لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ویکي لیکس مشر جولین اسانج پر جرم له اعتراف وروسته خوشی شو او اسټرېلیا ته ورسېد


د سفارتي لیکونو او نورو حساسو معلوماتو د افشا کوونکې ویبپاڼې ویکي لیکس مشر جولین اسانج په امریکا کې د پټو معلوماتو د تر لاسه کولو او خپرولو په جرم له اعتراف کولو وروسته خوشي کړل شوی دی.

د ویکي لیکس ویبپاڼې د خبر له مخې اسانج د عدالت په امر تر خوشي کېدو وروسته په برتانیا کې تر څورلس کلن "خپلسره بند" وروسته د خپل هېواد اسټرېلیا پایتخت کېنبیرا ته رسېدلی دی.

ملګرو ملتونو د جولیان اسانج خوشي کېدل ستایلي دي او دا یې هم ویلي دي چې دې مقدمې د بشري حقونو په هکله شدیدې اندیښنې پیدا کړې دي.

د اسټرېلیا په مطبوعاتو کې د اسانج د مور کرسټین اسانج یو بیان خپور شوی چې هغې پکې د خپل زوی په خوشې کیدو خوشالي څرګنده کړې ده.

خو بل د امریکې د مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ مرستیال مایک پېنس د اسانج او امریکا د حکومت تړون غندلی او د "عدالت زیان" یې بللی دی. مایک پېنس پر ایکس لیکلي چې دا تړون د امریکې د وسلوالو ځواکونو "قربانۍ بې پته "کوي.

د چارشنبې- شورو په سهار د آرام سمندر د شمالي ماریانا ټاپوګانو په سرښار سایپان کې- چې د امریکې د دولتِ مشترکه برخه ده- د امریکا په یو فیډرل عدالت کې د جرم له اعتراف وروسته یوه قاضي جولین اسانج ته د پینځه کاله بند سزا واوروله چې هغه مخکې لا د برتانیې په یوه زندان کې تېر کړی دی.

کله چې قاضي هغه ته سزا واوروله او ورسره یې د هغه د خوشي کېدو امر وکړ نو جولین اسانج نرمه موسکا وکړه.

پخپله 52 کلن جولین اسانج هم په عدالت کې خبرې وکړې. هغه قاضي ته په خپلو خبرو کې وویل، "د یو خبریال په توګه ما خپله سرچینه داسې موادو برابرولو ته وهڅوله چې ویل کیږي هغه مواد خفیه وو".

د امریکې د انصاف وزارت د پټو معلوماتو د خپرولو په جرم د هغه خلاف د مجرمانه تورونو مقدمه له څو کلونو راهیسې د نړیوالو پام ځان ته اړولی او په رسنیو کې له بحثونو سره سره یې د ملي امنیت او د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه څو پوښتنې راپورته کړې.

د اسانج خلاف مقدمه بېخي په غیرمعمولي او حیرانوونکې توګه هله پای ته ورسېده کله چې اسانج د چارشنبې- شورو په سهار د ماریانا ټاپوګانو په امریکایي عدالت کې اورېدنې ته حاضر شو.

د امریکا ماریانا ټاپوګان په ارام سمندر کې د جولین اسانج اصلي هیواد اسټرېلیا ته یو څه نیزدې دي.

د امریکې له انصاف وزارت سره د تړون له مخې، جولین اسانج باید په یوه مجرمانه تور کې خپل جرم منلی وای چې د امریکې پټ معلومات یې په غیرقانوني توګه تر لاسه کړي او خپاره کړي دي.

د دې اعتراف په بدل کې اسانج به هیڅ وخت د امریکې په زندان کې نه تېروي او هغه به ازاد وي چې اسټرېلیا ته سفر وکړي.

د دې تړون له مخې د اسانج هغه خبره هم پر ځای شوه چې د امریکا په خاوره کې به په هیڅ یوه عدالت کې د جرم د منلو لپاره نه حاضریږي.

اسانج تر دې دمه د برتانیې په یوه زندان کې بندي وو، د بریتانیې زندان ته تر تګ مخکې هغه په لندن کې د ایکواډور په سفارت کې اوه کاله د پناه ژوند تېر کړی وو.

د امریکې د انصاف وزارت په 2019م کال کې پر اسانج تور لګولی وو چې په 2010م کال کې یې د سفارتي کېبلونو او پوځي فایلونو په غلا کولو کې د امریکې د پوځي استخباراتو د څېړونکي چیلسي مینینګ هڅونه او مرسته کړې وه.

اسانج د امریکې د تاریخ د ټولو نه زیات خفیه دستاوېزات افشا کړي وو.

اسانج په 2010 کې د 700,000 نه زیات دستاوېزات افشا کړي وو چې په کې د کال 2007م یو ویډیو هم وه. ویډیو په عراق کې د امریکايي هیلیکاپټر حمله ښيي چې په مشکوکو وسلوالو ډزې کوي. په حمله کې د رویټرز خبري ادارې د عملې د دوو غړو په شمول تر 12 پورې کسان وژل شوي وو.

د مطبوعاتو یو شمېر دفاع کوونکي وایي جولیان اسانج د یو خبریال په توګه د امریکې د پوځ ناوړه کړنې بربنډې کړلې ځکه د هغه ستاینه کوي خو د امریکا پلټونکي بیا په وار وار ټینګار کړی چې د ښاغلي اسانج کړنې د قانون خلاف وې، حساس معلومات یې تر لاسه کړي، بیا یې خپاره کړي او د امریکې ملي امنیت یې له خطر سره مخ کړی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG