فلسطیني چارواکي وایي له وړمې شپې راهیسې په غزه پټۍ کې د اسرایلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه 72 کسان وژل شوي او وایي اسرایلي ځواکونو د شپې مهال د غزې په شمال کې پر یوه روغتون چاپه وهلې ده.
د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، د جمعې په ورځ د غزې په جنوب کې د عامو خلکو د استوګنې پر سیمو اسرایلي ځواکونو تازه بریدونو کړي دي چې وایي د یوې کورنۍ د 13 ماشومانو په ګډون 38 تنه پکې ووژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د روغتیا چارواکي وایي د غزې په شمال کې اسرایلي ځواکونو پر «کمال عدوان روغتون» باندې برید کړی دی. دا روغتون یو په هغو څو روغتیايي مرکزونو کې دی چې لا هم په سیمه کې فعالیت کوي.
اسرایل وایي پوځیان یې په جنوبي ښارګو خان یونس کې د حماس جنګیالي په نخښه کوي، خو د جمعې د ورځې د هغه برید په اړه پوښتنو ته یې جواب نه دی ویلی چې پکې زیات ماشومان او ښځې وژل شوې دي.
اسرایل په وروستیو اوونیو کې د غزې په شمال کې د حماس پر ضد خپل عملیات یو ځل بیا پیل کړي دي او مرسته کوونکې ډلې د ناوړه بشري حالت په اړه خبرداری ورکوي.
د فلسطین د شهري دفاع ادارې په عکسونو کې ښودل شوي چې ژغورونکي د الفرا کورنۍ د نهو ماشومانو په وینو لړلي مړي له کنډوالو را ایستلي دي.
وژل شوي کسان په خان یونس کې ناصر مېډیکل کمپلیکس او یورپ روغتون ته وړل شوي. د دغو روغتونونو ریکارډ ښیي چې د یوې کورنۍ لږ تر لږه 15 تنه وژل او د بلې کورنۍ شپږ کسان وژل شوي دي.
په دغه برید کې د صالح الفرا 17 کلن ورور او 15 کلنه خور هم وژل شوي، هغه وایي د بمبارۍ له امله یې د کورنۍ غړو د کور منځ ته پناه یووړه، خو کله چې په هوش کې راغی د نړېدلي کور په کنډوالو کې پروت وو:
"ما چیغې پیل کړې او چیغې مې وهلې چې په دې وخت کې مې ورور او پلار راغلل او هغوی مې د را ایستلو هڅې پیل کړې. زه په هیچا هم خبر نه یم".
د اې ایف پي د خبريالانو په خپره شويو عکسونو کې لیدل کېږي چې د دې کورنۍ خپلوان د خان يونس په سيمه کې په یورپ روغتون کې د ماشومانو پر مړينه ماتم کوي. د اکثرو قربانیانو مړي په سپینو کفنونو پوښل شوي دي.
خو د اسرایل پوځ په یوه بیان کې ویلي، "د غزې په جنوبي سیمو کې د دوی په هوايي او مځکنیو بریدونو کې یو شمېر ترهګر وژل شوي دي".
د فلسطین د روغتیایي چارواکو په وینا د پنجشنبې- زیارت په ورځ هم د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه سکول باندې د اسرایل په هوايي بریدونو کې 17 کسان وژل شوي وو. چارواکو ویلي وو، بې ځایه شویو کډوالو په دې سکول کې پناه اخیستې وه.
په غزه کې دا تازه بریدونه په داسې وخت شوي چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن ویلي، اسرایل د حماس د ځپلو لپاره خپل هدف تر لاسه کړی او وایي په راتلونکو ورځو کې به د ډزبندۍ او د یرغمل شویو اسرایلي وګړو د خوشي کېدو لپاره خبرې بیا پیل شي.
یادونه:- د رپوټ معلومات له اې پي، اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum