لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف:مالي مرستو لپاره اړینه ده چې پاکستان دبحالۍ منصوبې ته په وخت غوڅه بڼه ورکړي


دایي ایم ایف داستازي وینا ده چې ددغه مالیاتي ادارې مامورین پاکستاني چارواکو سره انساني مالي مرستو ته داولیت ورکولو په تګلارو خبرې کوي اؤ دپاکستان اقتصاد ته په اډاڼې ورکولو اؤ دمالي ثبات هڅې هم روانې دي
دایي ایم ایف داستازي وینا ده چې ددغه مالیاتي ادارې مامورین پاکستاني چارواکو سره انساني مالي مرستو ته داولیت ورکولو په تګلارو خبرې کوي اؤ دپاکستان اقتصاد ته په اډاڼې ورکولو اؤ دمالي ثبات هڅې هم روانې دي

نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف ویلي دي د پاکستان د سېلاب څخه د بحالۍ منصوبې ته په وخت غوڅه بڼه ورکول ددغه هېواد د ګڼ اړخيزه او دوه اړخیزه شراکت دارانو سره د خبرو او په پرله پسې توګه د مالي مرستو لپاره ضروري ده.

دا خبره د پاکستان لپاره د ايي ایم ایف استازي ایستھر پیریز رویز په داسې حال کې کړې چې پاکستان کې وروستیو سېلابونو د هېواد اقتصاد ته د اربونو ډالرو نقصان اړولی دی او د روان سياسي بحران له کبله یې د وړاندې څخه خراب اقتصادي حالت لا پسې ځپل شوی دی.

دایي ایم ایف داستازي وینا ده چې ددغه مالیاتي ادارې مامورین پاکستاني چارواکو سره انساني مالي مرستو ته داولیت ورکولو په تګلارو خبرې کوي اؤ دپاکستان اقتصاد ته په اډاڼې ورکولو اؤ دمالي ثبات هڅې هم روانې دي.

پاکستان د وړاندې څخه د څو لسيزو راهيسې د لوړې کچې ګرانۍ او د بهرنۍ زر مبادلې د غؤرځېدونکې ذخیرې د ستونزو سره مخ ؤ چې د روان کال په پېل کې ويجاونکو سېلابونو هم وځپلو.

یاد هېواد د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره کال 2019م کې د 6 اربو ډالرو د قرض لوظنامه هم لاسلیک کړې چې نهمه ارزونه یې لا هم د ځنډ ښکار ده.

رويټر خبري اژانس د پاکستان لپاره د ايي اېم ایف د نماینده له قوله لیکي چې د سېلاب څخه په وخت د بحالۍ منصوبې ته د حتمي بڼې ورکولو سره سره د ګڼ اړخيزه او دوه اړخیزه شراکت دارانو له لوري مالي همکاري جارى ساتل هم اړين دي.

د اقتصادي او مالي چارو خبریال طاهر امين ډيوه ته وايي پاکستاني چارواکو د ايي اېم اېف سره اصلاح شوی اقتصادي فرېم ورک شريک کړی او دا ښايي چې د دواړو خواؤ ترمنځ په تکتيکي کچه خبرې روانې دي.

ښاغلي امين وویل د پاکستان حکومت چې د سېلاب څخه د بحالۍ کوم پلان د ايي ایم ایف سره شریک کړی دی نو ايي ایم ایف غوښتنه کوي چې په دې یې باید قانع کړي.

هغه وايي ايي ایم ایف د پاکستان څخه د بې ځایه رعاېتونو ورکولو پسر هم خفه دی ځکه چې دا رعاېتؤنه په بجټ کې نه وو ټاکل شوي او ايي ایم ایف دا غوښتنه هم کوي چې پاکستان ته به د بحالۍ په مد کې څومره پېسې پکار وي او ددې د مصرف کولو جدول به څه وي؟

د پاکستان لپاره د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف استازي دا هم ویلي چې د ايي ایم ایف امله د پاکستاني چارواکو سره د معاشي او مالياتي ثبات پرځائ ساتلو لپاره د اصلاحاتو ګړندي کولو په ترڅ کې د انساني اړتياؤ د غوره هدف په تګلارو هم خبرې دوامداره ساتلي دي.

پاکستان کې وروستیو سېلابونو نزدې 1700 کسان وژلي دي او ددې هېواد اقتصاد ته یې هم د اربونو ډالرو زيان اړولی دی چې د پاکستان چارواکو یې اندازه د 10 او 40 اربو ډالرو ترمنځ لګولې ده.

د پاکستان د خزانې وزارت تېره اوونۍ وېلي ؤو چې د ايي ایم ایف پروګرام د نهمې ارزونې د برخې په توګه به د مالياتي ادارې سره تکنيکي خبرې زر تر زره بشپړې شي خو تراوسه پورې د نهمې ارزونې غوڅه نيټه لا هم نه ده اعلان شوې.

د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم فنډ د پاکستان لپاره خورا ارزښت لري چې اوس مهال د نړيوالو منډو او رېټڼګ اېجنسيو په دې خبره د قانع کولو هڅې کوي چې د هغه سره د پور بېرته ستنولو په ګډون د بهرنیو مالياتي اړتياؤ پوره کولو لپاره فنډونه موجود دي.

د اقتصادي چارو کارپوهه شهريار بټ ډيوه ته وايي پاکستان ګڼي چې ورته به په سملاسي توګه د سېلاب ځپلو سره د مرسټو لپاره 18 ارب ډالره پکار وي خو ايي ایم ایف غواړي چې پاکستان دی لومړۍ يو پلان ورکړي.

هغه وايي ايي ایم ایف ځان پوهول غواړي چې پاکستان د سېلاب ځپلو د بيا بحالۍ لپاره څه منصوبه لري او ددې لپاره به پېسې له کومې راځي.

پاکستان ته به په راتلونکي مياشت کې د نړیوالو بانډونو ډکولو لپاره 1 ارب ډالره پکار وي خو ددې هېواد د مرکزي بنک سره دا وخت د بهرنۍ زر مبادلې ذخیرې 7.8 ارب ډالره پاتې شوي دي.

اقتصاد پوهان وايي پاکستان ته به په راتلونکې مالي کال کې هم 30 اربو ډالرو ته اړتیا ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG