لاس رسیدونکی لینک

 
ايشيا کپ کې پاکستان هانګ کانګ ته ماتې ورکړې سبا په سُپر فور پړاو کې د هند سره مخامخ کيږي
تازه خبر

ايشيا کپ کې پاکستان هانګ کانګ ته ماتې ورکړې سبا په سُپر فور پړاو کې د هند سره مخامخ کيږي


د افغانستان، هند او سري لنکا لوبډلې د وړاندې د سُپر پړاو ته رسېدلې دي
د افغانستان، هند او سري لنکا لوبډلې د وړاندې د سُپر پړاو ته رسېدلې دي

په متحده عرب اماراتو کې د ايشيا کپ په سياليو کې د پاکستان کرکټ لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ايشيا کپ په دوېم پړاو "سُپر فور" کې به د هند د لوبډلې سره مخامخ کيږي.

تېر ماسخوتن د پاکستان او هانګ کانګ په سيالۍ کې لومړی بېټنګ د پاکستان لوبډلې وکړو او په ټاکلو 20 اوورونو کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو یې 193 رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د هانګ کانګ ټول لس واړه لوبغاړي په 11م اوور کې په 38 رنزونو اوټ شو او په ماتې خوړو د هانګ کانګ لوبډله د ايشيا کپ سيالیو څخه بهر شوه.

د هانګ کانګ نه وړاندې د بنګله دېش لوبډلې دوه سيالۍ کړي دواړه یې بايللي او د سياليو څخه بهر شوې وه.

د افغانستان، هند او سري لنکا لوبډلې د وړاندې د سُپر پړاو ته رسېدلې دي.

د سُپر فور پړاو نن د خالي/ شنبې په ورځ پېليږي او د افغانستان او سري لنکا لوبډلې يو بل ته مخامخ کيږي.

له دې وړاندې په ګروپ سياليو کې د افغانستان لوبډلې په 27 اګست د سري لنکا او په 30 اګست د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

افغانستان به نورې دوه سيالۍ په اووم ستمبر د پاکستان سره او په اتم ستمبر د هند سره کوي.

بل لور ته پاکستانۍ لوبډله به سبا د هند سره، په دوېمه سيالۍ کې په اووم ستمبر د افغانستان سره او په نهم ستمبر د سري لنکا سره کوي.

پاکستان د ګروپ په سيالیو کې په 28 اګست د هند نه ماتې خوړلې وه.

د ایشيا کپ فاينل يا پايلوبه به په 11م ستمبر کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG