لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وايي حکومت يې په زرګونو پلویان ګرفتار کړي دي


عمران خان وویل په موجوده وخت کې د پي ټي ايي ۳۱۰۰ پلویان او د سوشل ميډیا فعالان په پنجاب، خېبرپښتونخوا او په اسلام  اباد کې په جېلونو کې دي
عمران خان وویل په موجوده وخت کې د پي ټي ايي ۳۱۰۰ پلویان او د سوشل ميډیا فعالان په پنجاب، خېبرپښتونخوا او په اسلام  اباد کې په جېلونو کې دي

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر عمران خان ویلي په تېرو څوهفتو کې یې حکومت په زرګونو پلویان او د سوشل ميډیا فعالان نيولي دي.

د وي او ای رپورټ وايي عمران خان د خالي، شنبې، په ورځ په ټېلې وژن خپل تقریر کې وویل د ګڼ شمېر نیول شویو پلویانو درک يې نه دی معلوم او ځینو ازاد کړی شویو پلویانو ویلي په د حراست په مهال پې تشدد شوی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه عمران وویل د وزیراعظم شهبازشریف حکومت د هغه د پلویانو او د شوسل ميډیا فعالانو خلاف اقدامات کوي چې د رای د ازادۍ خلاف ورزي ده او د پاکستان په ميډیا کې د خزب اختلاف د خبرونو مخه نیول کېږی.

عمران خان وویل په موجوده وخت کې د پي ټي ايي ۳۱۰۰ پلویان او د سوشل ميډیا فعالان په پنجاب، خېبرپښتونخوا او په اسلام اباد کې په جېلونو کې دي.

هغه وویل د پلویانو په کورونو يې هره ورځ چاپي وهل کېږي، په غیر قانوني ډول نیول کېږي او ویرول کېږي؟

د وي اوای رپورټ وايي پولیس د سلګونو په شمېره کې د پي ټي ایي د پلویانو د نیولو تصدیق کړی او ویلي يې دي چې دغه کسان امنیتي ځواکونو سره د پرتشدد نښختو په لړ کې نیول شوي دي.

د عمران خان د تقریر په جواب کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میریم اورنګزېب وویل عمران خان پاکستان د اقتصادي، سیاسي او اييني بحران سره مخامخ کړی دی.

د وي او ای رپورټ وايي مریم اورنګزیب په خپل بیان کې د عمران خان د دې خبرې په جواب کې څه و نه وېل چې حکومت د پي ټي ايي د پلویانو خلاف اقدامات کوي.

په خپل بیان کې مریم اورنګزیب عمران خان مخاطب کړو او ويې وېل تر څو يې ملک د هغه په شان د فسادیانو نه وي محفوظ کړی، ارام به و نه کړي.

د پاکستان د داخله چارو وزیر رانا ثنا الله تېره هفته په یوه ټېلې وژن مرکه کې وویل عمران خان د پاکستان مسلم لیګ (ن) دښمن دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه رانا ثناالله وویل تر څو عمران خان ژوندی وي د پاکستان په سیاست کې به ثبات نه وي.

ناقدین وايي د پي ټي ايي د پلویانو په ضد اقدامات د عمران خان د مقبولیت په بنیاد کېږي.

ګېلپ پاکستان نومې ادارې په خپله تازه سروی کې ویلي د عمران خان د مقبولیت کچه ۶۱ فیصد ته رسېدلي ده چې د فېبرورۍ په میاشت کې ۳۶ فیصد وه.

عمران خان د وخت نه مخکې د انتخاباتو غوښتنه کوي او د هغه په ضد د ترهګرۍ، بغاوت او کرپشن یو شمېر مقدمې هم شروع کړی شوي دي. هغه دغه مقدمې ردوي.

شهباز شریف او د هغه مرستیالان وايي عمران خان د احتساب نه ځان بچ کول غواړي او د عمران خان حکومت د پاکستان د موجوده اقتصادي مسلو ذمه وار بلي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای انګریزۍ څانګې د خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG