لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 عمران خان په پلويانو د احتجاج ختمولو غږ کړی، وايي د هغه د نااهله کولو د فېصلې په ضد به عدالت ته ځي 


د پي ټي ايي پلويانو د ملک په ګڼ شمېر لویو او وړو ښارونو کې احتجاجونه کړي او سړکونه يې بند کړي وو
د پي ټي ايي پلويانو د ملک په ګڼ شمېر لویو او وړو ښارونو کې احتجاجونه کړي او سړکونه يې بند کړي وو

د پاکستان الېکشن کمېشن چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند [پي ټي ايي] مشر او مخکنی وزیر عمران خان د توشه خانې په مقدمه کې نااهله کړی د دغه فېصلې ضد د پي ټي ايي غړي پرون د جمعې په ورځ په سړکونو راوتلي وو.

عمران خان دغه فېصلې ته په غبرګون کې ویلي، چې "د الېکشن کمېشن فېصله يو اړخيزه يا جانبداره ده او دوی يې پرضد عدالت ته ځي". او په عدالت کې به معلومه شي چې دوی يو غېر قانونه کار نه دی کړی.

نوموړي په خپلو پلويانو غږ کړی چې "احتجاج ختم کړي" او بیا به ورته د احتجاج دپاره غږ کوي. هغه زیاته کړې چې احتجاجي لړۍ به جاري ساتي.

د پي ټي ايي پلويانو د ملک په یو شمېر لویو او وړو ښارونو کې احتجاجونه کړي او سړکونه يې بند کړي وو.

د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ویلي وو "په مختلفو ښارونو کې 30، 30 او 40، 40 کسان راوتلي وو. هغه د صوبو په پوليس او نورو چارواکو غږ کړی وو چې د عمران خان په ځای دې د رياست او قوم تابعداري وکړي".

په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومتونه دي.

د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذير تارړ په عمران خان او پلویانو يې غږ کړی چې "د الېکشن کمېشن قانوني فېصله ومني ځکه چې الېکشن کمېشن د يو عمل نه وروسته عمران خان د پينځه کلونو دپاره نااهله کړی دی".

عمران خان د الېکشن کمېشن په مشر نيوکې کړي چې "د تيرو دوه نيمو کالو نه یې د دوی پرضد فېصلې کړي دي". الېکشن کمېشن د عمران خان اوسني تور ته لا غبرګون نه دی ويلی خو له دې وړاندې یې د عمران خان تورونه رد کړي دي.

وزيراعظم شهباز شريف ويلي "الېکشن کمېشن د توشه خانې په مقدمه کې انصاف کړی دی او قام ولیدل چې د عمران خان د فساد په کړنو د یوې تجربې په کولو سره د وزیراعظم منصب د ذاتي امدن لپاره کارولی دی".

شهبازشريف په عمران خان غږ کړی وو چې "د قانون سره جګړې، ډنډو چلولو او اړي ګړي جوړولو په ځای دې قانون ومني د قانون نه بره څوک هم نشته".

د توشه خانې په مقدمه کې فېصله

د پاکستان الېکشن کمېشن د جمعې په ورځ [21 اکتوبر] د وزیراعظم عمران خان پرضد د توشه خانې مقدمې فېصله واوروله او عمران خان يې نااهله وګرځولو.

الېکشن کمېشن په دغه مقدمه يا رېفرنس کې فېصله په 19 ستمبر محفوظه کړې وه.

د عمران خان ضد دا مقدمه د اګست په میاشت کې الېکشن کمېشن ته رسېدلې، او دا رېفرنس حکومتي اتحاد جمع کړی وو.

په عمران خان تور لګول شوی وو د توشه خانې نه يې ډالۍ په ارزانه بيعه اخستي يا خرڅې کړي دي، او بیا يې د هغې معلومات په الېکشن کمېشن کې نه ښکاره کړي.

د روان کال اپرېل په مياشت کې د عمران خان د وزيراعظم د څوکۍ څخه لرې کېدو وروسته نوي وزیراعظم شهباز شريف تور لګولی وو چې د بهر نه ورته ترلاسه شوې ډالۍ یې په دوبۍ کې په 14 کروړه روپو خرڅې کړې دي خو تحریک انصاف ګوند د وزیراعظم دا تورونه بې اساسه بللي وو.

د اطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب دعوه کړې وه چې د توشه خانې څخه د 14کروړو د مالیت څيزونه چې پکې کالي پتري او قیمتي ګړهۍ شامل دي، په درې کړوړه اخیستل شوي او بیا په 18 کروړه روپۍ بهر خرڅ کړی شوي دي.

پخواني وزیراعظم عمران خان که څه هم دا خبره منلې وه چې یوه ډالۍ یې په نیم نرخ د توشه خانې څخه اخستې خو ورسره یې دا هم ویلي وو چې دا د هغه خپله ډالۍ وه او د هغه خوښه ده چې څه پرې هم وکړي.

توشه خانه د کابینې ډویژن هغه ځانګه ده چې پکې د پاکستاني چارواکو ته د بهرنېو هیوادونو څخه ورکړی شوې ډالۍ ایښودل کیږي.

په دوېم اګست د پاکستان الېکشن کمېشن د تحریک انصاف [پي ټي ايي] ګوند د ممنوعه فنډونو په اړه فېصله کې ویلي وو چې تحریک انصاف ګوند ممنوعه فنډونه ترلاسه کړي او ګوند ته يې شوکاز نوټس ورکړی یا امر يې ورته کړي چې په دې لړ کې خبل دریځ بیان کړي.

او بيا د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف ايي اې] د عمران خان او د هغه د ګوند د نورو مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې الېکشن کمېشن ته یې په مبینه توګه جعلي حلف نامه جمع کړې وه.

درې ورځې وړاندې په ياده مقدمه کې د اسلام اباد د مرکزي سيشن جج عدالت عمران خان ته ورکړی ضمانت تر 31 اکتوبر پورې غځولی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG