لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوانی وزیراعظم عمران خان چيف جسټس ته وايي "په قېد تنهايي کې يم"


عمران خان وویل "په قېد تنهايي کې يم."
عمران خان وویل "په قېد تنهايي کې يم."

د پاکستان په سپريم کورټ کې د احتساب په قومي اداره نېشنل اکاونټي بيلېټي بیورو کې د اصلاحاتو د مقدمې په اورېدنه کې پخواني وزيراعظم عمران خان د عدالت مشر چيف جسټس قاضي فايز ‏عيسا ته ویلي په اډياله زندان کې په تنهايي کې قېد دی او د جېل هر څه يو کرنل "صاحب" کنټرولوي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه، عمران چیف جسټس ته وویل د مقدمې د تيارۍ دپاره ورته قانون پوه سره د صلاح مشورې ضرورت دی خو هغه ته د وکيلانو سره د ملاقات اجازت نه ورکول کېږي.

سپريم کورټ په نېب د بدلونونو مقدمه کې په خواستونو تېره اورېدنه کې عمران خان د جېل څخه د ويډيو لنک د لارې شريک کړل ‏شوی، او د هغې نه وړاندې اورېدنه د سپريم کورټ په يوټيوب چېنل په ژوندۍ بڼه خپره شوې، خو تېره او نن په ‏‎30‎مه مې اورېدنه نېغه په نېغه ده نشر شوې.‏

د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د پينځه ججانو جسټس امين الدين خان، جسټس جمال مندوخېل، جسټۍ اطهر من الله او ‏جسټس اظهر رضوي ډله د يادې قضيې اورېدنه کوي.‏

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اورېدنه کې هم عمران خان د ويډيو لنک د لارې د اډياله جېل څخه پېش شوی و.‏

د وي او اې اردو د خبر ترمخه، د اورېدنې په لومړو دوو ساعتونو کې عمران خان ته د خبرو موقعه نه وه ورکړل شوې، عمران خان ليدل کېدو چې تسبېح یې ‏په لاس کې وې او کله کله به یې ځينې فايلونه کتل او ليکل به یې هم کول.‏

وروسته چیف جسټس د عمران خان نه پوښتنه وکړه چې "خان صاحب په خپله دلايل ورکول غواړې که خواجه حارث (قانون پوهه وکيل) باندې تکيه کوي؟".

عمران خان په ځواب کې وویل ، په خپله دلايل ورکول غواړي خو نيمه ګهنټه يا نيم ساعت وخت ورله پکار دی.

هغه وویل د تيارۍ دپاره ورته مواد نه ‏ورکول کيږي او نه ورسره وکيلان ملاقات ته پرېښودل کيږي.‏

عمران خان وویل "په قېد تنهايي کې يم."

چيف جسټس قاضي فايز عيسا ورته وویل مواد به هم در کړل شي او وکيلان به هم درسره وويني، که د قانوني ټيم خدمات ترلاسه کول غواړې بیا به نه ‏اورېدل کېږې.‏

عمران خان بيا وویل د کېس د تيارۍ دپاره ورته د کوم قانوني تن مرسته خو پکار ده. هغه ويلي د خواجه حارث او نورو وکيلانو سره ليدل غواړي.‏

نوموړي عدالت ته وویل چې د اتمې فرورۍ او بشري حقونو د سرغړونو په اړه یې دوه خواستونه د ځنډ ښکار دي، ځکه دوی سره د خبرو موقعه به بيا په ‏لاس ور نه شي.‏

چیف جسټس د پخواني وزيراعظم نه پوښتنه وکړه په مقدمو کې دې وکيلان څوک دي؟ عمران خان په ځواب کې وویل حامد خان یې وکيل دی، چيف ‏جسټس بيا وویل حامد خان خبر دی چې قضيې څنګه زر مقررولی شي.

نننۍ قضيه د نېب بدلونونو په اړه ده.‏

عمران خان ويلي، "په اډياله کې هر څه کرنل صاحب کنټرولوي، وړاندې مې هم د وکيلانو سره ليدل غوښته خوممکنه نه شوه"، هغه عدالت ته خواست کړی ‏چې د وکيلانو سره ليدو حکم دې ورکړي.‏

د پاکستان پوځ په تيرو وختونو کې دغه ډول تورونه رد کړي او دريځ لري چې پوځ د سياسي او قانوني معاملاتو سره هیڅ تعلق نه لري.‏

چيف جسټس بيا پخواني وزيراعظم ته ویلي، د هغه په وړاندې به حکم جاري کړي.‏

له دې وړاندې د عدالتي اورېدنې په ژوندۍ بڼه خپرولو په اړه جسټس اطهر من الله ویلي، چې اورېدنه به په ژوندۍ بڼه خپرول کېده ځکه اوس دې هم داسې ‏وکړل شي.‏

د خېبرپښتونخوا اېډوکېټ جنرل ویلي، چې دغه اورېدنه د ولسي ګټو او خوښې ده.‏

خو چیف جسټس ويلي وو، دا تکنيکي قضيه ده په دې کې د ولس د ګټې معامله نشته.‏

په ژوندۍ بڼه د قضيې اورېدنې دپاره ججانو مشوره کړې او د دمې وروسته چې اورېدنه بيا پيل شوه، په پينځو ججانو کې څلورو دغه خواست رد کړو، د ‏خېبرپښتونخو اېډوکېټ جنرل د اورېدنې په ژوندۍ بڼه خپرولو خواست کړی وو.‏

وروسته د حکومت وکيل مخدوم علي خان روسټرم ته راغلی دلايل یې وړاندې کړي چې د نېب بدلونونه کول د حکومتي پاليسۍ فېصله ده، عدالت پکې ‏لاسوهنه نه شي کولی، عدالت د پارلیمان په اختياراتو کې کار نه شي ساتلی. نوموړي نن خپل دلايل پوره کړي دي.‏

وروسته سپريم کورټ دغه قضيه د راتلونکې اوونۍ پورې ځنډولې ده. چيف جسټس ويلي، د راتلونکې اورېدنې نېټه به شيډول ته په کتو سره اعلانولی ‏شي.‏

د تېر کال ستمبر په میاشت کې د سپريم کورټ پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال د ریټايرډ کېدو نه وړاندې د نوموړي په مشرۍ درې کسيزه بنچ د ‏نېب بدلونونو ضد د عمران خان په خواست محفوظ شوې فېصله اورولې، او د نېب بدلونونو ګڼ شقونه یا برخې یې کالعدم کړې او د احتساب ادارې (نېب) ‏کې روانې مقدمې یې په ځای کړې وې.‏

حکومت بيا د دغه فېصلې ضد په عدالت کې دننه خواست (انټرا کورټ اپيل) کړی وو. د چیف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د ججانو ډلې په اکتوبر ‏‎2023‎م کې په ياد خواست اورېدنه کړې او د نېب عدالتونو کې روانې اورېدنې یې د حتمي فېصلو پورې ودرولې وې.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG