لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي داسې ښکاري چې دپوځ سرلښکر یې خپل دښمن ګڼي


تېره ورځ لاهور کې خبریالانو سره دلېدنې په مهال ښاغلي خان ویلي دی د اسټییبلشمنټ سره هیڅ جګړه نه لري خو وایي چې څوک ورسره خېرې ته تیار نه دی نو دی څه کولی شي؟
تېره ورځ لاهور کې خبریالانو سره دلېدنې په مهال ښاغلي خان ویلي دی د اسټییبلشمنټ سره هیڅ جګړه نه لري خو وایي چې څوک ورسره خېرې ته تیار نه دی نو دی څه کولی شي؟

دپاکستان پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند وایي هغه ته داسې ښکاري چې دپوځ سرلښکر یې خپل دښمن ګڼي .

تېره ورځ لاهور کې خبریالانو سره دلېدنې په مهال ښاغلي خان ویلي دی د اسټییبلشمنټ سره هیڅ جګړه نه لري خو وایي چې څوک ورسره خېرې ته تیار نه دی نو دی څه کولی شي؟

څېړونکي وایي دعمران خان ددې خبرو مقصد اسټیبلشمنټ په فشار کې راوستل دي چې هغه سره خبرو ته کښیني خو پوځ لا په پخپله دعمران خان دغو څرګندونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

دعمران خان وینا وه که "څوک دا ګڼي چې دی به پر وړاندې په ګونډو شي ، نو دا نه شي کیدای"

پخواني وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې څو کرته پوځ سیاست کې په مداخله تورن کړی اؤ دعوه یې کړې ده چې دهغه حکومت ړنګیدو په سازش کې دپوځ دپخواني پوځي سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه لاس ؤ.

خو د پوځ ویاند وخت په وخت سیاست کې مداخلې تورونه رد کړي دي اؤ دعمران خان څرګندونې یې له حقیقته لرې بللې دي.

په لاهور کې هم صحافیانو سره خبرو کې عمران خان ویلي چې جنرال باجوه د شا له لوري هغه په چاړه وهلی دی.

دهغه وینا وه دهیواد دګټو لپاره هغه د پوځ سرلښکر سره خبرو ته تېار دی خو ویلي یې دي چې څوک ورسره خېرو ته نه کښیني نو هغه څه کولی شي؟

دپاکستان وتلي صحافي حامد میر دعمران خان په دې څرګندونو خپله تبصره کې ویلي چې عمران خان غواړي له دې لارې اسټیبلشمنټ بلیک میل کړي اؤ په دباؤ کې یې راولي چې ده سره خبرو ته کښیني.

دجیو نیوز په یو پروګرام کې دخبرو په مهال حامد میر خپله تجزیه کې وویل

عمران خان داسې ګڼي چې پوزیشن یې مضبوط دی اؤ کولی شي چې په دې پوزیشن کې بارګیننګ یا سازباز وکړي.

هغه وایي عمران خان ته ویل کیږي چې سیاسي مقبولیت یې سیوا شوی دی نو ځکه هغه اوس داسټیبلشمنټ سره دلارې نیولې هڅې کوي.

هغه ویلي دعمران خان دبلیک میلنګ سټرایټیژۍ وړاندې هم کار کولو اؤ کیدای شي اوس هم هغه فکر کوي چې دا سټرایټیژي به یې اوس هم پکار راشي.

دحامد میر په خبره عمران خان پخپلو ویناګانو کې بیا،بیا دځېنو حاضر سروس پوځي افسرانو نومونه اخلي اؤ په هغوئ نیوکې کوي ځکه نو ددې خبرې سره یې اتفاق نه شي کیدای چې ګنې هغه دپوځ سره هیڅ جګړه نه لري.

ځېنې څېړونکي په عمران خان داسې ټکونه هم کوي چې دی خپلو پلویانو ته په ویناګانو کې په پوځ نیوکې کوي خو دپردې تر شا بیا پوځ سره دلارې چارې سمولو هڅې کوي.

تېرکال دهغه دحکومت ختمېدو نه وروسته هم په میډيا داسې رپورټونه مخې ته راغلي وؤ چې عمران خان داقتدار څخه له کوزیدو وروسته هم دپوځ دپخواني مشر جنرال(ر)قمر باجوه سره پټې لیدنې کړې وې خو وایي دغو لیدنو هیڅ نتیجه نه وه ورکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG