لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سایفر قضیه کې دې پخوانی پوځي مشر او امریکايي ډپلومېت حاضر شي-عمران خان


د سپريم کورټ وکيل شير امان خان وينا وه چې د پاکستان فوجدارۍ قانون سى ار پى سى د لاندي صدر او ګورنرانو ته استثنا حاصله ده او د جنيوا قانون لا مخې سفارتکارو ته دي حوالې سره استثنا ترلاسه ده او عدالت دوى نشي راغوښتلې
د سپريم کورټ وکيل شير امان خان وينا وه چې د پاکستان فوجدارۍ قانون سى ار پى سى د لاندي صدر او ګورنرانو ته استثنا حاصله ده او د جنيوا قانون لا مخې سفارتکارو ته دي حوالې سره استثنا ترلاسه ده او عدالت دوى نشي راغوښتلې

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخوانى وزير اعظم عمران خان غوښتنه کړې چې د سایفر يا سفارتي مراسلې قضیه کې دې پخوانی پوځي مشر جنرال قمر جاويد باحوه او امریکايي ډپلومېت حاضر شي.

د ګل په ورځ د ساىفر قضيې اوراونه ددځانګري عدالت جج ابو الحسنات ذوالقرنين په اډياله بنديخانه کي وکړه. عدالت د عمران خان او پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشى پر ضد په دولسم دسمبر د فرد جرم لګولو پرکړه وکړه.

قانون پوهان وايي چې يو ملزم ته دحق ترلاسه وى چې ګواه عدالت ته راوغواړي البته د جنيوا کنونشن د لاندي سفاتکارو ته په دې لړ کي استثنا حاصله وي.

د وي او ای ډيوه سره خبرو کي قانون پوهه او د نيب پخواني پراسييکيوټر ذوالفقار بهټه وويل که یو ملزم دا ووايي چې ففلانکې تن دي د شهادت لپاره عدالت ته راغوښتل شي نو عدالت د پاکستان د فوجدارى قانون سى ار پى سى 340 مادې د لاندي هغوى راغوښتلې شى، او که عدالت د شهادتيان نه راغواړي نو دي سره به استغاثه(حکومتى دريځ) کمزورې شي.

هغه وویل د جنيوا کنونشن د لاندي ډپلوماټانو ته استثنا حاصله وي او عدالت دوى نشي راغوښتلې.

د سپريم کورټ وکيل شير امان خان وينا وه چې د پاکستان فوجدارۍ قانون سى ار پى سى د لاندي صدر او ګورنرانو ته استثنا حاصله ده او د جنيوا قانون لا مخې سفارتکارو ته دي حوالې سره استثنا ترلاسه ده او عدالت دوى نشي راغوښتلې.

عمران خان او پخوانی خارجه وزیر شاه محمود قریشي چې د سایفر په قضيه کي په زندان کې دي.

په لومړي ځل د اکتوبر په ۲۳مه په دې قضیه کې تورن شوي وو. خو وروسته د عمران خان په يو خواست د اسلام آباد های کورټ ډویژن بنچ د جیل مقدمې لپاره د حکومت نوټیفیکیشن "غلط" وباله او ټوله پروسه یې لغوه کړه. کومه چې اوس دوباره د اعله عدليې په امر په کولاٶ عدالت کي پيل شوه٠

نن د اورونې په مهال عمران خان په عدالت کي دننه خبريالانو ته غير رسمي خبرو کي د خپل خوشي کيدلو په اړه د څه رقم خبرو اترو ترديد وکړ او ويې وېل نه خو ده سره څوک په بنديخانه کې چا ليدلي او نه يې د چار سره خبرې شوي دي.

د اوراونې په مهال په بنديخانه کي موجود د خبريالانو په وينا عمران خان بالکل چست چابک لګيدو او هم هغه شان ښکاره شو څنګه چې څلور مياشتې وړاندې په پنځم اګست د ګرفتارۍ په وخت لګيدو.

د خبریالانو په وېنا عمران خان پخپل دريځ ولاړ ٶ او يو ځل يې بيا د ټول حالات د لندن د پلان برځه وبلله او ويې وېل چې د لندن پلان مقصد د نواز شريف راوستل او د ده حکومت ړنګول او تحريک انصاف ختمول وو.

عمران خان زياته کړه چې راتلونکې ټاکنې به هم پاکستان تحريک انصاف ګټي او په دي وجه ده سره ويره ده چې حکومت به دا انتخابات و نه کړي.

د بند په حوالې سره د عمران خان وينا وه چې ده لپاره دا هيڅ ستونزه نه ده، "زه دي هر څه ته په ذهني توګه تيار يم او ما خپلو پلويانو ته ويلى چې ستاسو کپتان به پشا نشي."

د اوراونې په وخت ګڼ شمير کي ملکي او غير ملکي خبريالان د اډيالې بنديخانې نه باهر موحود ٶ خو چارواکو صرف شپږ خبريالانو ته د دننه تګ اجازه ورکړه .

د يونيم ساعت اوراونې وروسته دغه شپږ خبريالانو او د عمران خان وکيلانو د اوراونې احوال نورو خبريالانو ته تير کړل.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG