لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: ملک د تباهۍ په لوري روان دی، بلوڅان باید ځان سره ګډ پر مخ بوتلل شي


د پاکستان پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند باني عمران خان ویلي ملک د تباهۍ په لوري روان شوی، ترهګري سېوا کیږي او بلوچستان کې چې دا مهال کوم حالات دي، هڅه باید وشي چې بلوڅان د ځان سره ګډ یا یو ځای پر مخ بوتلل شي.

د جمعې په ورځ د پینډۍ په اډیاله زندان کې خبریالانو سره غیر رسمي خبرو کې عمران خان ویلي سیاسي ګوندونه ولس رایو ځای کولی شي ، پوځ یې نه شي .

د ډان نیوز د رپورټ له مخې پخواني وزیراعظم ویلي، فیصله سازانو سره د ملک هیڅ فکر نشته اؤ خفیه ادارې دده د ګوند په ختمولو پسې لګول شوي دي.

د تېرې دوشنبې یا ګل په ورځ د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې وسله والو په پوځ اؤ عامو خلکو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې د ۱۴ؤ امنیتي عسکرو په ګډون تر ۷۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.

پوځ دعوه کړې وه چې ددغو بریدونو په مهال یې ځوابي عملیاتو کې ۲۱ ترهګر هم وژلي وؤ.

د بلوچستان دننه په دغه ورځ وسله والو له بسونو د پنجاب صوبې ځینې وګړي راښکته کړي وؤ اؤ پېژندګلۍ وروسته یې وژلي وؤ.

عمران خان ویلي حالاتو ته په کتلو داسې بریښي چې په ملک کې د صوباییت ستره خطره راپېدا شوې اؤ بلوچستان کې د ترهګرۍ د پېښو په اړوند یې پنجاب کې په خلکو احتجاج وکړی.

عمران خان د چا نوم اخستو پرته ویلي، څوک چې دا فېصلې کوي هغوي سره د ملک هیڅ غم نه شته.

نوموړي ویلي دا مهال هیواد ته تر ټولو ستر چیلنج د معیشت ورپېښ دی.

د هغه په وینا، وړومبی مونږ اوریدلي وؤ چې ملک کې په پنځوسو کالو کې ډيره کمه سرمایه کاري شوې ده اؤ اوس معلومه شوې ده چې سږکال د تاریخ تر ټولو کمه سرمایه کاري په ملک کې شوې ده.

د هغه وینا وه چې د ملک ګټه وټه نشته اؤ د قرضونو بار پرې ورځ تر بلې درنېږي اؤ داسې ملک د تباهۍ په لوري روان شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف هم د وفاقي کابینې غونډې ته خپله وینا کې ویلي په ۲۶م اګست ملک کې یو داسې ماحول پیدا کړل شوی ؤ لکه بلوچستان کې چې ملک نه د بیلېدو تحریک روان وي.

هغه ویلي د بلوچستان خلک د وطن سره مینه لري اؤ دغه صوبه کې چې څوک د کرکې تخم کري هغوي ته به هیڅ ځای نه ورکول کیږي.

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG