پاکستان
عمران خان په امریکا د هغه د حکومت د نسکورولو له تهمته په شا شو

د پاکستان مشهور سیاستدان او پخوانی وزیراعظم عمران خان له دې تهمته په شا شوی چې ګني د هغه د حکومت په ختمولو کې د امرېکې لاس ؤ.
کله چې فنانشل ټابمز د عمران خان نه دهغه د حکومت په ختمولو کې د امرېکې د رول په هکله تپوس وکړو نو ښاغلي خان خپل تهمت تکرار نکړو.
د برتانیې معتبرې ورځپاڼې فنانشل ټایمز د عمران قول نقل کړی چې وايي:
“دغه خبره ختمه ده، وس شاته پاتې ده”
د ښاغلي خان په هکله مشهوره ده چې هغه د خپلې خبرې نه په یوټرن اخستلو (منکریدلو) کې ثاني نلري، خو په امریکې د لګولي “ستر سازشي تهمت” نه په شا کیدل د هغه مخالفین او څیړونکي هم حېرانه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وسنۍ وزیرې مریم اورنګزیب په خپل چټک بیان کې په عمران خان د هیواد مفاداتو ته د ژور زیان رسولو تر څنګ دا هم تنقید کړی دی چې دی وس د خپل دغه سازشي تهمت نه په شا شو، خو قامي مفاداتو ته یې ستر زیان ورسولو.
د واشنګټن په څېړنیزې ادارې ویلسن سنټر کې د جنوبي ایشیا د څانکې مشر مایکل کوګلمېن په خپل یو تويټ کې ګمان کړی دی چې د عمران خان بیان بدلول ظاهروي د هغه اقتدار ته د بیا رسیدلو امکانات دي:
“ د عمران خان د خپل حکومت په ختمولو کې د امرېکې د سازش د بیان نه په شا کیدل ښايي چې هغه اقتدار ته د خپل ممکنه راتګ نه وړاندې د امرېکې سره کړکېچ راکم کړي. څو ورځې وړاندې تحریک انصاف ګوند په امرېکې د پیسو په بدل کې تعلقاتو د جوړولو یوه اداره هم په کار لګیا کړیده”
په پښتونخوا کې د تحریک انصاف د حکومت مخالفه قامپرست عوامي نیشنل ګوند د صوبې صدر ایمل ولي خان د عمران خان د خپل بیان نه په شا کیدلو ورستو د ښاغلي خان نه پوښتلي:
“ښه نو وس دا ووایه چې ستا حکومت چا ړنګ کړو”؟
ایمل خان پخپل ټویټ کې په عمران خان د هغه د روس د سفر او په هیواد کې د دروغو په زریعه د انتشار د خورولو په هکله هم تنقید کړی دی.
پاکستاني خبریال اسد علي طور په خپل طنزیه ټویټ کې لیکلي دي:
“بیانیه سرته ورسیده او د خاورو لاندې شوه، د تحریک انصاف د پلویانو مهرباني چې خپل مشر د زومبیانو په شان مني”
یو بل پاکستان خبریال او کالم نویس فهد حسین لیکي:
کله هم څه سازش نه ؤ شوی، دغه خبره د قامي سلامتیا کمیټۍ هم کوله، پي ډي ایم هم کوله، پوځ هم کوله او خپله د عمران خان ملګرو په شخصي محفلونو کې هم کوله. دغه یو ستر دروغ وو. وس پخپله دروغ ویونکي قبول کړه تر ډیر تاوان رسولو پس”
لومړی ځل ندی چې عمران خان د خپلو خبرو پشا شوی وي، وړاندې هم ښاغلی خان د خپلو خبرو خبرو څو ځله په شا شوی دی.
د عمران خان ځیني پخواني بیانونه بدلول
په کال 2019 کې زاړه پالي هندي وزیراعظم نرېندرا مودي عمران خان ته پیغور وکړوچې که پټهان (پښتون) یې نو په خپله خبره ټینگ پاتې شه.
هندي وزیراعظم په راجهستان کې ېوې اولسي غونډې ته وویل عمران خان ته یې په انتخاباتو کې د گټې ورستو په ټلیفون امبارکي ورکړې وه او ورته یې خواست کړې وو چې د جگړو څه نه جوړیږي، راځه چې په شریکه د بېوزلۍ او بېسوادۍ په ضد جنگ وکړو.
مودي, عمران خان ته خپل لوظ هم وریاد کړلو چې که ته د یو پټهان (پښتون) زوی یې، او تل رښتیا وایي نو وس خپل قول پالې که نه؟
په کال 2018 دسمبر میاشت کې د انگریزۍ ژبې یو پاکستاني اخبار پاکستان ټوډې ليکلي وو عمران خان د خپلو زیاترو لوظونو او اعلانونه نه په شا کیږي ځکه ورته د هغه سیاسي مخالفین یوټرن خان وايي.
دغه نیوکو ته په ځواب کې وزیراعظم عمران خان خپل دریځ داسې ویلی وو چې هغه رهبر یا مشر په اصل کې هډو رهبر یا مشر نه وي، چې د حالاتو له غوښتنې سره سم له خپلې کړې خبرې په شا نه شي یا د خپل کړي لوظ نه بې لوظه نه شي.
د پاکستان د وزیراعظم عمران خان پخوانۍ برتانوۍ ښځې جمایما ګولډ سمیت هم د هغه په هغه وینا نیوکه کړې وه چې په پاکستان کې یې په ښځو د جنسي تېري سبب د "فحاشۍ" زیاتېدل بللي.
جمایما خان په خپل ټویټر لیکلي وو:
"زه هیله منده یم چې د عمران خان خبره غلطه را نقل شوې یا یې غلطه ترجمه شوې ده. کوم عمران خان چې ما پېژانده هغه به ویل چې د ښځې نه بلکې د نارینه پر سترګو باندې پرده واچول شي".
عمران خان چې واک ته نه ؤ رسدلی نو دعوا به یې کوله چې که حکومت یې راغلو نو ځوانانو ته به یو کروړ نوکرۍ اؤ پنځوس لکه کورونه جوړوي خو د روان کال په مارچ میاشت کې په اسلام اباد کې چې کله زلمیو د هغه نه د نوکریو غوښتنه وکړه نو عمران خان په جواب کې وویل چې په ایي ټي اؤ نورو څانګو کې هنرونه ایزده کړي اؤ له دغې لارې ځانونه پخپلو پښو ودروي.
هغه وویل چې حکومت سره دومره پیسې نشته چې هرچاته سرکاري نوکري ورکړي .
See all News Updates of the Day
لاهور: د تحریک انصاف ګوند صدر او د پنجاب مخکینی وزیراعلی پروېز الهي ونیول شو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند صدر او د پنجاب صوبې پخوانی وزیراعلا پروېز الهي په لاهور کې د کور سره نزدې نیول شوی دی. پنجاب صوبه کې د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير تاييد کړه چې پروېز الهي د غبن په قضيه کې مطلوب وو.
د اطلاعاتو وزير عامر مير جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل، پروېز الهي د د بډو یا غبن ضد ادارې [اېنټي کرپشن] ته مطلوب وو او ادارې د پوليسو په مرسته د کور سره نزدې نيول دی. هغه وویل پروېز الهي د تېښتې په مهال نيول شوی دی.
د نوموړي نه پوښتنه شوې د پروېز الهي خلاف د نهمې مې د پېښو کومه مقدمه هم درج ده هغه وویل، دغه به وروسته کتلی شي خو اوس هغه د غبن په قضيه کې نيول شوی دی.
پاکستاني رسنیو له دې وړاندې وخت په وخت د پروېز الهي د نيولو دپاره د چاپو وهلو خبرونه ورکړي وو.
د پروېز الهي زوي مونس الهي په ټویټر ویلي،
"د جنورۍ د میاشتې راهسې د نیولو لړۍ روانه وه هغه وخت مې راته پلار ويلي وو که زه ونیول شوم هم، مونږ به د عمران خان ملګرتیا کوو. درې ورځې وړاندې زما پلار او مور دغه خبره تکرار کړه. اوس ويل کيږي پوليسو زما پلار د درغو په مقدمو کې ونيولو. مونږ به په پي ټي آي کې يو".
پاکستان تحریک انصاف ګوند د پروېز الهي نيولو ته شرمناکه عمل ويلي دي.
پروېز الهي د روان کال فرورۍ په میاشت کې د مسلم ليګ ق ګوند پرېښودو او صوبايي اسمبلۍ د لسو غړو سره په تحریک انصاف ګوند کې د شاملېدو اعلان کړی او د مارچ په مياشت کې د تحریک انصاف ګوند صدر ټاکل شوی وو.
نوموړی تېر کال د پاکستان تحريک انصاف په ملاتړ د پنجاب صوبې وزيراعلا جوړ شوی وو.
د پروېز الهي د نیولو نه وړاندې د نهمې او لسمې مې د پېښو وروسته پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند مهمه مشران او ګڼ غړي نيول شوي او ډېرو د نيولو وروسته د تحریک انصاف ګوند او سیاست پرېښودو اعلانونه کړي دي.
پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته هم په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.
اېمنېسټي انټرنېشنل: د ادریس خټک مقدمه ثابتوي چې پاکستان دې بیا پوځي عدالتونه جوړ نه کړي

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل ویلي د انساني حقونو فعال ادریس خټک نیول کېدل او هغه ته د قېد سزا ثابتوي چې پاکستان دې پوځي عدالتونه نه جوړوي.
د اېمنېسټي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا د چارو مسولې دينوشېکا دېسانایکا وي او ای ډیوه سره مرکه کې وویل چې ادریس خټک پوځي عدالت په خفیه مقدمه کې سزا کړی نو ځکه دا نه معلومېږي چې ایا هغه ته د منصفانه مقدمې ضمانتونه ورکړی شوي وو او که نا؟
د ادریس خټک لور طاليه خټک هم د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې د پلار په مقدمه کې د شفافیت په نيشت والي د تشویش اظهار کړی او ویلي يې دي په پلار د لګول شویو الزاماتو معلومات ورته نه دي ورکړی شوي.
دېسانایکا وویل په پوځي عدالت کې د ادریس خټک د مقدمې تفصیلات په رازونو کې پټ دي. "څو میاشتې په زور د بې درکۍ سره د مخامخ کېدو وروسته پوځي عدالت په هغه خفیه مقدمه وچلوله او مونږ تشویش لروو چې د دغه خفیه مقدمې په اړه معلوماتو د نيشت والي له امله ایا هغه ته د منصفانه مقدمې ضمانتونه ورکړی شوي وو."
دېسانایکا وویل د ادریس خټک کېس ثابتوي چې پاکستان دې بیا د پوځي عدالتونو نه کار نه اخلي او په وروستیو ورځو کې په احتجاجونو کې نیول شوي کسان دې پوځي عدالتونو ته نه مخامخ کوي.
دېسانایکا "د ادریس کېس ښه مثال دی چې ولې دې پاکستان په دغه لار بیا تګ نه وکړي. مونږ نه وينوو په وروستیو ورځو کې ګرفتار شوي په زرګونو خلک دې پوځي عدالتونو ته وړاندې کړی شي. مونږ ته نه ده معلومه چې د دفاع وکیلان به يې څوک وي؟ مونږ ته نه ده معلومه چې ایا د منصفانه مقدمې ضمانت به ورکړی کېږي؟ مونږ ته نه ده معلومه چې د مقدمو مشري به څوک کوي."
ادریس خټک د کال 2019 د نومبر په 13مه اسلام اباد نه کلي ته د راتګ په وخت نامعلومه تنانو نیولی او تښتولی و.
په نړيواله کچه د هغه په بې درکۍ د تشویش وروسته د پاکستان د دفاع وزارت پېښور های کورټ ته وویل چې ادریس خټک د پوځ په ولکه کې دی.
په هغه د جاسوسۍ الزام لګول شوی او کورنۍ يې وايي ادریس خټک ته ۱۴ کاله د قېد سزا ورکړی شوې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف مظاهرو کې په پوځي ودانیو حملو کې په مبینه توګه د ککړو سلګونو کسانو مقدمې پوځي عدالتونو ته سپارل شوي دي.
په مظاهرو کې په پوځی اسانتیاو د حملو په ردعمل کې پوځ ویلي د می نهمه نېټه به د تورې ورځ په څېر یادوي.
طالیه خټک د وي او اردو څانګې سره مرکه کې وویل د پلار په ضد د مقدمې په مهال ورته په پوځي عدالت کې د کښېناستلو او مقدمې د اورېدلو اجازت نه و او نه هم ورته په پلار د لګول شویو الزاماتو معلومات ورکړی شوي وو.
ادریس خټک دا مهال د راولپنډۍ په اډیاله جېل کې د ۱۴ کاله قېد سزا تېروي.
طالبه خټک وویل پلار د سزا خلاف يې اپیل یا خواست کړی دی خو د کال نه زیات وخت وشو چې په خواست يې اورونه نه ده شوې او دوی يې مایوسه کړي دي. لږه نااميدي جوړه شي چې تر کله پورې به د هغه سره په جېل کې ملاقات ته ورځوو کله پورې به مو پلار مونږ سره کور ته نه راځي.
مردان: عدالت د مذهب د سپکاوي په قضیه کې يو تن ته د مرګ سزا اورولې ده

د خېبر پښتونخوا په مردان ښار کې د ترهګرۍ مقدمې اورېدونکي عدالت د مذهب د سپکاوي په قضيه کې تورن تن ته د مرګ سزا اورولې ده.
سزا شوی تن د کال 2017 د فرورۍ په میاشت کې د توهين رسالت يا د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی وو، په هغه جوړه مقدمه کې ویل شوي وو، د عرفان په نوم تن په جومات کې په لاوډ سپيکر د نبوت يا پېغمبرۍ دعوه کړې وه.
په مردان کې د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکي د سوات عدالت پرون د 295 سي تعزيرات پاکستان د قانون لاندې تورن ته د مرګ او څلورو لکو روپو جرمانې سزا اورولې ده.
عرفان نومې ته تن ته د ترهګرۍ ضد مادې لاندې مقدمه کې نوره د پينځه کاله بند او 80000 روپو جرمانه، او په بله مقدمه کې بيا هم دغومره اورول شوې ده.
خو په فېصله کې سزا شوي تن ته حق ورکړی شوی چې د فېصلې په ضد پېښور هايکورټ کې خواست کولی شي.
مردان کې تېره میاشت د پاکستان تحریک انصاف ګوند د يوې جلسې په مهال د مذهب د سپکاوي په تور مولانا حافظ نګار عالم ګڼو خلکو په تشدد وژلی وو.
د یادې پېښې مقدمه درج شوې خو پوليس دغه مقدمه سيل کړې يا سمبال کړې او په وروستيو کې ویل شوي چې د نګار عالم د وژنې په تور ځينې کسان نيول شوي هم دي خو پوليس ددې تفصيل ويلو نه ډډه کوي.
د روان کال د مارچ په مياشت کې هم د مردان يو بل تن سید محمد ذیشان ته د مرګ سزا اورول شوې وه.
د کال 2017م د اپرېل په مياشت کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د جرنلزم زده کوونکی مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور ګڼو کسانو په پوهنتون کې دننه په تشدد وژلی وو.
د مشال خان د وژنې د پېښې کتنه کوونکي ۱۳-کسیزې تحقیقاتي ډلې په خپل رپورټ کې ویلي وو، د مشال خان په ضد تورونه بې بنیاده وو او د مذهب د سپکاوي تورونه د هغه خلاف د خلکو د راپارولو لپاره استعمال کړی شوي وو.
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د پېښو يا په دغه موضوع ډېر بحث نه کیږي او دا حساسه موضوع ګڼل کيږي، خو د مذهب د سپکاوي خبرونه وخت په وخت مخې ته راځي او په داسې پېښو کې اکثره دا تورونه هم لګېږي چې د شخصي ګټو يا دښمنیو دپاره د مذهب د سپکاوي تورونه لګول کيږي.
ديني پوهان وايي د مذهب د سپکاوي يا توهين رسالت موضوع ډېره حساسه ده په ګڼه ګوڼه کې په داسې څرګندونو کې احتياط پکار دی که يو څوک وینا کوي او که بل څوک ورته بيا غبرګون وايي، نو دواړه باید احتياط وکړي.
پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون له مخې که پر چا دا تور ثابت شي سزا یې مرګ دی.
په پاکستان کې تېر کال د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس د سري لنکا د وګړي پرينکا کمارا په ګډون درې کسان د عدالت پرته وژل شوي وو.
د بشري او لږکيو د حقونو فعالان وايي په پاکستان کې خلک اکثره د مذهب د سپکاوي لانجمن قانون د شخصي ګټو لپاره کاروي.
پاکستان کې د ازادې څيړنيزې ادارې د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټډيز ترمخه د 1947 نه د کال 2001 پورې په ملک کې د مذهب د سپکاوي په تور د عدالتونو لرې 18 ښځې او 71 سړي وژل شوي او تراوسه پورې 107 ښځې او 1308 سړو باندې د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي.
د ادارې د تېر کال د رپورټ ترمخه د کال 2011 نه 2021 پورې په 1287 کسانو باندې د مذهب د سپکاوي تورونه لګېدلي دي، او په يادو پېښو کې 70فيصده د پنجاب صوبې سره تعلق لري.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د عامو خلکو ضد پوځي عدالتونو کې په مقدمو اندېښنه څرګنده کړې

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن ویلي، د عامو خلکو ضد د پوځي قانون لاندې مقدمې چلول د اندېښنې وړ دي او خبرداری یې ورکړی که سياسي فريقېن د بحرانونو څخه د ملک په ويستلو کې ناکامه شو د وړاندې نه کمزوري جمهوریت ته نورې خطرې ور پېښېدی شي.
اېچ آر سي پي په ملک کې په سياسي بحران اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي د حکومت ناکامي يا دلچسپي نه لرل د خفګان وړ دي او مخالفه سياست یې د قانون د واکمنۍ د سپکاوي يو تاريخ دی. وایي په نهمه او لسمه مې د املاکو بې دريغه تباهي شوې ده.
پاکستان کې په نهمه مې د تحریک انصاف ګوند د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د غبن په قضیه کې د نيولو وروسته هم په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.
د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.
اېچ آر سي پي ویلي، عدليه کمزورې شوې ده او د خپلې ازادۍ په ساتلو او بې طرفه پاتې کېدو کې پاتې راغلې ده.
د بشري حقونو کمېشن ویلي، د تحریک انصاف ګوند په ښځينه غړو او ماشومانو د تشدد تاييد لا نه دی شوی خو وایي د دغو پېښو دې پلټنې وشي ځکه په بند کې تشدد يا ناروا سلوک کېدل د بشري حقونو سرغړونه ده، او د دوه صحافیانو د لادرکۍ رڼې پلټنې هم پکار دي.
اېچ آر سي پي د کال 1952 د پوځي قانون لاندې په عامو وګړو د مقدمې چلولو په حکومتي پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي د سرکاري او غېرسرکاري ودانيو تباه کوونکو سره دې حساب وشي خو د هغې دپاره غېر پوځي قوانين موجود دي.
له دې وړاندې د بشري حقونو نړيوال تنظیم هيومن رايټس واچ [اېچ ار ډبليو] هم ويلي، د پاکستان حکومت دې بايد په سمدستي ډول د عامو خلکو قضیې د پوځي عدالتونو نه عامو عدالتونو ته واړوي.
د اېچ ار ډبليو د اسيا څانګې مشرې پېټريشيا ګوسمېن ويلي، "د پاکستاني حکومت زمه واري ده، د تشدد کوونکو کسانو ضد قانوني کارروايي وکړي خو په ازادو او بې طرفه عدالتونو کې دې وکړی شي".
هغې زیاته کړې، "د پاکستان پوځي عدالتونه چې د اورېدنې کړنلارې یې پټې دي د سمې اورېدنې حقونه نه ورکوي بايد دغه طریقه د عامو خلکو دپاره ونه کارول شي تر دې که دوی د پوځ ضد جرم کړی وي".
په 25مه مې وزيراعظم شهباز شریف د پېښور په سفر کې د امنیت غونډې ته په وینا کې ویلي وو، "په نهمه او لسمه مې چې په خېبر پښتونخوا کې کومو خلکو ترهګري کړې او د ملک دښمني یې کړې ده، په پوځي او ملکي ودانیو یې حملې کړي، د هغو پرضد به د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه چلولی شي او په پوځي ودانيو برید کوونکو پرضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي".
اېچ ار سي پي ويلي، که په تحریک انصاف ګوند د بنديز لګولو هڅه کيږي دا به مناسبه نه وي. انتخابات دې د اکتوبر 2023 څخه نور ونه غځول شي ځکه داسې کوم ګام به د جمهوريت د پټلۍ نه د غورځولو برابر وي.
د بشري حقونو کمېشن زیاته کړې، د کال 2018م په انتخاباتو کې یې د سياسي اينجينيرنګ مخالفت کړی او اوس به هم د جمهوري عمل د پټلۍ څخه غورځولو د هڅو په کلکه مخالفت کوي.
بلوچستان: د ایران پولې ته څېرمه نښته کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان صوبې د ايران پولې ته څېرمه علاقه کې د ترهګرو سره په نښته کې یې دوه عسکر وژل شوي دي.
پوځ نن ويلي، د ترهګرو پر ضد یې عملیات پېل کړي او د ایران سره هم په تماس کې دي.
د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس بزنجو پېښه غندلې او ویلي یې دی، "د امن د دوښمنان به په یو صورت هم په خپل مقصد کې کامیابي تر لاسه نه کړي".
پوځ ويلي،نن د یران پولې ته څېرمه د بلوچستان د کېچ ضلعې په سانګوان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته ترهګرو بريد کړی دی.
د وژل شوو عسکرو شناخت د 34 کلن حسنېن اشتياق تعلق یې له ډېره غازي خان پنجاب او د 27 کلن سپاهي عنایت الله د ضلع جهل مګسي بلوچستان اوسېدونکي، په نومونو شوی دی.
پوځ دعوه کړې د ترهګرو بريد په شا تمبول شوی دی.
د دې پېښي ذمه واري د رپورټ جوړلو تر وخته کوم چا نه ده منلې.
خو په په بلوڅ مېشته سیمو کې پر پاکستاني عسکرو د بریدونو زياتې زمه وارۍ بلوڅ بېلتون خوښې وسلوالې ډلې مني.
د مې د مياشتې په 21مه د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان بلوچستان صوبې په سراوان سیمه کې پر ایراني ځواکونو وسله وال برید کې پینځه ایراني عسکر وژل شوي وو.
ایران ویلي وو ترهګر ایران ته داخلېدل خو د سرحدي ځواک سره یې نښته شوې او تښتېدلي وو.
د مې په میاشت کې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د ايران له سرکاري خبري ادارې (ارنا) سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو، پاکستان او ايران پر پوله د پولې سيکورټي ميکنيزم نور هم ټینګولو وړانديز کړی چې دا د امن، ورورولۍ، پرمختګ او خوشحالي نښه وګرځي.
ايران او پاکستان د يو بل پر ضد وخت ناوخته د خفګان اظهار هم کوي، خو ايران بيا تورونه پورې کوي چې د پاکستان له بلوچستان صوبې څخه وخت ناوخته سني وسله والې مذهبي تندروه ډلې پر شيعه ايراني ځواکونو بريدونه کوي.
او پاکستان زياتره وخت تورونه پورې کوي چې بلوڅ بېلتون خوښي پر پاکستاني ځواکونو بريدونه کوي او بيا د ايران د سيستان بلوچستان په سرحدي سيمو کې پناه اخلي.