لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: په افغانستان کې د خانه جنګۍ خطر د کمولو دپاره کوښښونه کوو


تېرکال د نومبر په میاشت کې کابل ته د عمران خان د سفر په مهال هغه او افغان اشرف غني خبري وېنا کوي
تېرکال د نومبر په میاشت کې کابل ته د عمران خان د سفر په مهال هغه او افغان اشرف غني خبري وېنا کوي

د پاکستان وزیراعظم ويلي په افغانستان کې د سیاسي مفاهمت دپاره کوښښونه کوي چې دا ډول د نړیوالو ځواکونو د انخلا وروسته په افغانستان کې د خانه جنګۍ خطر کم شي.

د رویټرز خبري ادارې سره د جمعې په ورځ مرکه کې عمران خان وویل "دا وخت په پاکستان کې ډیره ویره ده او زه تاسو ته یقین در کوم چې مونږ د خپل وس بهترین کوښښ کوو چې د امریکایانو د تګ نه مخکې هلته په یو شکل کې سیاسي مفاهمت وشي."

د امریکې صدر جوبایډن د اعلان ترمخه د سږ کال د سېپټمبر د میاشت پورې به ټول امریکايي عسکر د افغانستان نه ستانه شي.

د امریکې ترڅنګ د ۲۰ نه زیات ایتلافي ملکونه به هم د تر دغه وخت پورې د افغانستان نه انخلا مکمل کړي.

د امریکي پوځ دا هفته وویل چې افغانستان نه د انخلا د ۴۰ فیصد نه زیات کار سر ته رسول شوی دی.

دا مهال چې افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو بېرته تګ دوام لري په جنګ ځپلي ملک کې تشدد هم زیات شوی دی او د طالبانو په حملو کې شدد رپورټ کېږي.

د افغان مامورین په قول د جمعې په ورځ طالبانو د زابل شینکۍ ولسوالي ونیوله چې د نړیوالو ځواکونو بېرته تګ د شروع کېدو نه پس اوومه ولسوالي ده چې طالبانو قبضه کړه.

عمران خان رویټرز ته وویل وویل "کوم وخت چې امریکایانو دا نیټه وټاکله چې دوی به کله ستنېږي...طالبان دا محسوسوي چې جنګ دوی وګټلو."

عمران خان زیاته کړه په داسې حال کې چې طالبان ځان بریالي ګڼي دا به اسان کار نه وي چې په مذاکراتو کې ترې رعایتونه واخیستل شي.

پاکستاني وزیراعظم وویل چې په افغانستان کې خانه جنګي او د کډوالو مسله جوړېږي نو تر ټولو زیات نقصان به پاکستان ته وي.

عمران خان وویل د تېرو لسیزو د پاکستان دا تګلاره یې بدله کړې چې د سټرېټیجک ژورتیا په لټون کې په کابل کې دوست حکومت یقیني کول غواړي.

هغه وویل پاکستان به د هر هغه افغان حکومت سره لېدېن کوي چې افغان ولس یې غوره کړي. هغه زیاته کړه پاکستان ته نه دي پکار چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه وکړي.

عمران خان وویل پاکستان د افغان امن دپاره امریکايي استازي زلمي خلیلزاد سره مرسته مرسته کوي چې په افغانستان کې د نورې خونریزۍ مخه ونیول شي.

د هندوستان سره تعلقاتو په اړه عمران خان وویل که چېرې هندوستان د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت بحال کړي نو هغه ورسره مذاکراتو ته تیار دی.

عمران خان وویل د هند لخوا پاکستان ته د مذاکراتو څه وړانديز نه دې شوې.

د کال ۲۰۱۹ د اګست په پېنځمه نېټه هند خپل انتظام لاندې کشمیر ریاستي حیثیت ختم کړو. پاکستان د دغه ګام مخالف دی هند ویلي دا یې کورنۍ معامله ده بل هېواد یې د مخالفت او یا پې د احتجاج حق نه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG