لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران: زما ګناه دا ده چې درېیم واده کوم


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني کرکټر عمران خان له تېرې یوې اوونۍ په رسنیو کې د ده د واده په اړه پر خپرېدونکو ګنګوسو اخر خوله پرانیسته او ویې ویل چې دا د ده په ضد یو "ناوړه" کمپاین دې او تر شا یې د پخواني وزیراعظم نوازشریف لاس دی.

عمران خان د سه شنبې په ورځ په خپلو تازه ټویټونو کې وویل چې په رسنیو کې د ده د اولادونو او د بشرٰی بېګم د کورنۍ په اړه د خلکو تبصرو اندېښمن کړی او حیران دی چې آیا ده غلا کړې ده که څنګه چې د واده موضوع یې دومره زیاته څېړل کېږي. عمران خان په یوه ټویټ کې لیکلي:

"درې ورځې دې خبرې ته حیران وم، چې آیا ما کوم بېنک لوټلی، د قوم له خزانې مې غیرقانوني پیسې وړې دي، د ماډل ټاون غوندې پېښې د وژنو فتوا مې ورکړې ده او که مې هند ته د خپل هېواد رازونه ویلي دي."

عمران خان په یوه بل ټویټ کې د ده د واده په اړه د خلکو تبصرو ته "د رسنیو شیطاني او ناولی کمپاین" نوم ورکړی او د نوازشریف په شمول يې د جنګ-جیو ګروپ مشر میرخلیل الرحمن هم د ده په ضد په دسیسې تورن کړی دی، خو وایي د دوی دا هڅې ده ته هیڅ زیان نه شي رسولای.

عمران خان وایي بله ګناه یې نه ده کړې، یواځینۍ ګناه یې دا ده چې غواړي واده وکړي، خو وایي مخالفین یې چې د ده په ضد دا ډول هڅې کوي، دا ده ته لا نور توان ورکوي، چې د هغوی په وړاندې په هر میدان کې وجنګېږي.

کرکټر عمران خان دا څرګندونې په داسې وخت کې وکړې چې تر ده څو ګنټې مخکې پخواني وزیراعظم نوازشریف په اسلام اباد کې تر احتساب عدالت دباندې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دا ښه خبره نه ده چې عمران خان [د واده تر خبر وروسته] پټ او غلی شوی دی:

"زه پر چا شخصي نیوکې نه کوم خو هغه د خپلې ممکنه مېرمنې اولادونه مجبوره کړل چې خلکو ته د دوی د واده په اړه وضاحتونه ورکړي. که عمران خان واقعاً واده کړی وي باید ښکاره راشي او ويې مني".

د عمران خان د واده په اړه له تېرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو په زرګونو تبصرې شوې دی، چې ځینې خلک ورپسې خاندي، ځینې یې د هغه ذاتي معامله ګڼي او ځینې بیا وایي چې خان یو سیاسي شخصیت دی، باید خپل واده له خلکو پټ نه کړي

لیکوال او سیاسي څېړونکي خان زمان کاکړ پر خپله فېسبوک پاڼه د عمران خان د واده په اړه لیکلي:

"که عمران خان د ودونو لړۍ د خپل ګوند له جلسو لرې ساتلې وای، نو چا به یې پر شخصي ژوند خبرې نه کولای او هغه که د کرکټ د اتل کېدو ګټه په سیاست کې نه اخیستلای، نو چا به یې له واده سره کار نه لرلای."

دا ځل خلک پر عمران خان ځکه هم نیوکې کوي، چې وایي خلک د پیرانو لاسنیوي ته ورځي، خو ده ورسره د واده تار غزولی دی. د مرتضی علي شاه په نامه یوه تن پر ټویټر لیکلي:

"عمران خان یو ځل بیا پټ واده کړی دی او دا ځل یې له یوې داسې ښځې سره واده کړی دی، چې دی به هر وخت د روحاني زدکړې لپاره ورته".

پاکستان تحریک انصاف ګوند د یکشنبې په ورځ خبر خپور کړ چې د ګوند مشر یې د پاکپتن د پیرانو د کورنۍ یوې مېرمنې بشرٰی منیکا ته د واده لپاره وړاندیز کړی خو د هغې د کورنۍ له خوا لا جواب نه دی ورکړل شوی.

بشرٰی منیکا ۴٠ کلنه ده او د پاکپتن له وټو کورنۍ سره تړاو لري. هغې له عمران خان سره د واده وړاندیز تایید کړی، خو وایي له کورنۍ او خپلو اولادونو سره تر مشورې وروسته به پرېکړه وکړي، چې له خان سره واده وکړي که نه.

د عمران خان د واده په اړه لومړی ځل د جنورۍ په ۶مه د پاکستان په انګرېزي ورځپاڼه (دي نیوز) کې خبر خپور شو. په رپوټ کې ویل شوي وو چې عمران خان په لاهور کې خپل دریم واده کړی او نکاح یې هم هغه مفتي سعید ور تړلې ده چې د ده د تېر واده نکاح یې تړلې وه.

عمران خان په ۵ اکتوبر ۱۹۵۲م کال په لاهور کې زېږېدلی او په خټه نیاری پښتون دی. لومړی واده یې په ۱۹۹۵م کال له یوې بریتانوۍ مېرمنې جمایما خان سره وکړ، چې دوه زامن ځنې لري. دویم واده یې په جنوري ۲۰۱۵م کال له یوې پښتنې جرنلسټې ریحام خان سره وکړ، خو کال یې نه وو پوره چې سره بېل شول.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG