لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړۍ دې د کشمير په مسله د ممکنه جوهري جنګ مخه ونيسي: وزيراعظم عمران خان


د پاکستان وزيراعظم عمران خان يو وارې بيا په نړۍ غږ کړی د کشمير شخړه آوارولو کې دې خپل رول اولوبوي او خبرداری يې ورکړی د کشمير په سر د دواړو جوهري وسله لرونکو هېوادونو ترمينځ ممکنه جګړه به نه يواځې د بر صغير سيمه د خطرو سره مخ کړي بلکه ټولې نړۍ ته به يې هم تپ ورسي.

ښاغلي عمران خان دا خبرداری د الجزيره ټيلي وژن سره په يوه اوږده مرکه کې ورکړی او ويلي يې دوي سره د کشمير د مسلې بله لاره نشته تر څو دغه مسله په نړيواله کچه اوچته کړي.

نوموړي ويلي د کشمير په مسله يې د وړاندې نه د امريکا، روس، چين او يورپ سره خبرې کړي او زياتوي د هندوستان سره د تجارت لکبله اکثره غربي هېوادونه د کشمير په مسله غلي دي خو که د هند او پاکستان ترمينځه جوهري جنګ اوشو نو د نړۍ تجارت به هم له مينځه لاړ شي او زور به يې د هر چا نه وځي.
د دواړو هېوادونو ترمينځه د اېټمي جنګ د امکان په اړه پوښتنې ته په ځواب کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان وېل د دغې خطرناک جنګ امکان نه شي رد کېدی ځکه چې هندوستان په کشمير کې د بې ګناه اولس قتل عام شرو کوي نو هغوي به لکه د پلوامه په څېر د هندي ځواکونو په ضد ځانمرګي بريدونه پېل کړي او هند به يې تور په پاکستان ولګوي او لکه د تېر ځل په شان به بيا د نړۍ پام د کشمير نه د اړولو په خاطر په پاکستان بريدونه وکړي نو پاکستان خو به د خپلې دفاع لپاره تر آخيري ساه جنګيږي او تاسو پخپله فکر وکړئ چي يو اټمي هېواد تر آخيري ساه جنګيږي نو د دې اثرات به په ټولې نړۍ پريوزي.

نوموړی به د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته وېنا کوي د دغې وېنا اېجنډه به څه وي ، عمران خان وېل وړاندې خو به ده په موسمي بدلون او د مسلمانانو په ضد په غربي هېوادونو او هندوستان کې د کرکې په موضوع خبره کوله خو وس به د کشمير په مسله نړۍ خبروي او د ملګرو ملتونو نه به پوښتنه کوي چې د کشمير په اړه دوي کوم قرارداد په کال 1948م کې منظور کړی وو چې د کشمير فېصله به کشميري اولس کوي، هندوستان د هغه قرارداد سرغړونه کړې او هم يې د خپل ايين د ارېټيکل 370 خلاف ورزي کړي چې د کشمير ځانګړی حېثيت يې ختم کړی.

د هندوستان سره د خبرو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان وېل، ده د خپل حکومت په لومړۍ ورځو کې د هندوستان سره په خبرو اترو ډېر زور اچولی وو خو د دده په وېنا د سخت دريزه هندو ملت پاله ګوند بي جی پي حکومت د پاکستان لخوا د خبرو وړانديز د دوي کمزوري اوګڼله خو وس چې د کشمير په اړه هندوستان دغه يو اړخيزه فېصله وکړه وس خو ورسره د خبرو ا ترو سوال هم نه پېدا کېږي، ځکه چې هندوستان په دغه فېصله نړيوال قانون او هم خپل آېين مات کړی.

نومړي د الجزيره سره د مرکې په وخت د امريکا دصدر ډونلډ ټرمپ مننه وکړه چې څو وارې يې د کشمير په سر د مينځ کړيتوب وړانديز کړي.

د طالبانو او امريکا ترمينځه د خبرو اترو د ځنډېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې عمران خان وېل پاکستان خپل پوره وس کوي چې په افغانستان کې امن راشي او په طالبانو يې خپل پوره زور اچولی چې خبرو ته کښېني نوموړي اوېل وس به دوي کوشش کوي چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني او افغانان خپله مسله سره پخپلو کې حل کړي.

نوموړي هيله څرګنده کړه صدر ټرمپ به دغه ودرول شوې خبرې اترې بيا پېل کړي ځکه چې د افغان کشالې يواځنی حل د خبرو اترو لاره ده.

په مرکه کې وزيراعظم عمران خان نه اوپوښتل شول چې دی په يوټرن وزيراعظم مشهور دی يعني دی بيا بيا خپله خبره بدلوي،نو نوموړ وخاندل او وېل وېل دی د مخاليفينو په دغه پېغورونو نه خفه کېږي خو وايې شوده سړی هغه وي چې خپل سر ديوال ته بيا بيا وهي او لاره نه بدلوي، نوموړي د خپل کرکټ د کپتانۍ مثال ورکړي چې دی به مېدان ته د کومې تګلارې سره کوز شوی وو اوبيا به هغې تګلارې کار نه کوو نو سمدستي به يې بدلوله، ځکه په حکومت کې هم چې د ده کومه پاليسي کار نه کوي هغه فوري بدلوي او نوې پاليسي عملي کوي.

نومړي يو وارې بيا په پاکستان کې د مېډيا په ضد د بنديزونو خبره رد کړه او وېل پاکستان د مېډيا د آزادۍ په حواله د نړۍ په ښه هېوادونو کې دی. او زياته يې کړه د دوي حکومت تر ټولې زيات زغم ښودلی دی.

آيا پاکستان وس يو نوی پاکستان دی ؟ څه پکې نوي دي.؟ نوموړي دغې پوښتنې ته په ځواب کې وېل نوی پاکستان د کرپشن نه پاک دی او د دوي د پارليمان غړي په هېڅ ډول کرپشن کې ککړ نه دي.

د پاکستان د اقتصاد په اړه پوښتنې ته په ځواب کې نوموړي اوېل، د پاکستان اقتصاد د دوي د حکومت په لومړي کال د تاريخ تر ټولو خرابې کچې ته غورځېدلی وو ځکه چې د هېواد برامدات بيخي کم شوي وو خو زياته يې کړه وس اقتصاد په بره روان شوی او برامداتو کې اضافه شوې،

نومړي د الجزيره سره د خپلې مرکې په آخېر کې اولس له يو وارې بيا ډاډ ورکړو چې د دوي د حکومت سخت وخت تېر شو او د انګرېزۍ هغه متل يې تکرار کړو چې روم په يوه ورځ کې نه وو جوړ شوی، او د دوي د حکومت 13 مياشتې اوشوې خو ډېر بدلون يې راوستی او پينځه کاله وروسته به خلک پخپله بدلون محسوس کړي.

په پاکستان کې مخالفه سياسي ډلې د عمران خان په حکومت نيوکې کوي چې دوي د امريکې د سفر په وخت د کشمير کشاله فېصله کړې او وايې دغه حکومت سپينه مارشل لا ده، چې پکې مخالفه سياسي مشران په جيلونو کې بنديوان دي او په مېډيا پکې بنديزونه نور زيات شوي.

په پاکستان کې عام اولس هم د عمران خان د حکومت نه سرټکوي او وايې ګراني پکې د غريب اولس د زغم نه بهر ده.

خو حکومت دغه تورونه ردوي او وايې اقتصاد به ډېر زر وده وکړي او اولس به خوشحالي اويني.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG