لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف: په عالمي کچه د ګرانۍ له امله به سږ کال د نړیوالې اقتصادي ترقۍ شرح کمه وي


ايي اېم اېف چې په ۱۹۰ ملکونو مشتمل قرض ورکونکي اداره ده، اټکل کوي چې سږ کال به په نړیواله کچه د ګرانۍ شرح اووه فیصد وي. تېر کال دغه کچه اته اشاریه اووه فیصد وه. د ۲۰۲۳ د جنورۍ په میاشت کې د سږ کال دپاره د ګرانۍ د شرحې اندازه شپږ اشاریه شپږ فیصد لګول شوي وه
ايي اېم اېف چې په ۱۹۰ ملکونو مشتمل قرض ورکونکي اداره ده، اټکل کوي چې سږ کال به په نړیواله کچه د ګرانۍ شرح اووه فیصد وي. تېر کال دغه کچه اته اشاریه اووه فیصد وه. د ۲۰۲۳ د جنورۍ په میاشت کې د سږ کال دپاره د ګرانۍ د شرحې اندازه شپږ اشاریه شپږ فیصد لګول شوي وه

نړیوالې مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانیټري فنډ ویلي په نړیواله کچه د ګرانۍ، د بېنکونو په قرضونو د زیات سود او په امریکا کې د دوو بېنکونو د ختمېدو په نتیجه کې د غیر یقینۍ له امله به سږ کال د نړۍ د معاشي ترقۍ شرح کمه وي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، ايي اېم اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ د نړیوالې اقتصادي ترقۍ په اړه په خپله اندازه کې وویل چې سږ کال به د اقتصاي پرمختګ شرح دوه اشاریه اته فیصد وي.

په ۲۰۲۳ کې ايي اېم اېف د نړیوالې اقتصادي ترقۍ دپاره د درې اشاریه څلورفیصد او بیا د دوه اشاریه نهه فیصد اندازه لګولې وه.

ايي اېم اېف وویل چې په شته منو ملکونو کې چې د بېنکونو په قرض د زیات سود په سبب اقتصادي پېداوار کمېږي هلته د اقتصادي بحران یا د ريسېشن امکان زیات شوی دی.

مالیاتي اداری خبرداری وکړو چې دغه حالات د نړیوال اقتصاد د ثبات دپاره خطرات زیاتوي.

د ايي اېم اېف چیف اکانمېسټ یا د اقتصادي چارو مشر پيېی اولېويی ګېغانچا د نهې، سه شنبې، په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې صورتحال نازک دی او خطرات زیات دي.

ايي اېم اېف چې په ۱۹۰ ملکونو مشتمل قرض ورکونکي اداره ده، اټکل کوي چې سږ کال به په نړیواله کچه د ګرانۍ شرح اووه فیصد وي. تېر کال دغه کچه اته اشاریه اووه فیصد وه. د ۲۰۲۳ د جنورۍ په میاشت کې د سږ کال دپاره د ګرانۍ د شرحې اندازه شپږ اشاریه شپږ فیصد لګول شوي وه.

ای پي وايي د ايي اېم اېف اندازه ده چې ۲۵ فیصد امکان دی چې په ۲۰۲۳ کې په د نړیوالې اقتصادي ترقۍ شرح د دوه فیصد نه هم کمه وي.

د ۱۹۷۰ نه پس د نړیوالې ترقۍ کچه یوازې پېنځه ځله د دوه فیصد نه کمه شوې ده. په ورستي ځل د عالمي معاشتي ترقۍ کچه په ۲۰۲۰ کې د کرونا وبا له امله د دوه فیصد نه کمه شوي وه.

د نړیوالې ترقۍ په اړه خپله اندازه کې ايي اېم اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې عالمي اقتصاد یو خطرناک پړاو ته داخلېږي چې په کې به اقتصادي پېداوار په تاریخي لحاظ کم او د مالي بحران خطرات زیات وي او ګراني هم په فېصله کن انداز لا نه ده ختمه شوې.

د ايي اېم اېف د اندازې ترمخه د دنیا ترټولو لوی اقتصاد، امریکا، به سږ کال د یو اشاریه شپږ فیصد په رفتار معاشي ترقي کوي، دنیا د دویم لوی اقتصاد، چین د معاشي پرمختګ اندازه پېنځه اشاریه دوه فیصد لګول شوې او د يورو کرنسي د شلو ملکونو د مجموعي اقتصادي ترقۍ اندازه اشاریه اته فیصد لګول شوې ده.

برطانیه کې د زیاتې ګرانۍ له امله به يې اقتصاد د اشاریه درې فيصد په کچه کمېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG