لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:دا تاثر سم نه دی چې ګنې جنرال فیض مې دپوځ سرلښکر ټاکلو


imran-gen Faiz

دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دا تاثر سم نه دی چې ګنې ده دایس ایس ایي پخوانی مشر جنرال فیض حمید دپوځ سرلښکر جوړول غوښتل.

هغه وایي دپوځ سره یې هیڅکله کومه شخړه نه ده راغلې ولې چې په پوځي چارو کې یې لاسوهنه نه کوله اؤ نه یې کله دا سوچ کړی ؤ چې خپل ارمي چیف یا پوځي سر لښکر راولي.

داپریل میاشت کې دعمران خان دحکومت ختمیدو نه وړاندې په ټولنیزو رسنیو دې ګنګوسو زور نیولی ؤ‌ چې پوځ سره دعمران خان اختلافات پیدا شوي دي اؤ ددې اختلافاتو ستر لامل دادی چې عمران خان غوښتل دهغه وخت دایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید د پوځ دسرلښکر وټاکي.

دغه ګنګوسې هغه وخت نورې هم سیوا شوې وې چې کله لیفټننټ جنرال ندیم انجم د ایي ایس ایي مشر وټاکل شو اؤ د جنرال فیض تبادله دپېښور دکور کمانډر په توګه وکړل شوه خو بیا تر ډیرو ورځو وزیراعظم حکومت دایي ایس ایي دمشر په توګه دجنرال ندیم دتقررۍ اعلامیه نه جاري کوله.

پخپله یوه تازه پاډکاسټ مرکه کې عمران خان ویلي هغه مهال امریکا له افغانستان څخه وتله اؤ ده غوښتل چې دایي ایس ایي ډایریکټر جنرل فیض حمید باید پخپله څوکۍ پرځائ پاتې وي.

عمران خان وویل ده ته معلومه وه چې په افغانستان کې د خانه جنګې اندېښنه ده او وايي ما سره دا وېره مل وه چې کله امریکا د افغانستان څخه ووځي او که په افغانستان کې خانه جنګي وى نو ددې اثرات به پاکستان ته را رسېږي.

هغه وايي ددې اثرات بيا هم راغلل، د پاکستان يو شمېر پوځيان ووژل شول.

دهغه په وینا "د کله نه چې افغانستان ازاد شو نو ما غوښتل چې چونکه ژمي کې به زموږ تر ټولو مشکل وخت وى نو په داسې حال کې دې داستخباراتو مشر هم جنرال فېض حميد پاتې شي"

خوڅېړونکي وايي دا مالومه خبره ده چې پاکستان په افغانستان کې نفوذ لري او مداخلت کوي خو وايي د ايي اېس ايي د مشر د بدلون له کبله بيا هم د افغانستان په اړه د پاکستان په تګلاره کې کوم بدلون رانغلو.

عمران خان وایي هغه ځکه نه غوښتل چې جنرال فیض بدل شي چې یو خو د ژمي موسم ډیر سخت وي اؤ بله ده ته دا هم معلومه شوې وه چې مسلم لیګ نواز ګوند دحکومت نسکورولو پلان جوړ کړی دی.

هغه وایي ده ته دا معلومات دجولایي دمیاشتې نه په لاس ورغلي وؤ ځکه نو نه یې غوښتل چې د ایي ایس ایي مشر دې په دغسې حالاتو کې بدل شي.

عمران خان زیاته کړې ده کله چې هم سخت حالات وي نو په هغو حالاتو کې داستخباراتو مشر نه شي بدلولی ځکه چې هغه خو دحکومت سترګې اؤ غوږونه وي.

د عمران خان په وینا "خو دا تاثر سم نه دی چې ګنې ما غوښتل جنرال فیض ارمي چیف کړم ، زما خو په ذهن کې هم داخبره نه وه چې خپل ارمي چیف راولم"

د پخواني وزیر اعظم عمران خان په دې تازه څرګندونو د ډيوه سره خپله تجربه کې د نړيوالو چارو څېړنکار ډاکټر اعجاز خټک وايي د عمران خان دې څرګندونو هم ډېر سوالونه راپورته کړي دي.

هغه وايي دا نوې خبره نه ده چې پاکستان د افغانستان په چارو کې څومره نفوذ لري او مداخلت کوي.

نوموړي پوښتنه وکړه ایا عمران خان دا ویل غواړي چې ګني د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره يوازې د جنرل فېض وه او د فېض نه مخکې بدله وه او یا له هغه وروسته بدله شوه؟

هغه وايي زما په اند د پوځ او پاکستان تګلاره ده او اوس هم چې حکومت بدل شو او جنرال فېض د ايي اېس ايي څوکۍ نه لاړو نو هېڅ فرق په کې رانغلو.

اخوا د پاکستان د پوځ پخواني افسر ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي دی نه ګڼي چې د عمران خان د خبرې مقصد د جنرل فېض د ايي اېس ايي مشر په توګه په زړه څوکۍ ساتل د افغانستان په چارو کې مداخلت کول وؤ.

هغه وايي زما په اند د ايي ایس ایي دا اوسنۍ مشر د افغانستان، هند او د هېواد د کورنیو چارو په اړه هغه هومره تجربه، علم او پوهه لري څومره چې جنرال فېض حميد درلوده.

هغه بيا وايي بله دا چې د اي ایس ايي د مشر د څوکۍ يو ټاکلی وخت وي او دا هم سمه نه وي چې يو تن په يوه څوکۍ په دوامداره توګه پاتې شي.

پخواني وزیر اعظم عمران خان په دغه پاډکاسټ مرکه کې دا هم ویلي چې هغه ته له تېرې جولايي مياشتې راهيسې معلومه شوې وه چې مسلم لیګ نون ګوند د هغه د حکومت پرضد بشپړه منصوبه جوړه کړې ده.

څېړونکي وايي د عمران خان دا خبره د نوموړي د هغو تورونو سره سمون نه لري چې ګواکې د هغه د حکومت پرځولو ترشا د امریکا سازش ؤ.

ښاغلی اعجاز خټک وايي امریکا ته د عمران خان د پخواني حکومت څخه هېڅ تکلیف نه ؤ نو ولې به یې د هغه د حکومت ختمولو لپاره سازش کولو؟

د اعجاز خټک په وبنا کېدای شي چې امريکا روسیې ته د عمران خان په تګ خفه وه خو دا دومره غټه خبره نه وه چې امریکا د هغه د حکومت ختمولو لپاره سازش وکړي.

هغه وایي" امريکا به په ايران کې د رژيم بدلول غواړي چې خلاف دي،یا بل ځاې به غواړي. داسې خو به امریکا د پاکستان په ګډون د ډېرو هېوادونو نه خفه وي، فشار به پرې هم اچوى او دا خبره اوس کنفرم ده چې امریکا سازش نه دی کړی"

دنوموړي په وینا مخکې به عمران خان دا ویل چې يوه ورځ مخکې په امریکا کې د پاکستان د پخواني سفیر خط راغلو او په سبا مخالفو سياسي ګوندونو دده خلاف د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړو. او اوس وايي ما ته ددې د کال 2021 دجولاىي راهیسې پته وه چې دا کېږي. دا هر چاته پته وه اخبارونو کې به خبرونه راتلل چې مخالف ګوندونو د عمران خان حکومت ختمول غواړي.

پخواني جرنيل طلعت مسعود وايي په جمهوريت کې حزب اختلاف تل هڅه کوي چې د وخت حکومت قابو کړي او په خپله حکومت ته راشي او دا دجمهوریت ښکلا هم ده.

هغه وايي عمران خان له دا سوچ کول پکار دی چې هغه څه علتونه وؤ چې دده حکومت ختم کړی شو. هغې کې کومې کمزورې وې. او ولې ترینه خپل اتحاديان او خپل خلک خوابدي شول.

نوموړی وایي که عمران خان ېا بل څوک دا د امریکا سازش ګني نو ځان له او نورو له دهوکه ورکوي.

XS
SM
MD
LG