالت دا خواست رد کړی چې د عمران خان د نااهلۍ فېصله دې مسترد کړی شي


جسټس اطهر من الله ويلي، عمران خان بيا انتخابات کولی شي په هغه د الېکشن کمېشن کومه پابندي نشته او د کوم قانون لاندې چې هغه نااهله کړی شوی دی هغه یواځې د اوسني غړيتوب تر حده دی
جسټس اطهر من الله ويلي، عمران خان بيا انتخابات کولی شي په هغه د الېکشن کمېشن کومه پابندي نشته او د کوم قانون لاندې چې هغه نااهله کړی شوی دی هغه یواځې د اوسني غړيتوب تر حده دی

اسلام اباد هايکورټ هغه خواست رد کړی چې پکې ويل شوي وو د عمران خان د نااهلۍ فېصله دې هم نن معطل کړی شي. د اسلام اباد هايکورټ چيف جسټس اطهر من الله نن د ګل/ دوشنبې په ورځ په دغه خواست اورېدنه کړې ده.

د پاکستان الېکشن کمېشن د جمعې په ورځ [21 اکتوبر] د وزیراعظم عمران خان پرضد د توشه خانې مقدمې فېصله اورولې او عمران خان يې نااهله کړی وو.

الېکشن کمېشن په دغه مقدمه يا رېفرنس کې فېصله په 19 ستمبر محفوظه کړې وه.

د عمران خان ضد دا مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس حکومتي اتحاد جمع کړی وو.

په عمران خان تور لګول شوی وو د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخستي يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه ښکاره کړي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د عمران خان وکيل علي ظفر د مقدمې په اورونه کې هايکورټ ته وویل چې الېکشن کمېشن عمران خان نااهله کړی د هغې فېصلې سرکاري يا مصدقه کاپي ورته تراوسه نه ده ترلاسه شوې.

د ځايي ميډیا ترمخه جسټس اطهر من الله ويلي چې د عمران خان نااهلي يواځې د اوسنۍ اسمبلۍ د غړيتوب څخه ده او د هغه وکیل علي ظفر وویل ولس ته دا نه ده معلومه انتخابات را روان دي او عمران خان به پکې برخه اخلي.

جسټس اطهر من الله ويلي، عمران خان بيا انتخابات کولی شي په هغه د الېکشن کمېشن کومه پابندي نشته او د کوم قانون لاندې چې هغه نااهله کړی شوی دی هغه یواځې د اوسني غړيتوب تر حده دی.

د عمران خان وکيل عدالت ته دا هم ویلي چې الېکشن کمېش فېصله هم بدلولی شي، او عدالت ويلي الېکشن کمېشن اييني اداره څنګه به فېصله بدلوي.

عدالت ويلي دغه ارډر کاپي چې عدالت ته وړاندې کړی شوې عدالت پرې حکم نه شي جاري کولی او اورېدنه بيا د درې ورځو دپاره ځندول شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG