د پاکستان سياسي ډلې تحريک انصاف (پي ټي ائي) مشر او پخواني کرکټر عمران خان د خبريالې ريحام خان سره نکاح وکړو .
د پي ټي ائي د مشر عمران خان او پاکستانۍ خبريالې ريحام خان نکاح نن د زيارت په ورځ بني گاله اسلام اباد کې وشو . د دواړو د نکاح اعلان مفتي سعيدانور ميډيا سره خبرو کې وکړو ، او وې وئيل دغه اعلان د عمران خان په وينا کوي .
مفتي سعيد ووئيل د عمران خان او ريحام خان په نکاح کې يو څو کسان موجود ؤ ، او د هغه په وينا سياسي کسانو د نکاح په دستوره کې گډون نه دی کړی هغه ووئيل نکاح کې يو لاک روپۍ حق مهر اېښودی شوی دی .
ريحام خان د پاکستان په ځايي ټي وي چېنل (ډان) باندې يو پروگرام کوي او له دې وړاندې يي د برطانيي خبري ادارې بي بي سي سره هم کار کړی دی .
عمران خان له دې وړاندې د برطانيي د جمائما سره واده کړی ؤ ، چې د هغې نه يي دوه زامن هم دي ولې نزدې لس کاله وړاندې بيا د دواړو په مينځ کې طلاق وشو .
ريحام خان چې مور پلار يي پاکستاني دي په ليبيا کې زېږېدلې ، هغې هم له دې وړاندې واده کړی او د لمړي خاوند نه درې بچي دي .
په ځايي او نړيواله ميډيا د تېرو څو ورځو راهسې د عمران خان او ريحام خان يو بل سره د واده خبرې تودې وې ، خو عمران او ريحام خپله د دغې خبرې پخلی نه کوؤ ، ولې عمران وئيلي ؤ چې د هغه د واده خبرې ته ډېره هوا ورکول کيږي . او بيا څو ورځې وړاندې عمران وئيلي ؤ چې ډېر زر د واده زېری واوروم .
د عمران د واده په اړه په لمړي ځل څو ورځې وړاندې د برطانيي يوې مشهورې ورځپاڼې خبر خپور کړی ؤ ، او ليکلي يي ؤ چې ۶۲ کلن عمران خان د ۴۱ کلنې ريحام خان سره واده کوي .
د دغې خبر په غبرگون کې عمران وئيلي ؤ ، د واده خبر ته يي ډېره هوا ورکول کيږي ، او د ريحام لخوا پرې کوم عکس العمل نه ؤ راغلی .
د هغې وروستو عمران د برطانيي دوره هم کړې وه ، او د راپورونو ترمخه نوموړي د خپلې پخوانۍ پرېښودې ښځې جمائمې او دوه زامنو سره د نوي واده په اړه صلاح کوله .
برطانوي ورځپاڼې وئيلي ؤ د عمران او ريحام واده يوه مياشت وړاندې په پټه شوې ؤ .
د عمران خوېندو وئيلي ، د واده نه نه دي خبر ، او د ميډيا د لارې ورته پته ولگېده چې ورور يي واده وکړو .