لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي پوځ مشر د عمران خان لخوا د حافظ سعید په اړه بیان رد کړی


د هندوستان د پوځ مشر جنرال بپن راوت د پاکستان وزیراعظم عمران خان د حافظ سعید په اړه هغه بیان رد کړی چې پکې نوموړي ویلي وو د ممبۍ ترهګر بریدونو کې ککړو ترهګرو ډلو د مشرانو پرضد په ګامونه پورته کوي.

د پاکستان وزیراعظم د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپانړې ته په یو مرکه کې د هند ممبۍ ښار کښې په ترهګر برېدونو تورن د پاکستاني تندروه ډلې مشرانو پر ضد د ګامونو پورته کولو ژمنه څرګند کړې او دغه ګام يې د پاکستان په ګټه بللي.

دغه بېان ته په غبرګون کښې د هندي پوخ مشر جنرل بپن راوت وېلي، هندوستان ته د ممبۍ برېدونو کښې ککړې ډلې پخلي په اړه د چا د بېانونو حاجت نشته او زیاته کړې يې ده چې هندوستان او نړیواله ټولنه په دې ښه خبر ده چې دغه بریدونه چا ترسره کړي وو.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د امرېکا واشنګټن پوسټ ورځپانړې سره په مرکه کښې وزیراعظم عمران خان وېلي پاکستان غواړي د ممبۍ ښار ترهګر بریدونو کې ککړ تنان د انصاف درشل ته راولي او د حکومتې واکدارانو څخه يې په بریدونو کې تورنو کسانو پرضد تردې دمه شوي قانوني کاروایۍ معلومات هم غوښتلي دي.

د ممبۍ ترهګرو بریدونو لس کاله پوره کیدو وروسته هندوستان په نژدیو کې یو وارې بیا په پاکستان تور لګولی چې په دغه بریدونو کې ککړو تنانو پرضد يې هېڅ کاروايي نه ده کړې.

امرېکا هم بیا بیا د پاکستان حکومت نه غوښتنه کړې چې په نړیواله توګه ترهګر ګرځول شوي حافظ سعید او د هغه نژديو ملګرو پرضد دې کاروايي باوري کړي.

د پاکستان تحریک انصاف حکومت مخالفه ګوند عوامي نېشنل پارټۍ ویاند زاهد خان د عمران خان دا تازه بیان ستایلی خو د دغې کار په عملي کیدو يې پوښتنې راپورته کړي.

زاهد خان وي او ای ډیوه سره د خبرو په وخت ویلي دا به کتل وي چې ایا عمران خان د دغه کار کولو لپاره هغه قوتونه په باور یا اعتماد کې اخېستي څوک چې په دغې اړه په ریشتیا واک لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG