لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د جبري لادرکیو لړۍ تم نه شوه، مارچ کې د نورو 18 تنو د لادرکۍ مقدمې درج شوي


په پاکستان کې په جبري توګه د لادرکه کسانو د مقدمو د هواري کمېشن سپريم کورټ کې جمع کړي خپل مياشتني رپورټ کې ويلي چې د مارچ میاشت کې د کمېشن سره د جبري لا درکيو 18 نوې مقدمې درج شوي دي.

رپورټ وايي په دغه مياشت کې 18 لا درکه کسان هم خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

د لا درکه کسانو د موندنې د سرکاري کمېشن لخوا سپريم کورټ ته ورکړی شوي رپورټ کې ویل شوي چې کمېشن د مارچ میاشت کې د 27 لا درکه تنانو درک لګولی دی او تېره مياشت 33 یې داسې مقدمې راغونډې کړي چې د جبري لا درکيو نه وې.

رپورټ کې زياته کړې شوې ده چې په تېره میاشت کې 18 بې درکه کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي او 8 لا درکه تنان په بېلابېلو جېلونو کې دي او يو تن د پوځ د څار لاندې حراستي مرکز کې پروت دی.

په پاکستان کې په جبري توګه د لا درکه تنانو د حقونو لپاره د کار کوونکي غېر دولتي تنظيم ډیفنس آف هيومن راېټس مشره امنه مسعود جنجوعه سپريم کورټ کې د جمع کړی شوي رپورټ په اړه وايي:

"د ډیفنس اف هېومن رايټس لخوا زه سپريم کورټ ته خواست کوم چې د هغو کسانو نومونه دې مونږ ته هم راکړی شي چې د کمېشن په وېنا خپلو کورونو ته ستانه شوي دي، مونږ به وګورو چې واقعي دغه کسان کورونو ته ورغلي او اېا رښتيا داسې دي او که نه".

د لا درکه کسانو د مقدمو د هواري لپاره جوړ کمېشن په خپل رپورټ کې وېلي چي د مارچ میاشت کې ورته د جبري لا درکيو 18 نوې مقدمې ترلاسه شوي دي او اوس مهال د جبري لا درکيو 2،302 مقدمې د هېواد په مختلفو عدالتونو کې د ځنډ لاندې دي.

رپورټ کې راغلي چې کمېش ته د اپریل تر اولنۍ نېټې پورې په مجموعي توګه 10،185 مقدمې رسیدلي دي چې په هغې کې کمېشن تر دغې مودې پورې 7868 مقدمې مکمل کړې دي.

امنه مسعود جنجوعه د کمېشن سره د جبري لا درکيو د ځنډ ښکار مقدمې ډېرې بولي اؤ وایي، دا شمېرې زما په خيال ډېرې کمې دي د ځنډ ښکار مقدمو شمېره د دوو زرو نه سېوا ده.

له دې وړاندې د لا درکه تنانو حکومتي کمېش د پاکستان سپريم کورټ کې جمع کړب شوي رپورټ کې ويلي وو چې يوازې د کال 2024 په فرورۍ مياشت کې 42 نورې د لا درکه تنانو مقدمې ورسره درج شوې وې.

په پاکستان کې د لا درکه بلوچانو، پښتنو او د بشري حقونو فعالين د خلکو د جبري لا درکيو تور د پاکستان د پوځ په استخباراتي ادارو پورې کوي خو پوځ او حکومت دا تورونه ردوي او وايي کېدای شي چې لا درکه کسان د بلوچ بېلتون پالو ډلو په ليکو کې شامل شوي وي،قانون نافذ پځای کوونکو ادارو سره نښتو کې وژل شوي او یا هم افغانستان ته تښتېدلي وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG