لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: څه چې مشرقي پاکستان کې شوي وؤ هغه اوس بیا کیږي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند باني اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي، په تېرو وختونو کې چې څه په مشرقي پاکستان کې شوي وؤ نن هغه هر څه یو وار بیا کیږي.

په کال 1971ء کې له پاکستان څخه د سیاسي تاو تریخوالي په اساس مشرقي پاکستان جلا شوی ؤ چې نن د بنګله دیش په نوم د یو خپلواکه هیواد په توګه د نړۍ په نقشه کې شته.

عمران خان په ښکاره ټکو کې نه دي ویلي چې ګنې نن یو وارې بیا پاکستان د ماتېدو په لوري روان دی خو هغه وایي "په 1971 کې هیواد مات شوی ؤ او نن د ملک د اقتصاد ملا په ماتېدو ده".

د خالي یا شنبې په ورځ په اډیاله زندان کې خبریالانو ته عمران خان ویلي، په مشرقي پاکستان کې د مجیب الرحمان په مینډیټ پټولو سره هیواد مات کړل شوی ؤ .

عمران خان ویلي که چرې هغه وخت د مجیب الرحمان اکثریت منل شوی ؤ نو د جنرال یحیی خان طاقت ختمېدو اؤ د حمود الرحمان کمیشن په رپورټ کې لیکل شوي چې مجیب الرحمان الیکشن ګټلی ؤ خو مینډيټ یې نه منل کېدو.

د تحریک انصاف بندي مشر ویلي د مشرقي پاکستان په څېر نن زمونږ د مېنډېټ یا اکثریت په کمولو زمونږ د قابو کولو هڅې روانې دي.

عمران خان د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې په پوځ تورونه لګول چې د حکومت ختمولو لپاره یې د هغه د سیاسي مخالفینو سره لار نیولې ده اؤ د اتمې فرورۍ له الیکشن وروسته وایي چې په ترسره شوؤ ټاکنو کې د هغه د ګوند اګثریت غلا کړل شوی دی.

خو د پاکستان پوځ د عمران خان لخوا لګول شوي تورونه په کراتو رد کړي اؤ وایي چې سیاست کې ګوتې نه وهي اؤ هم حکومت اؤ د ټولټاکنو کمیشن انتخاباتو کې د درغلیو تورونه ردوي.

عمران خان ویلي یوازې د پوځ سرلښکر ټول پوځ نه وي اؤ نه هغه په الیکشن دغه عهدې ته رسېدلی وي.

نوموړی وایي جنرال یحیی خان هم په هغه مهال د خپل طاقت لپاره هیواد تباه کړی ؤ" که چرې جنرال یحیی د مجیب سره خبرې ته ناست ؤ نو د تسلیمېدو نوبت به یې نه راتلو په 1971 کې هیواد مات شوی ؤ او نن د ملک د اقتصاد ملا په ماتېدو ده".

هغه د پاکستان په پوځي مشر تور لګولی چې دده د ماتولو لپاره یې د توشه خانې په مقدمه کې د ده ښځې بشرا بي بي ته سزا ورکړې ده.

د عمران خان په خبره "فواد چوهدري پریس کانفرنس کړی ؤ خو د وعده معاف ګواه جوړولو لپاره هغه اوس هم په بند کې ساتل شوی دی، که پرویز الهي اؤ شاه محمود قریشي نن پرېس کانفرنسونه وکړل نو خلاف به یې ټولې مقدمې ختمې کړل شي".

هغه ویلي د لندن پلان جنرال عاصم منیر اؤ نواز شریف جوړ کړی ؤ اؤ ددې پلان لپاره یې ججان هم د ځان سره ملګري وؤ اؤ آي ایس آي د ججانو ټاکنې کړې وې ، څه چې مشرقي پاکستان کې شوي وؤ هم هغه نن بیا کیږي.

عمران خان تر دې وړاندې تورونه لګولي وؤ چې په لندن کې د پوځ اؤ نوازشریف ترمنځ پلان جوړ شوی ؤ چې د نوازشریف ټولې مقدمې به ختمولی اؤ د هغه ګوند به اقتدار ته رسولی شي خو د خپلې دې دعوې په اړه یې تر اوسه څه ثبوت مخې ته نه دی راوړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG