لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايي اېم اېف: په نړیواله کچه اقتصادي پرمختګ کم روان دی


د ايي اېم اېف چيف اېکانمېسټ پيېغ اولېویر ګوغانچا وویل نړیوال اقتصاد د کرونا وبا، په اوکراین د روس د یرغل او د تېر کال د توانای د بحران نه د راوتلوپه حال کې دی او په اقتصادي پرمختګ کې د ناهوارۍ رجحان ښيي چې د منځنۍ مودي دپاره به د اقتصادي ترقۍ کچه مينځ محاله وي
د ايي اېم اېف چيف اېکانمېسټ پيېغ اولېویر ګوغانچا وویل نړیوال اقتصاد د کرونا وبا، په اوکراین د روس د یرغل او د تېر کال د توانای د بحران نه د راوتلوپه حال کې دی او په اقتصادي پرمختګ کې د ناهوارۍ رجحان ښيي چې د منځنۍ مودي دپاره به د اقتصادي ترقۍ کچه مينځ محاله وي

نړیوالې مالیاتي ادارې اېنټرنېشنل مانيټري فنډ، ايي اېم اېف، د نړۍ د اقتصاد په اړه خپله اندازه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د چین او یورپي ملکونو د اقتصادي ترقۍ کچه به کمه وي. په مجموعي توګه د نړۍ د اقتصادي پرمختګ شرح کمه او ناهمواره وه او د امریکې اقتصاد قوي و.

د نړۍ د اقتصاد په اړه خپل تازه نظر کې ايي اېم اېف وویل په ۲۰۲۳ کې به په نړیواله کچه د مجموعي قومي پېداوار، جي ډي پي، د ترقۍ شرح درې فیصد وي خو په ۲۰۲۴ کې به دا شرح دوه اشاریه نهه فيصد وي.

د جولای په میاشت کې د ايي اېم اېف اندازه وه چې په راتلونکي کال کې به د اقتصادي پرمختګ کچه درې فیصد وي. په ۲۰۲۲ کې دا شرح درې اشاریه پینځه فیصد وه.

د ايي اېم اېف چيف اېکانمېسټ پيېغ اولېویر ګوغانچا وویل نړیوال اقتصاد د کرونا وبا، په اوکراین د روس د یرغل او د تېر کال د توانای د بحران نه د راوتلوپه حال کې دی او په اقتصادي پرمختګ کې د ناهوارۍ رجحان ښيي چې د منځنۍ مودي دپاره به د اقتصادي ترقۍ کچه مينځ محاله وي.

هغه وویل ايي اېم اېف په چین کې د جايداد/پراپرټۍ د بحران، د بنیادي ضرورت د شیانو په قیمتونو کې د عدم استحکام، په نړیواله کچه د سیاسي اختلافاتو او ګرانۍ د بیا زیاتېدو په اړه انديښنه لري.

ايي اېم اېف د نړیوال اقتصاد په اړه خپله اندازه په داسې حال کې وړاندې کړه چې د ۱۹۰ ملکونو استازي په مراکش کې د د ايي اېم اېف او ورلډ بېنک په کليزه غونډو کې رایو ځای کېږي.

نړیوال اقتصاد ته تازه خطر په منځني ختیځ کې د اسرایل او حماس د جنګ په صورت کې راښکاره شوی دی.

ګوغانچا روېټرز ته وویل دا لا نه ده معلومه چې د منځني ختیځ بحران به په نړیوال اقتصاد څه اثر غورځوي.

هغه زیاته کړه چې ايي اېم اېف په منځني ختیځ کې په صورتحال نظر ساتي او دا چې په تېرو څو ورځو کې د تېلو په قیمتونو کې څلورفیصد اضافه شوې ده، چې د دې تشویش عکاسي کوي چې د تیلو په پېداوار او رسد کې خنډان پېدا کېدلی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG