لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې زېږیدلو افغانانو ته دپاکستان شناختي کارډونه اؤ پاسپورټونه ورکول کیږي؟


دبشري حقونو فعال او د افغان کډوالو دقانوني مرستو لپاره دجوړې غير دولتي ادارې مشر لياقت بنوري ايډوکيټ وايي که چرې اسلام اباد هايکورټ د شهریت په ملکي قانون کال ١٩٥١ د عمل حکم جاري کړو نو پاکستان کې زيږيدلي تر ٨ لکو افغانانو ته پاکستاني شهريت ترلاسه کيدای شي
دبشري حقونو فعال او د افغان کډوالو دقانوني مرستو لپاره دجوړې غير دولتي ادارې مشر لياقت بنوري ايډوکيټ وايي که چرې اسلام اباد هايکورټ د شهریت په ملکي قانون کال ١٩٥١ د عمل حکم جاري کړو نو پاکستان کې زيږيدلي تر ٨ لکو افغانانو ته پاکستاني شهريت ترلاسه کيدای شي

د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي یا چیف جسټس اطهر من الله ويلي امريکې او د نړۍ په نورو هيوادونو کې زيږيدونکو ماشومانو ته دهغې هيواد شهريت تر لاسه شي خو پاکستان کې په دې اړه د قانون باجود دشهرت په قانون عمل نه کيږي.

دا خبرې چيف جسټس اطهر من الله پاکستان کې دزيږيدلي یو تن افغان وګړي فضل حق چې اوس ٢٤ کلن دی، د خواست اوريدنى په وخت کړې دي.

فضل الحق پخپل دغه خواست کې دهایکورټ نه غوښتنه کړې ده هغه پاکستان کې زیږیدلی دی نو ځکه ورته دې دپاکستاني شناختي کارډ اؤ پاسپورټ جاري کولو امر وکړل شي.

په دې موقعه د خواست کوونکي وکيل اعجار ګيلاني عدالت ته ويلي دهغه موکل بغير د کوم شهريت نه ژوند تيروي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې اعجاز ګيلاني وويل د شهريت سره تړلي د ملکي قانون کال ٢٩٥١ د لاندې پاکستان کې زيږيدلى هر يو تن د پاکستاني شهريت حقداره دى خو د اعجاز ګيلاني په وينا د پاکستان حکومت په دې اړه د افغانانو سره د نسل په اساس توپيري چلند کوي.

دعدالتي کاروايي په موقعه مشر قاضي اطهر من الله وويل د زیږون دسند یا پيدايش د سرټيفيکيټ په اساس شهريت ورکول کيدای شي.

په دې موقعه عدالت کې موجود د کورنيو چارو د وزارت د وکيل وينا وه دوي به لومړی د افغان وګړي فضل حق د پيدايش دسرټيفيکيټ جاج اخلي او بيا به عدالت ته رپورټ ورکوي.

دبشري حقونو فعال او د افغان کډوالو دقانوني مرستو لپاره دجوړې غير دولتي ادارې مشر لياقت بنوري ايډوکيټ وايي که چرې اسلام اباد هايکورټ د شهریت په ملکي قانون کال ١٩٥١ د عمل حکم جاري کړو نو پاکستان کې زيږيدلي تر ٨ لکو افغانانو ته پاکستاني شهريت ترلاسه کيدای شي.

خو ورسره هغه دا هم په ګوته کوي چې دا دومره ساده معامله نه ده او ددې په لاره کې ډير سياسي او قانوني خنډان شته.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې لياقت بنوري دا دريځ هم خپل کړى چي د پاکستان حکومت اختيار لري د شهريت قانون دلاندې افغان يا دبل کوم قوم وګړي د شهريت نه محرومه وساتي.

پاکستان کې دا وخت د رجسټرډ يا ثبت شوو افغان کډال شميره ١٥ لکو پورې ده او ويل کيږي ددې نه هم په زياته شميره افغانان پاکستان کې په غير قانوني توګه ميشت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG