لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې او چین تجارتي جگړه د نړۍ اقتصادي پرمختگ کمولی شي، ايي اېم اېف وايي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د چین صدر ژي جنگپنگ
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د چین صدر ژي جنگپنگ

نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف ویلي د امریکې او چین روانه تجارتي جگړه د نړۍ اقتصادي پرمختگ زیانمن کولی شي.

د ايي اېم اېف مشرې کرسټین لگارډ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل که چېرې صدر ډانلډ ټرمپ د امریکې او چین ترمنځ په ټول تجارت ټېکس ولگول نو نړیوال تجارت ته به د ۴٥٥ ارب ډالرو نقصان ورسېږي.

کرسټین لگارډ د نړیوال اقتصاد په اړه دغه خبرداری د نړۍ ٢٠ پرمخته تللي او پرمخته تلونکو هیوادونو یا جي ټونټي مشرانو ته په یو یاداشت کې وکړو.

مېرمن لگارډ وویل پکار ده چې په نړیواله کچه د تجارت په لاره کې موجوده او یا د اینده خنډان لرې کړی شي. "دا د خپل لاس زخمونه دي پکار ده چې ډډه ترې وکړی شي."

د جي ټونټي هېوادونو د خزانې وزیران او د مرکزي بېنکونو مشران د دې هفتې په اخېره کې په جاپان کې غونډېدونکي دي. د جاپان د غونډې نه څو هفتې وړاندې د امریکې او چین د تجارت مذاکرات بې د څه نتیجې ختم شول او دواړو هېوادونو د یو بل په صادراتو یا اېکسپورټس ټېکسونه ولگول.

کرسټین لگارډ وویل د نړۍ حکومتونو ته پکار دي چې داسې تگلارې ولري چې په نتیجه کې یې د اقتصادي زوال پرځای اقتصادي پرمختگ وشي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG