سیاسي فعالې،جرنلسټې اؤ دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان پخوانۍ میرمنې ریحام خان دمرزا بلال بیګ سره دریم واده کړی دی اؤ دخپل نوي میړه انځورونه یې هم په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي دي.
دريحام خان او مرزا بلال بيګ دنکاح دستوره دامريکايي رياست واشنګټن په سيئټل ښار کې ترسره شوې ده.
ريحام خان په فيسبوک خپل يو پوسټ کې ليکلي دي دمرزا بلال بيګ سره يې واده کړى اؤ وایي چې میړه یې له هغې ديارلس کاله کشر دى خو هغې ویلي یو داسې انسان یې وموندلو چې باور پرې کولی شي.
تر دې وړاندې سږکال دجولایي په میاشت کې دپاکستان دیو شخصي ټي وي چینل په پروګرام کې ریحام خان په دریم ځل د واده کولو اشاره کړې وه اؤ ویلي یې وؤ که چرې دریم واده یې وکړو نو خاوند به یې له حیرانۍ ډک زېری یا سرپرایز ومومي.
ډیوه چې کله له دغو څرګندونو نه وروسته د ریحام خان نه پوښتنه کړې وه چې ایا هغې په رښتیا هم دریم واده ته ځان جوړ کړی دی؟ اؤ که واده کوي نو زر یې کوي که وخت به نیسي؟
دهغې جواب و "یوازې الله سره ددې پوښتنې جواب شته"
ریحام خان په دغه موقعه دا هم ویلي وؤ چې دهغې یوې خپلوانې نجومۍ یا پالۍ دهغې دلاس کرښې کتلي اؤ ورته یې ویلي دي چې لاس کې یې د دریم واده کرښه شته.
ريحام خان چې اوس د بلال بیګ سره د واده په رشته تړل شوې ده دخپل دې نوي خاوند په اړه یې ويلي دي چې دوئ دواړو دفلم جوړولو شوق لرلو اؤ دغه شوق د دوي چې دواړو دژوند لارې يو کړې دي.
دريحام خان 36 کلن خاوند مرزا بلال پيګ ماډل او ټوقمار دى، هغه په بيلا بيلو اشتهارونو کې کار کړی دى.
په خټه پښتنې ریحام خان تر دې وړاندې وړومبی واده په کال 1990 کې دخپل یو خپلوان سره کړی ؤ چې بیا یې د هغه سره په کال 2005م کې طلاق وشو.
له دغه میړه دریحام خان درې اولادونه دي چې یوه یې پیغله لور اؤ دوه یې زلمي زامن دي اؤ هغوئ دا مهال په برتانیه کې میشت دي.
تر وړومبي واده وروسته ریحام خان په جنورۍ کال 2015 کې دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان سره دویم واده کړی ؤ چې دغه واده یې هم یوازې لس میاشتې دوام کړی ؤ اؤ په اکتوبر کال 2015 کې یې دعمران خان سره هم دښځې اؤ خاوند رشته په طلاق پائ ته رسیدلې وه.
ریحام خان چې په خټه پښتنه ده تعلق یې دخیبر پښتونخوا دهزارې سیمې سره دی اؤ یوه اوږده موده یې دبرتانوي خبري شبکې بي بي سي تر څنګ پاکستاني رسنیو کې هم دنطاقې یا اینکرې په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغې دخپل پخواني خاوند عمران خان د ژوند په هکله یو لانجمن کتاب هم لیکلی چې پکې دعمران خان د شخصي ژوند په حواله په هغه ځینې سنګین تورونه لګول شوي دي خو عمران خان اؤ دهغه ګوند دغه تورونه په وار وار رد کړي دي.