لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: افغان طالبان دې هغه تګلارې پرېږدي چې د انساني او ښځو د حقونو خلاف دي


په دوحه کې په دوه ورځنۍ خبرو کې د افغانستان د پاره د امريکا  خصوصي استازي تامس وېسټ د امریکايي پلاوي او  د طالبانو د وزير خارجه امير خان متقي د خپل پلاوي مشري وکړه
په دوحه کې په دوه ورځنۍ خبرو کې د افغانستان د پاره د امريکا  خصوصي استازي تامس وېسټ د امریکايي پلاوي او  د طالبانو د وزير خارجه امير خان متقي د خپل پلاوي مشري وکړه

امريکايي چارواکو ويلي افغان طالبانو په دوحه، قطر، کې په تازه مخامخ خبرو کې ويلي چې خپلې هغه ټولې پاليسۍ دې بيرته واخلي چې د بشري حقونو دي او په خاصه توګه هغه تګلاره دې پرېږدي چې د ښځو، جينکو او د اقلیتونو خلاف دي.

امريکايي چارواکو دا خبره هم کړې چې طالبانو په اقتصادي توګه لاس ته راوړنې کړي او د مخدره موادو خلاف يې د ستاينې وړ ګامونه اخستلي دي.

په دوحه کې په دوه ورځنۍ خبرو کې د افغانستان د پاره د امريکا خصوصي استازي تامس وېسټ د امریکايي پلاوي او د طالبانو د وزير خارجه امير خان متقي د خپل پلاوي مشري وکړه.

د ملاقات وروستو د امريکا لخوا ورکړل شوي بيان کې ويلي شوي “امريکا د طالبانو لخوا د خلکو په نيول کېدو، په ميډيا د زور زياتي او مذهبي ازادي محدود ولو انديښنه څرګنده کړې”.

امريکا ويلي د افغانانو د خپلو حقونو د غوښتنې ملاتړ کوي او غواړي د هغې قدر وشي ځکه د ولس غږ د افغانستان د رتلونکي د پاره مهم دی.

په بيان کې تفصيل نه دی ورکړل شوی خو وايي د اعتماد جوړولو هغه لارې يې پېژندلي چې د افغان ولس په ګټه دي.
امريکايي پلاوي د افغانستان د مرکزي بنک د چارواکو او د مالي امورو د وزارت د چارواکو سره هم ليدلي او د هېواد د مالي چارو په اړه يې خبرې اترې کړي.

د بيان ترمخه امريکايي چارواکو منلې چې په کال 2023 کې د افغانستان د صادراتو څانګې په مخ تګ کړی، ګراني يې راکمه کړې او په راتلونکي کې يې د اقتصادي ثبات ساتلو د پاره ورته خپله امادګي ښودلې ده.

‎په خبرو اترو کې د امنيت ټينګ ساتلو په اړه هم دوه اړخيزه بحث شوی او د طالبانو دې ژمنې ته هم کتنه شوې چې طالبان به د افغانستان خاوره چاته هم د استعمال د پاره ورنکړي چې د امريکا او اتحاديانو خلاف يې وکاروي.

د بيان ترمخه “امريکايي پلاوي محسوس کړه چې په افغانستان کې د ولسي وکړو خلاف د ترهګرو تشدد کم شوی او په طالبانو يې زور راوړی چې ټول امريکايي بنديان وکړي دې سملاسي ازاد کړي او دړکه يې ورکړې داسې نه کول به د مثبت تعقاتو جوړولو په منځ کې خنډ دی”.

چارواکو د طالبانو سره د مخدره موادو په ختمولو د کار د پاره همکاري څرګنده کړې او وايي داسې نښانې شته چې د اپيمو د کر کروندې په وخت د طالبانو لخوا د بندېز لګېدو په نتيجه کې يې کښت کم شوی.

د طالبانو خارجه وزارت هم په خپل بيان کې ويلي متقي او د هغه ډلې په دې ټينګار کړی چې امريکا دې د طالب مشرانو په سفر لګېدلی بندېز لرې کړي، اقتصادي بندېزونه دې پورته کړي او د افغانستان بنک کنګل شوې اثاثې دې ازادې کړي. د طالبانو د بيان ترمخه د بشري حقونو مسله هم د بحث موضوع وه.

د طالبانو بيان وايي “د افغانستان اسلامي امارت خپل دريځ تکرار کړو چې د دوه اړخيز اعتماد د پاره لازمه ده د تور نوملړ نومونه او په سر د پيسو انعامونه لګولو لړۍ دې ختمه کړی شي، د مرکزي بنګ کنکل پانګې دې افغانستان ته ورکړل شي چې افغانان بغير د کوم خارجي کمک نه خپل اقتصاد په مخ بوځي”.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG