د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او مخکینی وزیراعظم عمران خان نن د توشه خانې په قضيه کې په اسلام اباد کې د اډيشنل سيشن جج عدالت ته مخامخ کيږي نوموړی د فرد جرم لګولو دپاره طلب کړی شوی دی. د اسلام اباد پوليسو ويلي د قانون 144 ماده لګول شوې ده، یعنې د ګڼو خلکو په یوځای پابندي لګول شوې ده .
د پاکستان تحریک انصاف ګوند په ټويټر وويل، عمران خان د اسلام اباد په جوډيشل کمپليکس کې د پېشۍ دپاره د لاهور د زمان پارک نه روان شو.
د عمران خان د پېشۍ په مهال د اسلام اباد پولیسو ویلي، په اسلام اباد کې 144 ماده لګول شوې، د شخصي کمپنيانو، ساتونکو يا کوم تن د وسلې په لاس ګرځېدو بنديز دی، خلک دې د جي الېون ون او جي ټېن ون په علاقه کې د غېر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
تېر ماسخوتن د اسلام اباد پوليسو ويلي وو، د عمران خان چيف اف سټاف سېنېټر شبلي فراز د اسلام اباد پوليس مشر او راولپنډۍ د ار پي او ډي ايي جي سيکيورټي سره ليدلي، او د عمران خان د ممکنه پېشۍ په مهال د سيکيورټي انتظاماتو په اړوند یې خبرې شوې وې.
د اسلام اباد اډيشنل سیشن جج ظفر اقبال په 28م فرورۍ د توشه خانې په قضیه کې د پخواني وزيراعظم عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړی وو.
عمران خان عدالت ته نه وو حاضر شوی او نوموړي جج په اورېدنه کې ويلي وو، "عمران خان له عدالت ته حاضرېدل پکار وو، ځکه چې په هغه فرد جرم لګول کېدو يو ځل دې پرې فرد جرم لګېدلی وی بيا نورو عدالتونو ته تلی شو".
پرون د لاهور هایکورټ د عمران خلاف د دهشت ګردۍ په اتو مقدمو کې د هغه حفاظتي ضمانت منظور کړی وو. عمران خان لاهور هايکورټ ته د ضمانت خواست کړی او پرون هايکورټ ته پېش شوی وو.
د مقدمې د اورېدلو په مهال د لاهور هایکورټ جج جسټس طارق سلیم وویل چې د عمران خان د ګرفتارۍ دپاره امر جاري کړی شوی وو خو عمل پرې ونه شو او د دې نه تاثر خپرېږي چې د ریاست واکداري نه شته. جج زیاته کړه چې بیا دې داسې و نه شي.
د دې په جواب کې عمران خان وویل هغه ته معلومه وه چې د مارچ په 18 به عدالت کې حاضرېږي خو حکومتي مامورین او دومره زیات ځواکونو نه راغلل چې مثال يې نشته. هغه وویل پارټۍ يې د انصاف په نوم ده خو په کار کوونکو يې د هغه په قول بدترین تشدد شوی دی.
جسټس طارق سلیم شېخ عمران مخاطب کړو او ورته یې وویل چې پولیس سره دې تعاون کوي.
له دې وړاندې د اسلام اباد هایکورټ نن د 18 مارچ پورې د عمران خان د نه ګرفتارولو امر کړی او د توشه خانې په مقدمه کې يې د هغه د ناقابل ضمانت ګرفتارۍ امر برقرار ساتلی وو.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سېشن عدالت د توشه خانې په مقدمه کې د عمران خان د ګرفتارۍ د امر خلاف مسترد کړو.
د اسلام اباد هایکورټ جیف جسټس عامر فاروق وویل چې عمران خان د عدالت د کار د وخت په مهال د مقدمې په عدالت کې حاضر شي او که چېرې داسې نه کوي نو په ضد يې د توهین عدالت اقدامات هم کېدلی شي.
پوليس چې د نهې یا سې شنبې په ورځ په لاهور کې زمان پارک ته څېرمه د عمران خان کور ته ورغلل نو له مقاومت سره مخ شول او د دوو ورځو لپاره د پولیسو او د تحریک انصاف د پلویانو ترمنځ نښتې وشوې، د پنجاب حکومت ویلي وو په نښتو کې 58 پوليس ژوبل شوي ګاډي سوځول شوي او سرکاري املاکو ته تاوان اړول شوی وو.
دغه نښتې وروسته له هاغې ودرېدې کله چې محکمې د شورو یا چهارشنبې په ورځ پکې مداخله وکړه.
په همدې ورځ پي ټي ايي د اسلام اباد هایکورټ لخوا د هغه د نیول کېدو حکم هم چلنج کړی وو.
محکمې د هغه غوښتنه رد کړه او د پي ټي ايي له مشر څخه یې وغوښتل چې محکمې ته حاضر شي او هغه وویل، چې هغه به د مارچ په 18منېټه اورېدنه کې حاضر شي.
د پاکستان تحریک انصاف په ټويټر خپره شوې ويډيو کې د عمران خان يو وکیل بابر اعوان ويلي، نن د عمران خان د پېشۍ په مهال د هغه ژوند ته سختې خطرې ورپېښې دي.