لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس د لاسه په اټلي څه تیریږي؟ 


د چین وروسته اروپا دا مهال د کرونا وایرس (کوډ۱۹) مرکز ګرځیدلی او د یو شمیر نورو اورپايي هوادونو تر څنګ اټلي‌ کې دغه وایرس ډیر په تندۍ سره په خوریدو دی.‌ دا وخت د کرونا وایرس دلاسه زیات مرګونه په اټلي‌ کې شوي‌.

تیره ورځ‌ په اټلي کې د کرونا وایرس د لاسه د ۸۰۰ تنانو د مرګ وروسته وزیراعظم جوزپي کونتی ویلي‌٫٫ د جنګونو وروسته دا په مونږ تر ټولو سخت وخت راغلی.٬٬

پدغه هیواد کې د مړو شمیره ۴۸۲۵ ته رسیدلی او‌ یواځې تیره ورځ (خالي/ شنبې) ۸۰۰ کسان مړه شوي‌. پدغه هیواد کې په بهر تګ راتګ مکمل بندیز لګول شوی او په ټول هیواد کې کاروربارونه تړل شوي.‌که څه هم چین،‌ چرته نه چې دا وایرس په ګرده نړۍ کې خور شوی، دغلته د کرونا نوې پېښې په کمیدو دي.‌

په امریکا کې د کرونا وایرس په اړه معلوماتو راټولولو مرکز جان هاپکنیز ترمخه په اټالیه ۵۳،۵۷۸ تنانو کې د کرونا وایرس پخلی شوی.‌ په دغه هیواد کې د کرونا وایرس د لاسه دمرګونو شمیره د چین نه هم زیاته شوې ده.

د اروپايي ټولنې کمېشن اټلي‌ ته بیا باور ورکړی چې په اټلي ورپورې قرضې یا پور به د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د نورو مالي‌ مرستو ترلاسه کولو وه نه نیسي.‌ د کمیشن مشر د اټلي‌ یو اخبار سره په مرکه کې زیاته کړې ٫٫ مونږ ټول په دې پوهیږو چې یو غړی هیواد هم د کرونا خطر سره یواځې مقابله نه شي‌ کولی.‌ وایرس هیڅ پولې نه لري او اورپايي‌ ټولنه هغه مهال زیاته قوي‌ کیږي‌ کله چې د یو بل سره ودریږو.٬٬

په ورته وخت کې سپین / هسپانیه په داسې وخت کې د کرونا وایرس د مخنیوي تیارۍ کوي‌ چې په دغه هیواد کې د کرونا د بدو نتیجو اندېښنې پیداشوي.

د خالي یا شنبې په ورځ د سپېن حکومت خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی ٫٫ تر ټولو بد وخت لا راروان دی.٬٬

په سپېن کې چارواکو خبرداری ورکړی چې د کرونا وبا خوریدو وروسته د دغه هیواد د صحت / روغتیا نظام رالاندې/ خراب کړي.‌

په سپېن کې یوه اونۍ وړاندې چارواکود ۱۵ ورځو لپاره بیړنی حالت اعلان کړی او یواځې د ضروری سامانونو لپاره بهر تګ ته اجازه ورکړل کیږي. د جان هاپکنز سنټر تر مخه تر اوسه سپېن کې په ۲۵۴۹۶ تنانو کې د کرونا ناروغۍ پخلی شوی.‌

د سپېن وروسته جرمني د کرونا د خطر سره مخ بل هیواد دی چرې چې تر ننه ۲۲۰۰۰ کسانو کې د وایرس پخلی شوی. د جرمني‌ په هسپتالونو کې د بیړني کټونو شمیرې زیاتولو کوښښونه روان دي چرته چې دا مهال ۲۸۰۰۰ کټونه دي.

د دغې مقصد لپاره په جرمني‌ کې په هوټلو کې عارضي هسپتالونه، د درملنې مرکزونه ( ریهیبیلټیشن سنټرز) او نور د مرستو مرکزونه جوړوي.

برتانیې هم د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره په ګرد هیواد کې هوټلې، بارونه یا مې خانې او نور کاروبارونه تړلي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG