لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه او عمران خان پي ټي اېم سازش، او پي ټي اېم ځان تحریک ګڼي


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او وزيراعظم عمران خان نن په دوو بېلا بېلو ځايونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ايم په مشرانو ټکونه کړي او وايې د دغې ډلې څو کسان په بهرنيو لاسونو کې لوبېږي.
د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي ايم وتلی مشر محسن داوړ د پوځي مشر جنرل باجوه او د وزيراعظم عمران خبرې د پي ټي ايم په ضد د هغوي د يوې منظمې پروپېګنډې برخه بللې. محسن داؤړ وي او ا ی ډيوه ته وايي،

"د دوي بنيادي مقصد دا دی چې دا تحريک (پي ټي ايم) لانجمن وګرځوي، دوي سره زمونږ خلاف ثبوتونه نشته او که ورسره وي نو وړاندې دې کړي."

د پوځ مشر جنرل باجوه د پي ټي ايم په اړه ورستۍ خبرې په پېښور کې د خېبر پښتونخوا د يونيورسټيو طالبعلمانو ته کړي دي.

نوموړي ويلي پي ټي ايم پخپله مسله نه ده خو يو څو کسان يې په بهرنيو لاسونو کې لوبېږي، د هغه خلکو د جذباتو نه ګټې پورته کوي څوک چې په ترهګرۍ کې ځپل شوي او وس ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري.

جنرل باجوه ويلي د پوځي اپرېشن وروسته ماحول کې چې په کومو مسلو خبرې کېږي هغه رېښتونې او سمې دي. "که زمونږه خبرې سمې دي او مسلې مو هم رېښتونې دي نو بيا يې حل کوئ ولې نه؟"محسن داوړ پوښتنه وکړه.

وزيراعظم عمران خان په مومندو کې د پي ټي ايم په اړه څه ويلي؟

د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم نن په مومندو کې قبايلي اولس ته د وېنا په وخت د پي تي ايم نوم وانخست، خو وې وېل:

"د بهر ملکونو نه په مالي مرسته چلېدونکی يو سازش روان دی چې د قبايلي سيموځوانان زمونږه په ضد راپاروي، نو ترڅو چې د قبايلي سيمو ځوانان بې روزګاره وي هغوي به د محرومۍ ښکار وي نو مونږه له پکار دي چې د دوي مرسته وکړو، که بيا په هېواد کې بل اړی ګړی جوړ شو نو دا به د پاکستان لپارهلوي جاني او مالي زيان وکړي."

د قامي اسمبلۍ غړی محسن داؤړ وايي عمران خان هغه څه وايې چې ورته ويل کېږي، که وګورو هغه د پي ټي ايم په اړه خپل بيانونه څو ځله د چا په وېنا بدل کړل.

"څنګه چې ما په پارلېمنټ کې هم ويلي دا خبرې د هغه پروپېګنډې برخه ده چې غواړي د خلکو په زور جوړ ريښتونی تحريک لانجن کړي."

پوځ او پي ټي ايم:

تېر کال د فرورۍ په مياشت کې د پي ټي اېم د احتجاجونو وروسته د پاکستان پوځ د پښتنو د حقونو لپاره په جوړ شوي دغه اولسي تحريک وخت په وخت نرمې او سختې خبرې کړي دي.

پوځ اکثره په يو وخت دوه پېغامونه ورکوي، لومړی وايې چې د پي ټي اېم غوښتنې سمې دي او بيا ورسره ورسره په دغه تحريک د سازش ټاپه هم لګوي.

د پاکستان د پوځ تر ټولو سخت درېز په ۲۹م اپرېل هغه وخت راښکاره شو چې پوځي وياند ووېل د پي ټي ايم وخت پوره شو،نوموړي په دغه وېنا په اصل کې پي ټي ايم ته ګواښ کړی وو.

د پرېس کانفرنس ورسته پي ټي ايم ويلي وو چې د تحريک آغاز خو وس وشو.

د امريکا فارن پاليسي مجله په خپل يو ورستي رپوټ کې وايي د پوځ د مخالفت باوجود پي ټي ايم په پاکستان کې په لوي مزاحمتي تحريک کې بدل شوی دی. ځکه چې نور سياسي ګوندونه او مشران پوځ غلي کړي دي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG