لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آيي ایم ایف: د پاکستان سره د اصلاحاتو په اړه خبرو کې پرمختگ شوی


د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر
د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر

نړيوالې مالیاتې ادارې انټرنېشنل مانیټري فنډ ویلي د ادارې مامورینو د پاکستاني چارواکو سره په پاکستان کې د اقتصادي اصلاحاتو په موضوع خبرو کې پرمختگ کړی دی چې په نتیجه کې یې پاکستان ته د مالي پانگې انتظام کېدلی شي.

د ايي اېم اېف د چارواکو پاکستان ته د سفر او په اسلام آباد کې د پاکستاني مامورینو سره د خبرو وروسته د نهې، سه شنبې، په ورځ په واشنگټن کې د ايي اېم ایف دفتر مطبوعاتو ته په یو بیان کې وویل په راتلونکو هفتو کې به د پاکستان سره نورې خبرې هم کیږي.

ايي اېم ایف وویل پاکستان ته د ادارې د پلاوي مشري هېرالډ فنگر کوله او هغه وویل د پاکستان د حکومت چارواکو سره یې "گټه ورې" خبرې کړې دي او په پاکستان کې په پراخه کچه اقتصادي اصلاحاتو په موضوع موافقه شوې ده.

ښاغلي هېرالډ فنگر وویل په داسې ډول اقتصادي اصلاحاتو موافقه شوې ده چې له امله یې د پاکستان مالي خساره کمه شي، د پاکستان د زرمبادله ذخیره ښه شي، سماجي تحفظات مضبوط شي، په حکومت دارۍ کې شفافیت او د داسې اقتصادي پرمختگ بنیاد کښېودل شي چې په نتیجه کې یې روزگارونه پېدا شي.

د ايي اېم اېف چارواکي زیاته کړه "د پاکستاني مامورینو سره به زمونږ خبرې په اینده هفتو کې جاري وي."

ايي اېم اېف بیان په داسې حالې کې جاري کړی چې د رپورټونو ترمخه د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر ویلي چې د مالیاتي ادارې سره خبرو کې اختلافات موجود وو.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه اسد عمر ویلي چې د ايي اېم اېف او "زمونږ" دریځ د یو بل نه لري دي.

ايي اېم ایف په خپل بیان کې د پاکستان سره په دریځ کې د تضاد ذکر نه وه نه کړو.

ايي اېم اېف دا هم نه دي ویلي چې پاکستان د څومرې مالي مرستې غوښتنه کوي. خو د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه پاکستان د خپل اقتصاد ښه کولو دپاره د ١٢ ارب ډالرو مالي مرسته غواړي.

د وي او ای ډیوه په دې خواست چې د پاکستان په اړه په خپل بیان څه نور تفصیل وړاندې کولی شئ، نو د ادارې وویل د بیان نه زیاتې نورې خبرې نشته.

که چېرې ايي اېم اېف راضي شي چې پاکستان ته پېسې ورکړي نو په تیرو پنځو کلونو کې به د ايي اېم اېف نه دا د پاکستان دویم قرض وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG