په غزه کې د ډزبندۍ لپاره د سولې خبرې ورو شوې دي او په دې ترڅ کې د امریکې صدر جوبایډن د اسرایل پر وزیراعظم بینیامین نتنیاهو باندې فشار راوړی چې له حماس ډلې سره په ډزبندۍ کې یو تړون ته ورسېږي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د چارشنبې- شورو په ماښام په ټیلیفون خبرې کړې دي او تر دې خبرو څو ګنټې مخکې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د ډزبندۍ په اړه منځني ختیځ ته خپل څلورورځنی سفر پای ته ورساوه او بېرته واشنګټن ته راستون شو.
صدر بایډن پر خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي، "موږ دا خبره واضح کړه چې باید د ډزبندۍ او یرغمل شویو کسانو د خلاصون معامله ختمه کړو او د قاهرې په راتلونکو مذاکراتو مو بحث وکړ چې پاتې خنډونه لرې کړو".
بایډن د اسرايل وزیراعظم ته "د ایران او د هغه د پراکسي او ملاتړو ترهګرو ډلو د ګواښونو په ضد د اسرايل د دفاع په اړه د امریکې د هڅو" په اړه هم معلومات ورکړي دي.
سپینې ماڼۍ په یوه جلا بیان کې ویلي دي چې صدر بایډن ډزبندۍ ته د رسېدو "پر اړتیا ټېنګار" کړی دی. په بیان کې ویل شوي دي چې په دغو ټیلیفوني خبرو کې د امریکې د ولسمشر مرستیاله کاملا هېریس هم وه.
امریکا، مصر او قطر د اسرایل او حماس تر منځ د خبرو منځکړتوب کوي. د امریکې اکسیوس نیوز وایي ولسمشر بایډن نتنیاهو ته ویلي وو چې په خبرو کې نرمي وښيي.
دغې رسنۍ همدا راز ویلي دي چې د امریکا ولسمشر به د اسرئیل لپاره د فیلاډلفي راهدارۍ د کنټرول غوښتنې ته پام کوي، دا سرحد د غزې او مصر تر منځ دی چې اسرايل له حماس ډلې نیولی دی.
اسرايل وايي حماس د وسلو د منتقلۍ لپاره له ټونلونو یا سُرنګونو کار اخلي. بایډن په اسرايل باندې د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته د اسرايل کلکه دفاع کړې او پوځي مرستې یې ورسره کړې چې د نتنیاهو په وینا هدف یې د حماس ډلې ختمول دي.
خو د امریکا او د اسرايل د مشرانو ترمنځ روابط څه ناڅه کړکیچن شوي دي، بایډن له اسرايل څخه غواړي د ولسي مرګ ژوبلې مخه ونیسي.
د اسرايل چارواکي وايي د حماس په بریدونو کې 1,200 کسان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. د اسرايل په غچ اخیستونکو بریدونو کې بیا تر دې دمه د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا چارواکو په وینا 40,223 کسان وژل شوي، خو د ولسي خلکو او وسلوالو شمېر یې جلا نه دی ښودلی.
حماس ډلې د اکتوبر پر یوولسمه 250 کسان یرغمل هم نیولي وو چې لا یې هم 105 تنه په غزې کې ساتل کېږي، د اسرايل پوځ وايي 34 یرغمل مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وايي اکثریت وژل شوي ښځې او ماشومان دي.
Forum