لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یوازې د درېوؤ غړو دملاتړ ضرورت،ایا دعمران خان حکومت به ختم شي؟


Imran khan

بلوچستان څخه دقامي اسمبلۍ د ازاد غړي اسلم بهوتاني لخوا دوزیراعظم عمران خان پرضد بې باورۍ په تحریک کې داپوزیشن ګوندونو دملګرتیا د اعلان نه وروسته واکمنه ډله پاکستان تحریک انصاف په قامي اسمبلۍ کې نوره هم کمزورې شوې ده.

د وزیراعظم عمران خان پخپل منصب پاتې کیدو لپاره ضروري ده چې دی باید دقامي اسمبلۍ د 172غړو ملاتړ په لاس کې ولري.

خو دا مهال داپوزیشن ډلو دغړو شمیره پارلیمان کې 169 ته رسېدلې ده اؤ د بې باورۍ په تحریک که یوازې درې غړي نور د اپوزیشن ملګرتیا وکړي نو وزیراعظم عمران خان به دخپلې کرسۍ نه لاس ووینځي.

اپوزیشن ګوندونه دعوه کوي چې تر24ؤ زیاتو د واکمن ګوند سره تړاؤ لرونکو دپارلیمان غړو هم د خپلې رایې ورکولو ژمنه کړې ده اؤ دحکومتي ګوند په دغو غړو کې ګڼو پخپله هم پخلی کړی دی چې عمران خان ته به دباور رایې نه ورکوي.

همدا شان دحکومت ایتلافي ګوند متحده قومي موومنټ چې پارلیمان کې اووه غړي لري لا دې پرېکړې ته نه دی رسیدلی چې دبې باورۍ تحریک کې به دحکومت ملګری پاتې شي که داپوزیشن ډلو ملګرتیا به وکړي.

خو څېړونکي وایي چې اپوزیشن ګوندونو ته اوس دخپل وزیراعظم راوستو لپاره یوازې د دریوؤ نورو غړو دملاتړ ترلاسه کولو ضرورت دی اؤ که په ریښتیا هم دتحریک انصاف نه اوښتو غړو کې یوازې درې کسان هم عمران خان ته خپلې رایې ورنه کړي نو هغه به دخپل اقتدار نه لاس ووینځي.

څېړونکي وایي که چرې د بې باورۍ دتحریک په نتیجه کې دعمران خان حکومت ختمیږي اؤ‌ یو نوی حکومت رامنځته کیږي نو دا نوی حکومت به هم ډير کمزوری وي اؤ دبل چا په اسره به دوام مومي.

قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شریف پرون دګل په ورځ قامي اسمبلۍ ته د وزیراعظم پرضد دبې باورۍ تحریک وړاندې کړی چې دکورنیو چارو د مرکزي وزیر شیخ رشید په وینا په دې تحریک به رایې په دریم یا څلورم اپریل ورکړل شي .

خو د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحریک د رایې ورکولو نه وړاندې دپاکستان سیاست کې دپارلیماني غړو دملاتړ ترلاسه کولو لپاره ساز باز عروج ته رسیدلی دی.

د دوشنبې په ورځ‌ وزیراعظم عمران خان دترټولو سترې صوبې پنجاب دخپل ګوند د وزیراعلا نه استعفا اخستې اؤ دخپل ایتلافي ګوند مسلم لیګ(ق) چوهدري پرویز الهي ته یې دپنجاب د وزیراعلا دکرسۍ ورکولو اعلان کړی دی.

خو پاکستاني رسنۍ وایي چې دتحریک انصاف نه مرورې دپارلیماني غړو دوه ډلې چې یوه دجهانګیر ترین ګروپ په نوم یادیږي اؤ بله دعلیم خان ګروپ په نوم ،پرویز الهي ته دپنجاب داعلا وزرات دڅوکۍ ورکولو په پرېکړه خوشحاله نه دي اؤ دواړو ډلو دمشورې لپاره خپلې غونډې نن رابللي دي.

دڅېړونکو وینا ده چې که چرې دعلیم خان اؤ جهانګیر ترین ډلې پنجاب کې دچوهدري پرویز الهي ملاتړ ونه کړي نو هغه به دپنجاب اسمبلۍ نه وزیراعلا جوړیدو کې دمشکلاتو سره مخ شي.

مسلم لیګ(ق) په قامي اسمبلۍ کې پینځه چوکۍ لري اؤ ددغو پینځوؤ غړو څخه هم یو تن طارق بشیر چیمه دخپل ګوند لخوا حکومت سره دایتلاف د دوام پرېکړې سره اختلاف ښودلی اؤ اعلان یې کړی دی چې خپله دباور رایې به وزیراعظم عمران خان ته ور نه کړي.

څيړونکی او د جرنلزم دڅانګې استاز ډاکټر توصيف احمد خان وايي که دبې باورۍ دتحریک په نتیجه کې دعمران خان حکومت ختمیږي اؤ نوی کمزوری حکومت جوړيږي نو دغه نوی حکومت به هم د بل چا د سيوري لاندې وي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "که اوس حکومت جوړيږي هغه به دومره کمزوری وي چې نور قوتونه يې کله هم غواړي مخکې وروسته کولی به یې شي، د جوړ توړ په سياست کې هم داسې کيږي او د اسټبلشمنټ په ګټه وي".

نوموړي زياته کړه، د يو وزيراعظم موده نه پوره کېدل د سياست دپاره ښه خبره نه ده، او که څه هم د عمران خان حکومت په خپله هم مذهبي کارډ کارول پېل کړي خو د جمهوري حکومت موده نه پوره کېدلو نتيجه به هم دا وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG