د پاکستان پخواني وزيراعظم عمران خان ويلي، د هغه د پوځ د مشر سره هېڅ لانجه نشته خو د پوځ مشر ورسره په لانجه دی.
په اسلام آباد کې د وي او ای اردو څانګې خبريالې سارا زمان سره په سکاېپ مرکه کې عمران خان وویل د پوځ د مشر سره يې نه وړاندې څه مسله وه او نه اوس، خو مسله د پوځي مشر لخوا ده، "هغه (د پوځ مشر) وايي چې (که) هرڅه کېږي خو چې عمران خان حکومت ترلاسه نه کړي."
د نوموړي نه وپوښتل شو چې په لاهور کې د هغه په کور کې څه روان دي او په راتلونکو ورځو کې يې څه اندېښنې دي نو هغه ووېل، "په راتلونکو ۲۴ ساعتو کې به څه کېږي؟ زه نه يم خبر."
عمران خان وویل تېره شپه حکومت د يوې منصوبې لاندې د هغه په کور په ګڼ شمېر کې پوليس راوچول، "هغوي زما د کور نه ګېره واچوله، او زما د کور ټولې لارې يې وتړلی. د هغوي منصوبه دا وه چې ۴۰ ترهګر داسې ښکاره کړي چې لکه زما د کور نه يې نيولي وي، او د شوي ټول تشدد پړه په ما را واچوي، خو ما د خپل کور ټولې دروازې مېډيا ته خلاصې کړې چې دنيا ته اوښايي دلته هېڅ ترهګر نه ديپټ، او د هغوي منصوبه مې ناکامه کړه."
د پخواني وزيراعظم عمران خان نه چې وپوښتل شو چې تاسو او ستاسو د پارټۍ نورو مشرانو بيا بيا دا ويلي که تاسو ونيولی شوئ نو تشدد به کېږي،ستاسو د پارټۍ پلويانو هم داسې دهړکې ورکړي چې عمران خان د هغوي سره کرښه ده، آيا تاسو يا ستاسو د پارټۍ مشران ستاسو د نيولو وروسته د راپارېدلي تشدد ذمه واريمنئ؟
نو عمران خان ووېل " نه،بيخي نه، او د دې يو ساده وجه ده، مونږه چې کله هم دمظاهرو غږ کړی مونږه د پرامنه مظاهرو غږ کړی."
عمران خان وویل په سیاست کې يې ۲۷ کاله وشو، "مظاهرې زمونږه آيني حق دی ، مونږه د آيين دننه د پرامنه مظاهرو غږ کړی، که زه وژل شوی وی بيا د تشدد امکان وو خو داسې نه ديشوي، کله چې زه پوځ په زور اوچت کړم، چې سپريم کورټ ورته يو غېر قانوني ګرفتاري ويلي، نو د هغې په غبرګون کې به زما پلويان راوتل، خو هغوي تشدد نه د ی کړی."
پخواني وزیراعظم وویل د هغه د ګرفتارۍ په ضد مظاهرو کې د هغه مخالفینو تشدد کړی "زمونږه په ضد يوه بهانه جوړول غوښتل،مونږه دا ثابتولی شو، مونږه سره پوره ثبوتونه دي چې د کور کمانډر کور ته چا اور اچولی."
نومړي ووېل، په پاکستان کې د نادرا د لارې په دغه تشدد کې د ککړو کسانو معلومول هېڅ ګران نه دي، پکار ده چې پلټنې يې وشي،خو هغه زیاته کړه موجوده حکومت دغسې نه غواړي.
د يوې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو خو پخپله د پوځ د مشر نوم اخلۍ او تنقيد پرې کوئ خو ستاسو مخاليفينو چې ستاسو په حکومت کې په پوځ نيوکې کولې نو تاسو به هغوي ته غداران وېل، نو عمران خان ووېل، دې ته پکار ده چې په خاص تناظر کې وکتلی شي،" زما د هغوي په تنقيد کې فرق دی، تاسو دې ته په يو تناظر کې اوګورئ، نواز شریف او د هغه لور په پوځي مشر تور لګوو چې د ده په مجرم ثابتولو کې لاس لري. خو د هغه په ضد دوه کاله مقدمه اوچلېدله، او تحقيقاتي کميټي ورله جوړه شوه چې هغه پکې مجرم ثابت شو، خو هغه به د خپل جرم تور په پوځ او ججانو اوچو، نو ما به يې ځکه مخالفت کو خو نن زه ولی د پوځي مشر نوم اخلم؟ ځکه چې زه پوځ د هايي کورټ د احاطې نه نيولی وم."
د مرکې په پاې کې چې کله د عمران خان نه وپوښتل شو چې د پوځ د مشر سره به يې اړيکې څنګه سمېږي نو هغه وویل " زما د پوځ د مشر سره هېڅ مسله نشته او نه مې ورسره مخکې څه لانجه وه، هغوي ته زما نه مسله ده."
"وړاندې هم څو څو ځله هغوي ماپسې خبرې کړي چې سمې نه وې،ما هغوي سره د خپلې خبرې د سپيناوي هڅې کړې وې، چې مسله ورسره هواره کړم، خو مسله زما د طرف نه نه ده، مسله د پوځ د مشر د اړخ نه ده. نه پوهېږم چې د هغه په زړه کې څه دي چې هغه وايي که هر څه کېږي خو چې عمران خان په واک کې را نه شي."
یادونه: عمران خان سره مرکه د وي او ای اردو څانګې خبريالې ساره زمان کړې او د وي او ای ډیوه دپاره خبریال بختورشاه ترجمه کړې ده