لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جون په میاشت کې په امریکا کې د ګرانۍ شرح د تېرو ۴۰ کلونو تر ټولو زیاتې کچې ته رسېدلې وه


ځينې اقتصاد پوهان وايي ګراني عروج ته رسېدلې او د وخت سره به کمه شي لکه د نهې، سه شنبې، تر ورځې پورې د تېلو قیمتونه د جنون په میاشت کې د پېنځو ډالرو نه په اوسط کچه څلور ډالره او شپږ شپېته سېنټو ته کم شوي دي. او اټکل کېږي چې د تېلو بېعې به په اګست او سېپټمبر کې نورې هم کمې شي
ځينې اقتصاد پوهان وايي ګراني عروج ته رسېدلې او د وخت سره به کمه شي لکه د نهې، سه شنبې، تر ورځې پورې د تېلو قیمتونه د جنون په میاشت کې د پېنځو ډالرو نه په اوسط کچه څلور ډالره او شپږ شپېته سېنټو ته کم شوي دي. او اټکل کېږي چې د تېلو بېعې به په اګست او سېپټمبر کې نورې هم کمې شي

د جون په میاشت کې په امریکا کې د تېلو او خوراک قيمتونه او د کورونو کرای په تېرو څلوېښتو کلونو تر ټولو اوچتې کچې ته رسېدلې وې چې له امله يې فېډرل رېزرو یا مرکزي بېنک په افراط زر د قابو موندلو دپاره د بېنکونو په قرضو د سود شرح نوره هم زیاتولی شي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، حکومت د شورو، چهارشنبې، په ورځ جاري کړی شویو شمار شمېرو کې وویل د تېر کال په مقابل کې صارفینو دپاره په قيمتونو کې د نهه اشاریه یو فيصد اضافه وشوه چې د ۱۹۸۱ راهسې په دولسو میاشتو کې د قيمتونو تر ټولو زیاته اضافه ده.

د میاشتې په حساب، د می نه تر جون پورې په قیمتونو کې یو اشاریه درې فیصد اضافه شوي وه.

ای پي وايي ګرانۍ هغه امریکایان متاثر کړي دي چې د بنیادي ضرورت د شیانو په قيمتونو کې د اضافي سره مخامخ شوي دي خو په امدن کې یې زیاتوالی نه دی شوی.

رپورټ وايي ګرانۍ د کم امدن لاطيني او تور پوستې امریکایان تر ټولو زیات متاثر کړي دي چې د امدن زیاتره برخه يې د کور، تګ راتګ او د خوراک په شان د بنیادي ضرورت په شیانو مصرف شي.

ځينې اقتصاد پوهان وايي ګراني عروج ته رسېدلې او د وخت سره به کمه شي لکه د نهې، سه شنبې، تر ورځې پورې د تېلو قیمتونه د جنون په میاشت کې د پېنځو ډالرو نه په اوسط کچه څلور ډالره او شپږ شپېته سېنټو ته کم شوي دي. او اټکل کېږي چې د تېلو بېعې به په اګست او سېپټمبر کې نورې هم کمې شي.

د ای پي د رپورټ ترمخه په موجوده ګرانۍ کې د کورونو قیمتونه د بل هر څه نه زیات ختلي دي چې د ګڼ شمېر خلکو دپاره یې د کور اخیستلو په لړ کې مشکلات راولاړ کړي دي.

رپورټ وايي په داسې حال کې چې کور اخیستل په اقتصادي توګه د ډیرو خلکو د وس نه بهر شوي دي، د کرای د کورونو طلب زیات او کرایې زیاتې شوي دي.

د تېر کال په مقابل کې د سږ کال د می په میاشت کې په امریکا کې د یو کور اوسط قیمت د څوارلس اشاریه اته فیصد په شرح ۴۰۷۶۰۰ ته رسېدلی دی. د نېشنل اېسوسي اېشن اف ريېلټرز د شمېرو ترمخه د کال ۱۹۹۹ راهسې دا د کورونو په قیمت کې تر ټولو زیاته اضافه ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG