لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د خرچو کمولو په کمپاین کې خپل حکومتي لګښتونه ۱۵ فیصده کموي


په کراچۍ کې د ګرانۍ پرضد راوتلي لاریون کې اخېستل شوی انځور چې د ۲۰۲۳ کال د فیبروې په ۱۵ نېټه شوی و.
په کراچۍ کې د ګرانۍ پرضد راوتلي لاریون کې اخېستل شوی انځور چې د ۲۰۲۳ کال د فیبروې په ۱۵ نېټه شوی و.

واشنګټن - د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له خپلو وزیرانو او سلاکارانو غوښتي، چې په ارزانه یا ایکانومي کلاس کې سفرونه وکړي،‌ قیمتي یا لکژري موټرې لېرې او معاشونه کم کړي چې له کبله به یې حکومت په کال کې ۷۶۶ میلیونه ډالره بچت کړي.

دا کلک ګامونه په داسې وخت کې اخېستل کېږي چې دغه هېواد له نړیوالې مالیاتې ادارې یا آی ایم اېف څخه د یو بیلین ډالرو د ترلاسه کولو چارې د تېر کال راهیسې له ځنډ سره مخ شوې دي.

امریکا غږ د رویټرز د راپور پر بنسټ لیکلي دي، د پاکستان د زر مبادلې ذخیره دومره کمه شوې ده چې د دریو اونیو وارداتو یا درامداتو ته بسنه نه کوي او د شورو یا چهارشنبې په ورځ د لګښتونو د کمولو دا اعلان هم د اقتصاد د لا نور ژوبلېدو د مخنیوي لپاره شوی.

شریف په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل، "د لګښتونو د کمولو له دې لارو سره به هر کال مونږ ته ۲۰۰ بیلینه ډالره بچت شي."

هغه زیاته کړه، "دا کړنه د اوس وخت اړتیا ده او دا سپما که یوه پیسه هم وي ډېر ارزښت لري."

هغه دا غریبو خلکو ته یوه قرباني وبلله څوک چې په دې ګراني کې ځان ته خواړه او درمل نشي برابرولی.

په پاکستان کې د ګرانۍ کچه په جنورۍ کې ۲۷.۵ فیصدو ته رسېدلې.

شریف وویل،‌ ټول مرکزي وزارتونو او حکومتي دفترونو ته لارښونه شوې چې خپل لګښتونه ۱۵ فیصده کم کړي چې په هغو کې له وزیرانو او سلاکارانو څخه غوښتل شوي دي چې معاشونه او نور امتیازات کم کړي،‌ عصري موټرې لېرې او بهرني سفرونه او په بزنس کلاس کې پروازونه هم و نه کړي.

شریف دا هم وویل،‌ چې وزیرانو دې ګامونو ته په خپله خوښه غاړه ايښې ده او زیاته یې کړه چې د کابینې غړي به خپل معاشونه نه اخلي او د خپلو بېلونو لپاره پیسې به له خپلو جېبونو ورکړي.

شریف د خپلو خبرو په دوام وړاندې وویل، وسلوالو ځواکونو هم مثبت غبرګون ښودلی چې خپل غیر جنګي لګښتونه به کم کړي خو نور زیات جزیات یې ور نه کړل.

په نورو اقداماتو کې دا دي چې حکومتي ادارې به نشي کولای چې ګرانې او لکژري موټرې واخلي او د دوو کالو لپاره به نوې ودانۍ یا ښار نه جوړېږي.

همدارنګه له وزارتونو څخه به هم ټولې ګرانې او قیمتي موټرې ټولېږي.

شریف وویل،‌ هېواد یې هیله لري چې له آی ایم ایف څخه به ژر پیسې ترلاسه کړي او زیاته یې کړه چې دا سخت اقدمات د آی ایم ایف له شرطونو څخه وو چې د معاملې له بشپړېدو مخکې یې غوښتنه کړې وه.

چارواکو ویلي، چې د پاکستان او آی ایم ایف ترمنځ خبرې به په دې اونۍ کې بشپړې شي.

له دې خبرو مخکې آی ایم ایف له پاکستان څخه غوښتي وو چې مخکې له مخکې یو شمېر ګامونه واخلي،‌ لکه حکومتي مراعات ختم کړي،‌ د انرژۍ ټکسونه لوړ کړي، اضافي عایدات زیات او بهرنی فاینانسېنګ برابر کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG