لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د مغربي ملکونو غوښتنه رد کړې چې پاکستان دې د روس غندنه وکړي


د نړیوالو چارو څيړونکي د وزير اعظم دغه بيان د سفارتي اداب سرغړونه او د پاکستان د حکومت د اوکراين په شخړه کې د بې پلوه پاتې کېدو تګلارې په ضد بولي
د نړیوالو چارو څيړونکي د وزير اعظم دغه بيان د سفارتي اداب سرغړونه او د پاکستان د حکومت د اوکراين په شخړه کې د بې پلوه پاتې کېدو تګلارې په ضد بولي

د پنجاب صوبې په ميلسي ښار کې جلسې ته د وينا په وخت وزير اعظم عمران خان د يورپي هيوادونو لخوا د پاکستان څخه په اوکراين د دروس د یرغل د غندلو غوښتنه رد کړې او خبردارى یې کړى هغه د پاکستان هوايي ځواکونو ته د امريکايي ډرون راغورځولو حکم ورکولى شي.

د نړیوالو چارو څيړونکي د وزير اعظم دغه بيان د سفارتي اداب سرغړونه او د پاکستان د حکومت د اوکراين په شخړه کې د بې پلوه پاتې کېدو تګلارې په ضد بولي.

څیړونکي زياتوي د پاکستان د حق نه کيدو باجود يورپي يونيين لخوا د جي ايس پي پلس يا ځانګرى تجارتي مراعات اسکيم نه تر اوسه په اربونو ډالر ګټي ترلاسه کړى دي او د وزير اعظم بيان دغه سکيم ته زيان رسولى شي.

وزير اعظم عمران خان وویل ېونين او امريکا د پاکستان سره توپيري چلند کوي او د يورپي يونين د سفير نه یې وپوښتل د پاکستان په شان هند ته هم خط ليکلى شي اوکه نه؟

وزير اعظم وويل د ترهګرۍ په ضد جګړې او افغانستان کې د ناټو سره مرستو له امله پاکستان ته په لويه کچه جاني او مالي زيان رسيدلى خو د دى بدل کې د هر څه ذمه وار بيا پاکستان بلل کيږي او د دى په پرتله د هند د واک لاندې کشمير کې دبشري حقونو دسرغړونو څوک تپوس هم نه کوي.

د نړیوالو چارو څیړونکی اعجاز خټک وي او اى ډيوه سره خبرو کې د وزېر اعظم بيان د اوکراين شخړى په سر د بې پلوه پاتې کيدو تګلارى په ضد بولي او زياتوي دى بيان سره داسې ښکاري چى وزير اعظم پاکستان هم د شخړى فریف جوړول غواړي.

پخوانى سفارتکار اياز وزير نظر لري چې يورپي يونين او پاکستان کې د غربي نړۍ نورو سفيرانو ته د ښکاره خط ليکلو نه ډډه پکار وه خو بيا وزير اعظم عمران خان هم دوی ته مناسب ځواب نه دى ورکړى.

نوموړي زياته کړه غوره به دا وه چې جلسه کې د وينا په ځاى وزير اعظم سفارتي لار کارولى وی.

د معاشي چارودڅيړونکى او د خزانى پخوانې مرکزي وزير ډاکټر حفيظ پاشا ويره لرې چې د وزير اعظم دا بيان پاکستان ته معاشي زيان رسولى شي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل د پاکستان د کل صادراتو ٤٠ او د ټيکسټاٸيل يا د ټوکر ٣٠ فيصدي يورپي هيوادونو ته ليږل کيږي.

نوموړي د وزير اعظم عمران خان دا تور هم بې ځايه وبللو چې يورپي يونيين پاکستان له څه نه دي کړى او د حفيظ پاشا په خبره د يورپي يونيين لخوا پاکستان لپاره جي ايس پي پلس يا تجارتي مراعاتو اسکيم د لاندى پاکستان ته تيرو څو کاله کې اربونو ډالرو ګټه شوى ده.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG