لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم عمران خان راروانه اوونۍ کابل ته سفر کوي


مطبوعاتي رپورټونه وايي د پاکستان وزیراعظم عمران خان راروانه پنجشنبه د (نومبر ۱۹مه) په یوه ورځني سفر کابل ته سفر کوي. د پاکستاني‌ وزیراعظم د سفر موخه د افغان سولې پروسه کې د پاکستان رول او د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو اړیکو رغول ښودل شوي او په دغو مسایلو به د افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي ټاکل شوي چې د پاکستان صدراعظم به د دې اوونۍ په پای کې کابل ته سفر وکړي او په کابل کې به د ولسمشر غني سره پر افغان سوله او د دواړو هیوادونو تر منځ پر اقتصادي، سیاسي او تجارتي برخو بحث وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي ټاکل شوي چې د عمران خان به د دې اوونۍ په پای کې کابل ته سفر وکړي. ګران هیواد زیاتوي: " دا سفر د ولسمشر اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم عمران خان د هغه تلیفوني اړیکې په نتیجه کې ترسره کیږي چې تیره میاشت دواړو رهبرانو درلودله، د دې سفر په جریان کې به د سولې په هکله خبرې وشي او د اقتصادي، سیاسي، امنیتي او تجارتي همکاریو په پراختیا باندې به هم خبرې وشي."

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم د افغان سولې په تړاوو په یوه ويډیو کنفرانس کې د عمران خان د سفر یادونه کړې ده.

داوودزي په دغه کنفرانس کې د خپلو خبرو یوه برخه پرون د جمعې په ورځ په خپل ټوېټر خپره کړې؛ په ډېر نږدې راتلونکي کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان د نږدې همکار ښاغلي رزاق داوود په مشرۍ یو لوړپوړی پاکستانی پلاوی کابل ته راځي او په تعقیب به یې ښاغلی عمران خان هم سفر وکړي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وایي د پاکستان صدراعظم کابل ته د راتګ اجنډا متفاوته بولي او زیاتوي چې کابل ته د عمران خان راتګ د امریکا، طالبانو او سیمې هغه پیغام حکومت ته ورکول دي چې سولې ته لار هواره شي د سیاسي چارو کارپوه نجیب جامع زیاتوي"د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان راتګ دلته د امریکا، د طالبانو او د سیمې هغه پیغام حکومت ته ورکول دي چې سولې ته لاره خلاصه کړي له بې ځایه شرایطو او خنډونو او ځنډونو څخه تیر شي، ځکه موږ تاسو ګورو چې په دوحه کې د افغان سولې مذاکرات ځنډیدلي دي. دوه میاشتې کیږی چې دوی په میکانېزمونو او د مذاکراتو د پیل په کړنلارو او لارو چارو ندي جوړ شوي، نو عمران خان به په کابل کې غني ته د اقتصادي فرصتونو د ورکولو تر څنګ هغه وهڅوي چې پدې برخه کې جدي ګامونه واخلي."

یو شمیر نور شنونکي بیا پدې نظر چې پاکستان په طالبانو ډیر اغېز لري خو پاکستان تر اوسه هغه رول په سمه توګه ندی ادا کړی کوم چې پکار دی.

د افغانستان حکومت او امریکا هم په دې باور دي چې پاکستان په طالبانو اغېز لري او په کار ده چې له دې اغېزې په کار اخېستلو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره رښتینی هڅې وکړي خو پاکستان ادعا لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې یې اغېزمنه همکاري کړې ده.

کابل ته عمران خان د سفر په اړه داسې مهال راپورونه ورکول کیږي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې ډیریږي او د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د جګړې او بمي چاودنو راپورونه مخې ته راځي.

حکومت په هیواد کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو پړه پر طالبانو ور اچوي او وايي تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.

خو طالبانو بیا په یوه تازه اعلامیه کې افغان حکومت تورن کړی چې د دوی په خبره په کابل او لویو ښارونو کې د عالمانو، سیاسي شنونکو، مدني فعالانو او مخورو شخصیتونو ترور ته ملا تړلې ده او د طالبانو پر ضد یې پروپاګند پیل کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG