پيښور-دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وئيلي دي که طالبانو سره مذاکرات ناکام شول نو بيا به دپوځي عملياتو ملاتړ کوي.
يو هندي ټيلي ويژن سره مرکه کې دپي ټي ائي مشر وويل تندلارو سره دخبرو اترو پرته امن نۀ شي ټينگيدى.
دپاکستان په خيبرپښتونخوا صوبه کې د واکمن پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران خان دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان د ټولو سياسي گوندونو لخوا طالبانو سره دخبرو د وړانديز باوجود ياغي طالبانو په خودکش حملو اؤ بمي چاودنو کې دخيبرپښتونخوا دقانون د وزير ترڅنگ په شلگونو عام وگړي وژلي اؤ په سلگونو يې ژوبل کړي دي.
هغه وويل که چرې قبائيلي سيمو کې ډرون حملې اودريږي نو طالبان به جنگ بندي وکړي.
دعمران خان وينا وه چې دمذاکراتو دوړانديز څخه دمخه بمي چاؤدنې دمذاکراتو عمل ته دزيان رسولو لپاره ترسره کيږي.
عمران خان وويل طالبانو سره خبرې کول د مرکزي حکومت ذمه واري ده اؤ که چرې دخبرو اترو په مهال دډرون حمله وشوه نو په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو سپلائي به اودرولى شي.
هغه زياته کړه خيبرپښتونخوا دترهه گرۍ څخه تر ټولو زياته اغيزمنه شوې صوبه ده.
عمران خان وويل ډيره اسماعيل خان کې ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دوژل شوي قانون دصوبائي وزير اسرارالله گنډاپور کورنۍ دهغه په وژنه کې دسياسي لاس لرنې انديښنه لري.
خو په گنډاپور د ترسره شوي بريد پړه دانصارالاسلام په نوم د طالبانو د يوې ډلې وياند ابو بصير په غاړه اخستې وه.
عمران خان وويل دمذاکراتو شروع کيدو وروستو به په ډاگه شي چې دطالبانو کومې ډلې مونږ سره امن لپاره چمتو دي.