لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان دنورو اډیوګانو د رسوا کیدو مخنیوي لپاره سپریم کورټ ته عریضه کړې ده


عمران خان غوښتنه کړې ده چې کوم خلک په اډیو لیکس کې ککړ وي دپلټنو دلارې دې هغوئ معلوم اؤ سزا دې ورکړل شي اؤ ددې ترڅنګ دې حکومت اؤ اړونده ادارو ته امر وکړل شي چې دداسې نورو اډيوګانو دخوریدو مخنیوی وکړي
عمران خان غوښتنه کړې ده چې کوم خلک په اډیو لیکس کې ککړ وي دپلټنو دلارې دې هغوئ معلوم اؤ سزا دې ورکړل شي اؤ ددې ترڅنګ دې حکومت اؤ اړونده ادارو ته امر وکړل شي چې دداسې نورو اډيوګانو دخوریدو مخنیوی وکړي

دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف کوند مشر عمران خان دخپلو خبرو پرله پسې په ټولنیزو رسنیو له رسوا کیدو وروسته سپریم کورټ ته عریضه کړې ترڅو ددغسې نورو ثبت شوؤ خبرو په ټولنیزو رسنیو دخپریدو مخه ونیول شي.

په دې وروستیو کې د وزيراعظم شهباز شريف اؤ د پخواني وزیراعظم عمران خان د خپلو ګوندونو د نزدې ملګرو سره دټیپ شوؤ خبرو په تولنیزو رسنیو له رسوا کیدو وروسته پوښتنې راولاړې شوي چې دا خبرې څوک ټيپ کوي اؤ بیا یې څوک په ټولنیزو رسنیو خپروي؟

دپاکستان په میډيا اؤ سوشل میډيا داسې ګنګوسې هم کیږي چې ګنې دعمران خان په ګډون دځینو مهمو سیاسي شخصیاتو پټې ویډیوګانې هم ریکارډ کړل شوي دي اؤ وتلي خبریال حامد میر خو تر دې حده ویلي دي چې دغو ویډيوګانو کې یې ځينې پخپله هم کتلي اؤ هغه داخلاقو نه دومره پریوتې ویډیوګانې دي چې خبره یې هم دکولو نه ده.

خو پخوانی وزیراعظم عمران خان زیاتره وخت بیا تور لګوي چې دهغه په هکله د جعلي اډيوګانو اؤ ویډيوګانو مخې ته د راوړلو سازش جوړ شوی دی.

د پټو ثبت کړل شوؤ خبرو په ټولنیزو رسنیو دخپریدو دمخنیوي لپاره عمران خان سپریم کورټ ته پخپله عریضه کې ویلي چې د وزیراعظم دماڼۍ اؤ دفتر څارنه، ډيټا ریکارډنګ اؤ غږیزو خبرو رسوا کول دې غیر قانوني وګرځول شي.

هغه خپله عریضه کې د اډيو لیکس د پلټنو لپاره جوډیشنل کمیشن نه دګډ تحقیقاتي ټيم دجوړولو غوښتنه هم کړې ده.

پخپل دې درخواست یا عریضه کې پخواني وزیراعظم دکورنیو چارو وزارت دکورنیو چارو،دفاع، انفارمیشن ټیکنالوژۍ اؤ اطلاعاتو وزارتونه ،انټلیبجنس بیورو،ایف ایي ای اؤ پیمرا فریق جوړ کړي دي.

عمران خان غوښتنه کړې ده چې کوم خلک په اډیو لیکس کې ککړ وي دپلټنو دلارې دې هغوئ معلوم اؤ سزا دې ورکړل شي اؤ ددې ترڅنګ دې حکومت اؤ اړونده ادارو ته امر وکړل شي چې دداسې نورو اډيوګانو دخوریدو مخنیوی وکړي.

هرڅو که تر اوسه عمران خان ددې پټو اډيوګانو د رسوا کیدو په لړ کې دچا نوم نیغ په نیغه نه دی اخستی خو زیاتره وخت په دې اړوند دبحث په وخت په اشارو کنعایو کې د پوځي استخباراتي ادارو پله ګوتې اوچتوي .

دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله تیره اوونۍ یو شخصي ټي وي سره خبرو کې پخلی کړی ؤ چې اډيو لیکس کې ککړو د وزیراعظم د دفتر د دوؤ چارواکو پرضد کاروایي روانه ده خو هغه په دې اړه نور تفصیلات مخې ته نه وؤ راوړي.

رانا ثنالله ويلي زيات امکان دى چې دغو چارواکو د رقم په لالچ کې دا کار کړى وي او مرکزي وزیر په دې معامله کې د بهرملکي اىجنسۍ د سازش امکان هم رد کړى ؤ.

دډیوه خبریال پیر ولایت شاه سره خبرو کې ددفاعي چارو څيړونکى ډاکټر حسن عسکري د آډيو ليکس په معامله د کورنيو چارو د وزير بيان نيمګړى بللی ؤ اؤ ویلي یې وؤ ا که دا ومنل شي چې دغه دوه تنان ذمه واره دي نو سوال راوچتيږي چې دوي د چا په وپنا او د چا لپاره خبرې ريکارډ کړې وې او دا سپيناوى هم پکار دى چې دغو دوه چارواکو د ريکاډنګ دا جديد آلات څنګه اخستی وو؟

آډيو ليکس کې اوريدلى شي چې عمران خان د خپلو نيزدې ملګرو سره سلا کوي چې څنګه د هغه يعني عمران خان په ضد د بې باورى تحريک د امريکا سازش ثابت کړي؟

د امريکا حکومت څو وارې د عمران خان تورونه رد کړي او د پاکستان قامي سلامتيا کميټۍ هم د عمران خان دحکومت راغورځولو په شا دبهرني سازش امکان رد کړى دى.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG