لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تندروه ډلو ته به د نورو هېوادونو پرضد د پاکستان خاروه کارولو اجازه ورنه کړو: عمران خان


د پاکستان حکومت لخوا د هېواد دننه د تندروه ډلو پرضد په لویه کچه ګامونه پورته کولو د اعلان یوه ورځ وروستو د دغه هیواد وزیراعظم عمران خان ویلي د خپل ملک په خاوره به یوې تندروه ډلې ته هم اجازت ورنه کړي چې په نورو هېوادونو کې حملې وکړي.

پاکستان دا وخت د سخت نړیوال فشار سره مخ دی چې په ګاونډي ملک هندوستان کې حملې کوونکې تندروه ډلو پرضد دې عملیات وکړي.

د هندوستان د ولقې لاندې کشمیر پلوامه کې د فرورۍ په ۱۴مه نېټه په هندي پوځیانو شوي خونړۍ حمله کې ۴۰ هندي پوځیان وژلی شوي وو چې پړه یې په پاکستان کې فعاله تندروه ډلې جیش محمد په خپل سر اخستې وه.

ددغه حملې وروستو د پاکستان او هندوستان ترمنځ تاو تریخوالی سېوا شوی وو او د دواړه تر منځه د جنګ خطر ډیر سېوا شوی وو. دواړه ایټمي ملکونو تېره هفته د یو بل پرضد هواي بمبارۍ هم کړې وې چې پکې پاکستان د هند دوه جهازونه راغورځولي وو او یو هندي پایلټ یې ژوندی نیولی وو. د پاکستان وزیراعظم عمران خان لخوا هندوستان ته د پایلټ بیرته ورکولو وروستو د دواړه ملکونو ترمنځ تاوتریخوالي کې د څه حده پورې کمی راغلی وو.

د پاکستان او هند ترمنځ اړیکو خرابېدو وروستو امریکې، برطانیې او د نړۍ یو شمېر نورو ملکونو په پاکستان زور راوړی وو چې د تندروه ډلو خلاف ګامونه پورته کړي.

پاکستان په سیمه کې د خپلې بهرنۍ تګلارې مخ په وړاندې بوتللو لپاره د تندروه ډلو استعمالولو تاریخ لري خو د هندوستان هغه تورونه یې رد کړي چې ګني د هند د ولقې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو خلاف په جګړه بوخت تندلارو ته په فعاله توګه مرستې ورکوي.

پاکستان د تېر ګل په ورځ په ملک کې دننه فعاله تندروه ډلو پرضد تازه ګامونو پورته کولو اعلان کړی او د زیارت د ورځې پورې يې د غیرقانونه ګرځول شوو ډلو د انتظام لاندې ۱۸۲ مذهبې مدرسې تړلي او د غیرقانونه ډلو سره اړیکې لرونکي د ۱۲۰ نه سېوا تنان یې نیولي.

عمران خان د سیند په تهر سیمه کې یوې غونډې ته د وینا په وخت ویلي حکومت به یې د ملک نه بهر څه قسمه ترهګرۍ لپاره د پاکستان د خاورې استعمالولو اجازت ورنه کړي. او خپل اولس ته يې باور ورکړو چې ډېر زر به په پاکستان کې یو نوی دور وویني.

په تېرو وختونو کې د پاکستان بیلا بیلو حکومتونو هم دغه شان وعدې کړي چې ترهګرو ته به د پاکستان خاوره استعمالولو اجازت نه ورکوي.

په کال ۲۰۰۲ کې هم پاکستان دغه شان ژمنه کړې وه کله چې د هندوستان په پارلیمان باندې په پاکستان کې میشت د یو تندروه ډلې د حملې وروستو دواړه ملکونه د جنګ غاړې ته رسیدلي وو. پاکستان کې د تندروه ډلو خلاف دغه ګامونه ډېر په جذبه سره شروع کړی شوي وو خو د څه وخت تېرېدو وروستو هرڅه بېرته ساړه شو او غیرقانونه ډلې د ځان ژوندي ساتلو او خپلو عملیاتو ته دوام ورکولو جوګه پاتې شوې وې.

د تاریخ په رڼا کې هندوستان د پاکستان لخوا د تندروه ډلو ختمولو وروستیو ګامونو ته د شک په نظرګوري او هندي چارواکي د پاکستان دغه ګامونه تش په نوم عملیات بلي.

خو عمران خان ویلي ملک د یو امن ناکه او مستحکم پاکستان جوړولو لپاره ډېرزیات خواهش لري. عمران خان وویل، ٫٫ مونږ به یو ترهګرې ډلې ته دا اجازت ورنه کړو چې اوس زمونږ په ملک کې فعالیتونه وکړي٬٬.

پاکستاني چارواکي وايي د تندروه ډلو خلاف وروستي ګامونه د حکومت د اوږد پلان برخه ده او دا چې دغه ګامونه یې د هندوستان د غصې په ځواب کې نه دي پورته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG